د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې ګراني رېکارډ کچې ته پورته شوې ده


په پاکستان کې په وروستیو میاشتو کې د ورځني استعمال د شیانو بیې په دوامداره توګه لوړې شوې دي - پخوانی انځور.
په پاکستان کې په وروستیو میاشتو کې د ورځني استعمال د شیانو بیې په دوامداره توګه لوړې شوې دي - پخوانی انځور.

د پاکستان د شمارياتو اداره (بيورو اف سټیټېسټېکس) وايي چې د فبرورۍ په میاشت کې ګراني ۳۱،۶ فیصده ته لوړه شوه چې دا د هېواد په تاریخ کې تر ټولو لویه کچه ده.

دا ادارې په خبره، په ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ میاشت کې د شیانو د نرخونو یا بیو له پلوه انفلېشن ۱۲،۲ فیصده لوړ شو چې په دې توګه د انفلېشن مجموعي سطح ۳۱،۶ فیصده ته ورسېده.

ادارې په تازه رپورټ کې ويلي چې په تېره يوه مياشت کې د چرګ غوښه ۲۰، خوراکي تېل ۱۸، غوړي ۱۵، مېوې ۱۵ او سبزۍ ۱۴ فيصده ګرانې شوې.

د پاکستان د شمارياتو ادارې له مياشتنیو رپورټونو څخه ښکاري چې په هغه هېواد کې د توکو بيې په دومداره توګه مخ په زیاتېدو دي.

په کراچۍ کې يې د اقتصادي چارو خبريال وکیل الرحمان د دې لامل په هېواد کې د بهرنیو اسعارو یا پیسو د زېرمو کمښت یادوي.

نوموړي مشال راډيو ته وويل چې حکومت د پيسو له نړيوال صندوق (ای اېم اېف) څخه د پور بل قسط اخيستو لپاره د تېلو او برېښنا قیمتونه زیاتوي او نوي ټيکسونه لګوي.

خو د پاکستان د مالي چارو وزیر اسحاق ډار ویلي دي چې د هېواد د دېوالیه کېدو ګنګوسې ناسمې دي او دا چې د پاکستان په دولتي بانک کې د بهرنیو اسعارو زېرمې په زیاتېدو دي.

نوموړي د مارچ پر دویمه پر ټوېټر په بیان کې لیکلي دي چې د تېرې یوې میاشت پرتله اوس په مرکزي بانک کې د بهرنیو پیسو زخیره یو ارب امریکايي ډالره لوړه شوې ده.

د پاکستان حکومت البته په عین وخت کې نوي ټیکسونه لګولي او پخواني هغه یې لوړ کړي دي.

د پاکستان سېنېټ او قامي اسمبلۍ د فبرورۍ په پای کې د ۱۷۰ اربه روپيو ماليو لګولو اضافي بجټ منظور کړی وو. د ماليې وزیر اسحاق ډار د فبرورۍ پر ۱۰مه نېټه ويلي ول چې د ۱۷۰ اربه روپيو نوې ماليې ځکه لګوي چې د ده په خبره، د پیسو نړيوال صندوق (ای اېم اېف) څخه د ۱.۲ اربه امريکايي ډالرو پور ترلاسه کړي. د دې اقدام سربېره لاهم د اسلام اباد او ای اېم اېف ترمینځ د بل قسط پور لوظنامه لا نه ده شوې.

په اسلام اباد کې د اسلامک پوهنتون د اقتصادياتو استاد ډاکټر معراج الحق د مارچ پر دويمه مشال راډيو ته وويل چې څومره د پاکستان او ای اېم اېف ترمینځ لوظنامه ځنډېزي هغومره به په دې هېواد کې ګرانې زیاتېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د مارچ پر دويمه نېټه د روپۍ په مقابل کې د ډالر بیه ۱۸ روپۍ لوړه شوې ده. په ازاد بازار کې د يوه ډالر قیمت ۲۸۴.۸۸ روپۍ دی. تر دې يوه ورځ وړاندې د مارچ پر لومړۍ نېټه هم د يوه ډالر بیه ۲۶۶.۱۱ روپۍ وه.

XS
SM
MD
LG