د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتون ژغورنې غورځنګ ۱۱ مخکښه فعالان له زندانه خوشې شوي دي


نور الله ترین د پي ټي اېم یوې غونډې ته د وینا پر مهال - پخوانی انځور.
نور الله ترین د پي ټي اېم یوې غونډې ته د وینا پر مهال - پخوانی انځور.

د سیند پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د کراچۍ مشر نور الله ترین په ګډون ۱۱ تنه د جیکب اباد له زندانه خوشې کړي دي.

دا تر هغې وروسته ده چې د سیند های کورټ دوه کسیزه جرګګۍ د جولای پر ۳۱مه د حکومت له لوري د عامه نظم ساتنې د قانون له درېیمې مادې (۳ اېم پي او) سره سم، د هغوی ګرفتاري ناقانونه وګرځوله او سمدستي یې د خوشې کولو امر وکړ.

د قانون له هغې مادې سره سم، که حکومت دا وګڼي چې یو کس عامه نظم او د خلکو خوندیتوب ته ګواښ پېښولای شي، نو بیا یې د نیولو امر کولای شي.

د اګست پر دویمه د کراچۍ په سهراب ګوټ کې د پي ټي اېم د خوشې شویو مخکښه فعالانو هرکلي ته ګڼ کسان ورغلي ول.

نور الله ترین غونډې ته په وینا کې وویل چې زنداني کېدل او د پولیسو اقدامات یې له خپلې مبارزې نه شي په شا کولای او له قانون او ایین سره سم به د پښتنو د حقونو غوښتو هلو ځلو ته دوام ورکوي.

ده زیاته کړه چې غورځنګ یې د پښتنو پر خاوره امن، په هېواد کې جمهوریت او د بشري حقونو خوندیتوب غواړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په وینا، نور الله ترين او له هغه سره د غورځنګ نور فعالان د جولای پر ۱۶ مه د کراچۍ د ګلزار هجري تاڼې پوليسو يوې مسلې په اړه غوښتي ول، هلته یې نیولي ول او بیا یې نامعلوم ځای ته لېږدولي ول.

هغه وخت د کراچۍ د يادې سيمي پوليسو د دې خبر تاييد نه وو کړی او د غورځنګ د دې غړو له نیولو یې انکار کړی وو.

خو د جولای پر ۱۸مه د سيند حکومت د کورنيو چارو څانګې د نور الله ترين او د پښتون ژغورنې غورځنګ د نورو غړو ګرفتاري تایید کړه او و یې ویل چې هغوی د جیکب اباد په زندان کې دي.

د سيند حکومت په امر کې ويلي ول چې هغوی د ښار په سهراب ګوټ سيمه کې د حالاتو د خرابولو هڅه کړې وه چې په اړه يې د دوی په وینا، پوليسو اقدام وکړ او هغوی یې ونيول.

بل پلو پښتون ژغورنې غورځنګ د خپلو غړو د نیول کېدو پرضد په سیند های کورټ کې غوښتنلیک دایر کړی وو.

تر دې مخکې هم په کراچۍ او د پاکستان په نورو برخو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران او غړي ګرفتار او زنداني شوي دي.

د غورځنګ مشران وايي چې د حکومت دا کړنې غیرقانوني دي او دوی به د پښتنو په سيمو کې د ترهګرۍ خلاف، د امن او د پښتنو د حقونو لپاره خپله مبارزه جاري ساتي.

XS
SM
MD
LG