د لاسرسي ځای

تازه خبر

تحریک انصاف پر وفاقي حکومت د خیبر پښتونخوا د اعلا وزیر د "ورکولو" تور پورې کړی دی

تازه شو

علي امین ګنډه پور د ګوند جلسې ته د وینا پر مهال د خپل مشر عمران خان عکس په لاس کې نیولی دی ـ پخوانی انځور.
علي امین ګنډه پور د ګوند جلسې ته د وینا پر مهال د خپل مشر عمران خان عکس په لاس کې نیولی دی ـ پخوانی انځور.

پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) دعوه کوي چې اسلام اباد ته د مظاهرې لپاره تللی، د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر علي امين ګنډه پور "ورک" شوی دی.

د ګوند مخکښ اسد قیصر د اکتوبر پر پينځمه شپې ناوخته په يو ويډيو بیان کې د ګنډه پور د "ورکولو" تور پر وفاقي حکومت پورې کړ او زیاته یې کړه چې دا د ټولې صوبې بې عزتي ده. "په اسلام اباد کې پر پښتونخوا هاوس د رېنجرز ځواک [د سرتېرو] چاپه ډېره د افسوس او غندنې وړ ده. په دې اړه موږ د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ [بیړنۍ] غونډه وربللې ده. د دې ترڅنګ موږ په دې معاملاتو کې د ټولې صوبې د ګوندونو او د مشرانو جرګې هم راغواړو چې په څه ډول اوس زموږ اعلا وزیر غایب دی، هغه تښتول شوی او نیول شوی دی. هغه د صوبې منتخب وزیر اعلا دی او دا نه یوازې د علي امین ګنډه پور بلکې د ټولې صوبې بې عزتي ده."

ګنډه پور او د تحریک انصاف نور مشران او پلویان د اکتوبر پر څلورمه د اسلام اباد جمهوریت څلورلارې یا ډي چوک ته د مظاهرې لپاره ورغلي ول. ګوند دا احتجاج د خپل زنداني رهبر عمران خان د خوشې کولو لپاره کړی وو.

د پاکستان مسلم ليګ (ن) په مشرۍ د وفاقي اېتلافي حکومت د کورنيو چارو وزیر محسن نقوي د اکتوبر پر شپږمه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې ګنډه پور نه حکومت او نه کومې استخباراتي ادارې نیولی دی.

نوموړي وویل چې وفاقي حکومت د خیبر پښتونخوا د اعلاوزیر د ځای ځایګي پته لګولي ځکه چې د اسلام اباد له خیبر پښتونخوا هاوسه تللی دی.

د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه چې خبر نه دی چې ایا هغه اوس خیبر پښتونخوا ته رسېدلی دی او که نه.

نقوي تر دې مخکې د اکتوبر پر پینځمه په اسلام اباد کې په خبري غونډه کې د ګنډه پور د لادرکۍ په اړه پوښتنې ځواب نه کړې.

په همدې حال کې د اسلام اباد پولیسو د اکتوبر پر شپږمه په بیان کې ویلي دي چې په هغه ښار کې د پي ټي ای د پلویانو او پولیسو ترمینځ په اخ و ډب کې یو سرتېري وژل شوی دی.

پولیسو دعوه کړې چې د پي ټي ای پلویانو پر هغه پولیس تشدد وکړ، هغه یې ژوبل کړ چې وروسته یې سا ورکړه.

تحریک انصاف لا د اسلام اباد د پولیسو د بیان په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو د اکتوبر پر شپږمه یې وویل چې پر ټولو محدودیتونو سربېره احتجاج ته دوام ورکوي.

پاکستان تحریک انصاف پر خپله رسمي ایکس پاڼه (پخواني ټوېټر) لیکلي چې چارواکو د احتجاجیانو د ورتګ مخنیوي لپاره په لاره کې خنډونه درولي ول او ګڼ پوځیان یې ځای پر ځای کړي ول.

د ګوند مشران تور پورې کوي چې پولیسو ورباندې اوښلن ګیس استعمال کړی دی.

خو د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي د اکتوبر پر پینځمه خبریالانو ته وویل چې د تحریک انصاف مظاهرچیانو په پنجاب او اسلام اباد کې ۱۰۰ پولیس ژوبل کړي دي.

نوموړي خبرداری ورکړ چې د ګنډه پور په ګډون د تحریک انصاف د ټولو مخکښانو پرضد "سخته کاروايي" کوي.

نقوي دعوه وکړه چې ۵۶۴ مظاهرچيان یې نيولي چې ۱۱ پکې د "خیبر پښتونخوا پولیس او ۱۲۰ افغانان" دي.

په اسلام اباد کې د پي ټي ای د احتجاج تازه حال
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:27 0:00

په عین حال کې د خیبر پښتونخوا حکومت د اعلاوزیر علي امین ګنډه پور د ورکېدو پرضد د بحث لپاره د اسمبلۍ بیړنۍ غونډه وربللې ده.

خو په اسمبلۍ کې د مخالفو ګوندونو سیاستوالانو دعوه کړې ده چې اعلاوزیر خپله ځان پټ کړی دی.

په اسمبلۍ کې د مخالفو ډلو مشر او د مسلم لیګ (ن) سیاستوال عباد الله خان هم مشال راډیو ته وویل چې ګنډه پور خپله ځان ورک کړی دی.

په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د مخالفو ډلو ځینو غړو د عباد الله خان په دفتر کې په لاسونو کې بینرونه نیولي ول چې ورباندې لیکل شوي چې ګنډه پور دې "خپله روپوشي ختمه کړي."

هغوی پر لوحو دا هم لیکلي دي چې اعلاوزیر دې د خپلو سیاسي موخو لپاره د سرکاري وسایلو ناسم استعمال ودروي.

د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د مخالفو ډلو غړو پر بینرونو لیکلي چې اعلاوزیر دې خپله روپوشي ختمه کړي او د سرکاري وسایلو ناسم استعمال دې ودروي - د اکتوبر شپږمې انځور.
د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د مخالفو ډلو غړو پر بینرونو لیکلي چې اعلاوزیر دې خپله روپوشي ختمه کړي او د سرکاري وسایلو ناسم استعمال دې ودروي - د اکتوبر شپږمې انځور.

په عین حال کې حکومت په اسلام اباد کې د موټرسایکل پر غبرګې سپرلۍ بندیز لګولی او د ښار په زیاتره برخو کې د موبایل ټېلېفون شبکه هم ځنډول شوی دی.

انتظامیې داراز، اسلام اباد ته پر تلونکو لارو او په ښار کې دننه پر سړکونو لکه مارګله روډ، ګولړه روډ، فلای اووراو انډر پاس کنټېنرونه درولي دي.

تر دې یوه ورځ وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د اکتوبر له پینځمې تر ۱۷مې پورې په اسلام اباد کې د پوځ د ځای پر ځای کولو اعلامیه خپره کړې وه. په اعلامیه کې راغلي ول چې حکومت دا ګام په اسلام اباد کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غونډې د امنیت په خاطر اخیستی دی.

ټاکل شوې ده چې د شانګهای همکارۍ سازمان ۲۳مه سرمشريزه د اکتوبر پر ۱۵مه او ۱۶مه په اسلام اباد کې وشي.

شانګهای همکارۍ سازمان په ۲۰۰۱ز کال کې جوړ شو چې نهه غړي لري. چين، روسیه، قرغيزستان، قازقستان، تاجکستان او ازبکستان د هغه سازمان باني غړي دي خو پاکستان، ايران او هند یې په ۲۰۱۷ز کال کې غړيتوب تر لاسه کړ.

هغه سازمان د سیمې د سياست، امنيت او اقتصاد په برخو کې کار کوي.

XS
SM
MD
LG