د لاسرسي ځای

تازه خبر

بنو کې ولس د هدفي بريدونو خلاف احتجاج پيل کړی


د جون پر ۲۰مه د بنو په ماندخېلو کې ځايي ولس د هدفي بريدونو خلاف احتجاج پیل کړی دی.
د جون پر ۲۰مه د بنو په ماندخېلو کې ځايي ولس د هدفي بريدونو خلاف احتجاج پیل کړی دی.

د خيبر پښتونخوا د بنو په مامندخېلو کې ځايي اوسېدونکو د هدفي بريدونو د تازه پېښو خلاف احتجاج کړی دی.

احتجاجیانو د جون پر ۲۰مه د بنو او د شمالي وزيرستان د میرامشا ترمينځ لاره تړلې ده او له حکومته د امنیت غوښتنه کوي.

د بنو پولیس او ځايي اوسېدونکي وايي چې د جون پر ۱۹مه شپې مهال وسلوالو په مامندخېلو کې یو تن په هدفي برید کې وژلی او بل یې ژوبل کړی دی.

د هغه بريد ذمه واري لا چا نه ده منلې.

احتجاج کوونکو د وژل شوي تن مړی پر سړک ایښی دی او له حکومته غوښتنه کوي چې د امنيت ټينګولو پر ژمنه دې عمل وکړي او ځايي ولس دې خوندي کړي.

د مامندخېلو یو ځايي مشر او د احتجاج ګډونوال ملک میر شاه محمد خان مشال راډيو ته وویل چې د هدفي بريدونو خلاف به خپل غږ پورته کولو ته دوام ورکوي. "دلته هره ورځ هدفي بریدونه کېږي خو تر اوسه یې مخنیوی و نه شو. موږ او تاسو ټول به راغونډېږو او په اتحاد او اتفاق به په خپله سيمه امن راولو."

بلخوا د بنو پولیسو مشر ضیا الدین احمد احتجاجیانو ته د امنیت ډاډ ورکړی دی، خو هغوی له حکومته د بدامنۍ خلاف د کوټلو ګامونو پورته کولو غوښتنه کوي.

تر دې وړاندې، د جون پر دويمه په مامندخېلو کې د پولیو مخنيوي پروګرام یو چارواکی اسحاق خان له خپل ساتونکي سره يو ځای په یوه هدفي حمله کې وژل شوی وو.

په وروستیو کې په بنو، لکي مروت ، ځونيخېلو (جانيخېلو) او شمالي وزیرستان کې د هدفي حملو یوشمېر پېښې شوې دي چې ځايي اوسېدونکي يې د امنیت په اړه اندېښمن کړي دي.

د خيبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کې ځايي ولسونو د ناامنۍ پر ضد پراخ احتجاجونه، جرګې او لاریونونه کړي دي، خو د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG