د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوتین وايي تر ۳۰ ورځو پورې اوکراین کې د انرژۍ پر بېخبنا بریدونه دروي


دا انځور د روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین (ښي لوري ته) او امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ د جلا، جلا تصویرونو په یوځای کولو جوړ شوی - انځور له ارشیفه.
دا انځور د روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین (ښي لوري ته) او امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ د جلا، جلا تصویرونو په یوځای کولو جوړ شوی - انځور له ارشیفه.

روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل امریکايي سیال ډانلډ ټرمپ سره په ټېلېفوني خبرو کې منلې ده چې تر ۳۰ ورځو پورې د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو او بېخبنا (انفراسټرکچر) بریدونه دروي. دا بشپړ اوربند ته د رسېدو لپاره یو اقدام ګڼل کېږي.

دا درې کاله مخکې پر اوکراین د پراخې حملې له پیلولو راهیسې د روسیې له لوري لومړی امتیاز دی خو بیا هم د ټرمپ له دې هدف سره برابر نه دی چې غواړي سمدستي ټوله جګړه ودرېږي.

اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي د دواړو مشرانو ترمینځ د مارچ ۱۸مې پر خبرو "نهیلي" ښوولې او ویلي یې دي چې داسې ښکاري چې پوتین سولې ته لېواله نه دی او "جګړې ته دوام ورکول غواړي."

سپینې ماڼۍ په بیان کې ویلي دي چې ټرمپ او پوتین سلا شوي چې سولې ته د لارې د هوارېدو لومړی اقدام د انرژۍ پر تاسیساتو او بېخبنا د بریدونو درول دي.

ټرمپ پر خپله ټولنیزه شبکه ټروت سوشل په بیان کې ویلي چې له پوتین سره یې خبرې "ډېرې ښې او ګټورې" وې.

خو پوتین په خبرو کې د پرمختګ لپاره یوشمېر شرطونه وړاندې کړ چې پکې پر اوکراین د پوځي مرستو او ورسره د استخباراتي معلوماتو شریکول بندول شامل ول. دا هغه شرطونه دي چې کییف به یې یقیناً رد کړي.

تېر اونۍ اوکراین د ټرمپ د سمدستي اوربند وړاندیز په دې شرط ومانه چې روسیه هم ورته غاړه کښېږدي.

درې کاله مخکې پر اوکراین د روسیې له یرغل راهیسې په جګړه کې د دواړو خواوو تر یو مېلیون زیاتو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

په ویانا کې د بې وسلې کولو او د وسلو د تولید او پراختیا مخنیوي مرکز شنونکي او پخواني روسي ډېپلوماټ نېکولای سوکوف مشال راډیو ته وویل چې د ده په اند، "مسکو اوس له ټرمپ سره خورا ارام احساسوي" خو دا هر څه "د هغو وجوهاتو له کبله نه دي چې هر کس یې ذکر کوي."

دی وايي، روسیه اوس له ټرمپ "سره معامله کولای شي خو اروپايي ټولنه ټینګار کوي چې دریځ یې سم دی او باید له کومې معاملې پرته ومنل شي."

پوتین له ټرمپ سره په خبرو کې پر څه سلا شو؟

تر هغو چې د اصلي پوځي اقداماتو خبره نه ده نو د جګړې ډګر په اړه هېڅ موافقه نه ده شوې. روسیو ځواکونو تر وروستیو وختونو پورې د جګړې په شاوخوا ۱،۱۰۰ کېلومیټره لومړۍ لیکه کې د اوکراین د دفاع ماتولو هڅو ته دوام ورکړی وو.

اخوا اوکرایني پوځیان د روسیې له کورسک سیمې وځي چې د جګړې پر لومړۍ کرښه فشار کم کړي او چې په راتلونکې کې د سولې د خبرو لپاره په ښه حیثیت کې وي.

په موافقه کې مهمه خبره د انرژې د بېخبنا ده. روسیې د ۲۰۲۲ز کال له نومبر راهیسې د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو، چې پکې برېښنا کوټونه، د برېښنا تارونه او ټرانسفرمرونه شامل دي، لویې حملې کړي دي. دا د روسیې د هغې ستراتیژۍ برخه ده چې په مټ یې اوکرایني ولسي وګړي وېرول غواړي.

د جنایتونو نړیوال عدالت په دې کار د روسیې پر دوو لوړپوړو پوځي افسرانو تورونه هم پورې کړي دي ځکه چې دا ډول حملې ښايي جنګي جنایت وبلل شي.

د روسیې د هغو بریدونو له وجې اوکراین خلکو ته د برېښنا په ورکولو او په ژمي کې یې د کورونو او کاروبارونو د تودو په ساتلو کې له ستونزو سره مخامخ شوی، خو بیا یې هم د ځايي وګړو د نوښتونو او لویو غربي مرستو په مټ دا بحران مدیریت کړ.

په همدې حال کې اوکراین د هېواد دننه د بې پیلوټه الوتکو او ان د کروز توغندیو جوړولو صنعت ته وده ورکړه او په مرسته یې د روسیې د انرژۍ پر تاسیساتو، لکه د تېلو پاکولو کارخونو، نللیکو او پوځي تاسیساتو حملې زیاتې کړې.

د دواړو هېوادونو ترمینځ د اوربند لپاره لومړنی بنسټیز کار د سعودي عرب په جده کې د اوکراینیو او امریکايي چارواکو ترمینځ په ملاقاتونو کې وشو او بیا یې وړاندیز اعلان کړ. پوتین دوه ورځې وروسته وړاندیز ته له "اګر مګر" سره "هو" وویل.

سوکوف وايي، تر څه وخته په اوکراین او روسیه کې د انرژۍ پر بېخبنا د حملو درول کییف ته ګټه رسوي خو زیاته فایده به یې مسکو ته وي.

د ده په خبره، دا ځکه چې "اوس به روسیه تر ۳۰ ورځو پورې وسلې جوړوي او که اړتیا وه نو لویې حملې به بیا پیل کړي. خو برعکس اوکراین به په دې و نه توانېږي چې د انرژۍ بېخبنا ته رسېدلی ټول زیان پوره کړي او بیا یې ورغوي ځکه چې د اټکلونو له مخې" په روسیو بریدونو کې یې "له درېیمې څخه تر نیمايي پورې" بېخبنا ړنګه شوې ده.

د پوتین او ټرمپ تر خبرو وروسته د دواړو هېوادونو په بیانونو کې د زپورېژیا د اټومي برېښناکوټ – چې د اروپا تر ټولو لوی هغه دی – ذکر نه دی شوی. د ګونګوسو برعکس په بیانونو کې د اوکراین د کریمیا د الحاق په اړه د روسیې د دعوې تاییدولو خبره هم په خبرپاڼو کې نه شته. له دې پرته په بیانونو کې په ناټو د اوکراین د ورګډېدو غوښتنه، چې مسکو یې سخت مخالفت کوي او ان یې پر هغه هېواد د حملې پرېکړې د دلیل په توګه هم وړاندې کوي، یادونه نه ده شوې.


XS
SM
MD
LG