د لاسرسي ځای

تازه خبر

رپورټ: قطري وزیراعظم د طالبانو له مشر سره لیدلي


رویټرز اژانس د یوې سرچینې په حواله ویلي دي چې وزیراعظم محمد بن عبدالرحمان آل ثاني له هبت الله اخوندزاده سره لیدلي ول - پخوانی انځور.
رویټرز اژانس د یوې سرچینې په حواله ویلي دي چې وزیراعظم محمد بن عبدالرحمان آل ثاني له هبت الله اخوندزاده سره لیدلي ول - پخوانی انځور.

رویټرز خبري اژانس ویلي دي چې د قطر وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان آل ثاني افغانستان ته په وروستي سفر کې د طالبانو له مشر ملا هبت الله اخوندزاده سره هم لیدلي ول.

آل ثاني د مې پر ۱۲مه افغانستان ته تللی وو او هغه مهال د طالبانو حکومت ویلي ول چې نوموړي او د قطر د استخباراتو مشر عبدالله الخلیفي د طالبانو د حکومت له رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند، چې اوسمهال یې چارسمبالی مولوی عبدالکبیر دی، سره لیدلي ول.

خو رویټرز اژانس د مې پر ۳۱مه په یو رپورټ کې ویلي دي چې آل ثاني له هبت الله اخوندزاده سره هم خبرې کړې دي.

د اژانس په خبره، دا معلومات ورته په هغه غونډه کې شریک یو تن د نوم نه ښوولو په شرط ورکړي دي.

د قطر او د طالبانو حکومت لا رسماً د هغې لیدنې په اړه څه نه دي ویلي.

د قطر وزیراعظم محمد بن عبدالرحمان آل ثاني د مې پر ۱۲مه د طالبانو د حکومت له رییس الوزرا ملا حسن اخوند سره لیدلي ول.
د قطر وزیراعظم محمد بن عبدالرحمان آل ثاني د مې پر ۱۲مه د طالبانو د حکومت له رییس الوزرا ملا حسن اخوند سره لیدلي ول.

رویټرز اژانس د سرچینې په حواله وايي چې د قطري وزیراعظم او د طالبانو د مشر ترمینځ د خبرو یوه موضوع له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو د ترینګلتیا ختمولو په اړه وه.

د سرچینې په خبره، اخوندزاده په خبرو کې له نړیوالې ټولنې سره د خبرو دوام ته لېواله وو.

پر نجونو او ښځو د تعلیم او کار محدودیتونه، د ترهګرۍ پرضد مبارزه او په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت نه جوړېدل د طالبانو او د نړیوالې ټولنې د اړیکو د خرابېدو مهم لاملونه دي.

رویټرز خبري اژانس وايي، د قطر وزیراعظم محمد بن عبدالرحمان آل ثاني له ملا هبت الله اخوندزاده سره په ملاقات کې د نجونو پر زده کړو او د ملګرو ملتونو د سازمان په ادارو کې د افغانو ښځو پر کار د بندیزونو لیرې کولو غوښتنه وکړه.

اژانس دا نه دي ویلي چې د طالبانو مشر د دې غوښتنې په ځواب کې څه وویل خو په رپورټ کې یې لیکلي دي چې ملا هبت الله چې یو "سختدریځی اسلامپالی دی" په دې برخه کې د خپلو فرمانونو په اړه جوړجاړي کولو ته "یو څه لېوالتیا" وښوده.

د طالبانو حکومت په وروستیو کې یو ځل بیا وویل چې حکومت یې ټولګډونه دی او داراز یې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې ښځو ته یې "له شریعت سره سم" حقونه ورکړي دي او دا چې د نجونو تعلیم په اړه تګلاره جوړوي.

د دې ترڅنګ د طالبانو حکومت په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د ترهګرۍ پرضد مبارزې ته ژمن دی او په دې برخه کې وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د مرګژوبلې او ګرفتاریو خبرونه هم ورکوي.

رویټرز اژانس د خپلې سرچینې په حواله ویلي دي چې قطري وزیراعظم او د طالبانو مشر د ترهګرۍ پرضد د مبارزې پر اړتیا او افغانانو ته د بشري مرستو د رسولو په برخه کې د اسانتیاوو پر پیدا کولو هم بحث وکړ.

رویټرز اژانس زیاتوي چې د قطر حکومت د هغه ملاقات ټول جزییات د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره شریک کړي دي.

قطر د امریکا او طالبانو ترمینځ مذاکراتو کې مهم رول لوبوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دې رپورټ تر بشپړېدو پورې د هغه ملاقات په اړه د مشال راډيو پوښتنه وه ځواب کړې.

خو طالبانو ته یو نېږدې کس او پخواني چارواکي سید اکبر اغا مشال راډیو ته وویل چې هغه لیدنه په کندهار کې شوې ده. "کندهار ته د دوی د تګ یوازینی علت همدا وو چې شیخ صاحب وویني. تر کومه حده چې زه خبر یم، دوی له شیخ صاحب سره لیدلي دي."

د قطري وزیراعظم او د طالبانو د مشر ترمینځ د ملاقات خبر پر داسې مهال خپور شوی چې تر دې مخکې ملا هبت الله اخوندزاده د اسلامي همکاریو سازمان له یوه پلاوي سره له لیدنې ډډه کړې وه.

XS
SM
MD
LG