د لاسرسي ځای

تازه خبر

هنګو کې پر مساپر وړونکي ګاډي وسلوال برید کې ۲ تنه وژل شوي او ۵ ژوبل دي


د ژغورنې ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) کارکوونکي د ډېسېمبر پر ۲۶مه په هنګو کې په وسلوال بريد کې ژوبل کسان روغتون ته انتقالوي
د ژغورنې ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) کارکوونکي د ډېسېمبر پر ۲۶مه په هنګو کې په وسلوال بريد کې ژوبل کسان روغتون ته انتقالوي

د پولیسو او د ژغورنې ادارې چارواکي وايي چې د خیبر پښتونخوا په هنګو کې پر مساپر وړونکي ګاډي په وسلوال برید کې دوه تنه وژل شوي او پینځه ژوبل دي.

د ژغورنې ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) یو ویاند طاهر سعید د ډېسېمبر پر ۲۶مه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو پرون ماسپښین (د ډېسېمبر پر ۲۶مه) شاوخوا درې نیمې بجې له کوټکي سیمې سره نېږدې له پېښوره د کورمې پاړه چینار ته پر تلونکي ګاډي ډزې وکړې چې پکې اووه تنه ژوبل شول چې ورڅخه یې دوو روغتون ته پر لاره سا ورکړه.

سعيد زياته کړه چې په وژل شويو کې یو کس د نوښار د اکوړې او دویم کس د پاړه چینار دی.

د هنګو د پولیسو مشر نثار احمد ویلي دي چې په برید کې سنیان او شیعه ګان دواړه په نښه شوي دي. نوموړي مشال راډيو ته زياته کړه، وسلوال تر برید وروسته تښتېدلي دي خو لټون یې روان دی.

تر پېښې وروسته پرون ماښام د کورمې په شینګک کې ځايي خلکو د سنیانو ګاډي او پکې سپاره مساپر نیولي ول چې انتظامي چارواکو او ځايي مشرانو وروسته ازاد کړل.

د کورمې شیعه او سني مشران وايي دا پېښې د فرقه ییز تاوتریخوالي د پارولو لپاره شوې دي. دوی د سیمې له اوسېدونکو څخه د سوله ییز چلند غوښتنه کړې ده.

په وروستیو کې هلته پر مساپر وړونکو ګاډو د کاڼو ویشتلو پېښې وشوې چې پر سر یې جرګې د ځینو کلیو پر اوسېدونکو جرمانې لګولې دي.

کورمه کې د سني او شیعه ولسونو ترمینځ د شخړې اصل وجې څه دي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:24 0:00

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي.

سږ کال (۲۰۲۳ز) په جولای میاشت کې د سني او شیعه ډلو ترمینځ نښته هله بنده شوه چې له اورکزو، هنګو او کوهاټه مشران سیمې ته په جرګه ورغلل او هلته یې د دواړو خواوو ترمینځ د سولې تړون وکړ.

سږ کال په جولای میاشت کې په کورمه کې د قبیلو ترمینځ د ځمکې لانجې پر تر شپږو ورځو پورې نښتې وشوې او درنه مرګژوبله یې واړوله. وروسته مخالفو خواوو د جرګې او چارواکو په موجودګۍ کې د یو کلن اوربند موافقه لاسلیک کړه.

تر هغې وړاندې د مې پر څلورمه په کورمه کې د یو تن تر وژنې وروسته، په تري منګلو کې پارېدلو کسانو څلور شیعه استادان او درې مزدوران ووژل چې تر هغې وروسته په سیمه کې ترینګلتیا زیاته شوه او د پېښې پر ضد په پېښور، اسلام اباد او کورمه کې یو شمېر ځلې احتجاجونه وشول.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG