د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاړه چینار اوسېدونکو د هنګو برید پرضد مظاهره کړې ده


د ډېسېمبر ۲۷مې په مظاهره کې ګڼو خلکو ګډون وکړ.
د ډېسېمبر ۲۷مې په مظاهره کې ګڼو خلکو ګډون وکړ.

د کورمې په پاړه چینار کې سلګونه خلکو پر مساپر وړونکي ګاډي د هغه وسلوال برید پرضد مظاهره کړې ده چې پکې دوه تنه ووژل او پینځه ژوبل شول.

د ډېسېمبر ۲۷مې مظاهرې ګډونوالو له حکومته وغوښتل چې د ډېسېمبر پر ۲۶مه د هنګو په برید کې ککړ کسان ژرترژره ونیسي او د قانون منګولو ته دې یې وسپاري.

د شیعه ګانو د ټولنې انجمن حسینیه مشر عنایت حسین توري وویل چې که تر دې مخکې په شویو پېښو کې ککړ کسان نیول شوي وای نو اوس به د تګ راتګ لارې خوندي وای.

دا په داسې حال کې ده چې له څو میاشتو راهیسې په کورمه کې پر مساپر وړونکو ګاډو د بریدونو یوشمېر پېښې شوې دي.

د ژغورنې ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) یو ویاند طاهر سعید د ډېسېمبر۲۶مې تر پېښې څو ساعته وروسته مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو له کوټکي سیمې سره نېږدې له پېښوره د کورمې پاړه چینار ته پر تلونکي ګاډي ډزې وکړې چې پکې اووه تنه ژوبل شول چې ورڅخه یې دوو روغتون ته پر لاره سا ورکړه.

سعيد زياته کړه چې په وژل شويو کې یو کس د نوښار د اکوړې او دویم کس د پاړه چینار دی. د هنګو د پولیسو مشر نثار احمد ویلي دي چې په برید کې سنیان او شیعه ګان دواړه په نښه شوي دي.

د هنګو ضلعې ټل تحصیل له کورمې سره لګېدلی دی. د هنګو اکثریت وګړي سنیان دي خو شیعه ګان یې هم په مختلفو برخو کې اوسي.

تر دې مخکې په اکتوبر کې درې ځلې پر سړکونو پر شیعه مساپرو حملې شوې وې چې پکې تر ۱۰ زیاتو کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه خو د هغو حملو ذمه واري لا چا نه ده منلې.

له دې پرته په وروستیو کې هلته پر مساپر وړونکو ګاډو د کاڼو ویشتلو پېښې وشوې چې پر سر یې جرګې د ځینو کلیو پر اوسېدونکو جرمانې لګولې دي.

د پاړه چینار علامه اخلاق حسین شریعتي وايي، د چا چې قاتل معلوم نه وي نو ریاست یې ذمه وار وي باید یې چې چارواکي د دې ډول پېښو پرضد غبرګون وښيي.

د ډېسېمبر پر ۲۶مه د هنګو تر پېښې لږ ساعت وروسته د کورمې په شینګک کې ځايي خلکو د سنیانو ګاډي او پکې سپاره مساپر نیولي ول چې انتظامي چارواکو او ځايي مشرانو وروسته ازاد کړل.

د تحریک حسینیه سازمان مشر اغا تجمل حسین د ډېسېمبر پر ۲۷مه د پاړه چینار د مظاهرې ګډونوالو ته وویل چې د تاوتریخوالي تر پېښې وروسته باید بې ګناه خلک و نه ځورول شي. "که خلک په لارو کې څه اقدام کوي نو زه وایم چې اهل سنت، بلکې هېڅوک مه نیسئ."

ده پر خلکو غږ وکړ چې عام ولس ته دې تکلیف نه رسوي او و یې ویل چې د هنګو حملې په څېر پېښې د تفرقې اچولو او تاوتریخوالي پارولو لپاره کېږي، نو ځکه باید خلک ارام و اوسي.

اغا تجمل حسین له چارواکو وغوښتل چې د سړکونو امنیت باوري کړي.

په پاړه چینار کې مظاهرچیانو له حکومته د لارو د امنیت غوښتنه وکړه - د ډېسېمبر ۲۷مې انځور.
په پاړه چینار کې مظاهرچیانو له حکومته د لارو د امنیت غوښتنه وکړه - د ډېسېمبر ۲۷مې انځور.

موږ د پاړه چینار د مظاهرچیانو د څرګندونو او غوښتنو په اړه د هنګو ضلعې د پولیسو له مشر سره د خبرو هڅه وکړه خو بریالي نه شو.

البته په کورمه کې یو امنیتي چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د هنګو په برید کې ککړو کسانو ته نېږدې شوي دي او ژر به یې ونیسي.

ده وویل چې د هغې حملې موخه د سیمې حالات خرابول دي خو له خلکو هیله لري چې د غبرګون ښوولو پر مهال به ناقانونه اقدام نه کوي.

چارواکي زیاته کړه چې په سیمه کې د تګ راتګ لارې خلاصې دي او امنیتي سرتېرو ورباندې ګشت یا ګزمې ته دوام ورکړی دی.

کورمه کې د سني او شیعه ولسونو ترمینځ د شخړې اصل وجې څه دي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:24 0:00

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي.

سږ کال (۲۰۲۳ز) په جولای میاشت کې د سني او شیعه ډلو ترمینځ نښته هله بنده شوه چې له اورکزو، هنګو او کوهاټه مشران سیمې ته په جرګه ورغلل او هلته یې د دواړو خواوو ترمینځ د سولې تړون وکړ.

سږ کال په جولای میاشت کې په کورمه کې د قبیلو ترمینځ د ځمکې لانجې پر تر شپږو ورځو پورې نښتې وشوې او درنه مرګژوبله یې واړوله. وروسته مخالفو خواوو د جرګې او چارواکو په موجودګۍ کې د یو کلن اوربند موافقه لاسلیک کړه.

تر هغې وړاندې د مې پر څلورمه په کورمه کې د یو تن تر وژنې وروسته، په تري منګلو کې پارېدلو کسانو څلور شیعه استادان او درې مزدوران ووژل چې تر هغې وروسته په سیمه کې ترینګلتیا زیاته شوه او د پېښې پر ضد په پېښور، اسلام اباد او کورمه کې یو شمېر ځلې احتجاجونه وشول.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG