په پاکستان کې مېشت افغان کډوال وايي، په تېرو ۱۰ ورځو کې د اسلام اباد پولیسو تر ۱۰۰ زيات افغان کډوال نیولي او افغانستان ته یې لېږدولي دي.
په اسلام اباد کې اوسېدونکو ځینو افغان کډوالو، چې بهر ته د تګ لپاره په پاکستان کې ایسار دي، د جنورۍ پر ۲۱مه مشال راډيو ته وویل چې د پولیسو له خوا د ځورول کېدو تر څنګ د پاکستانيو ویزو په تمديدولو او بهر هېوادونو ته د تللو په پروسه کې ډېرې ستونزې لري.
هغوی زياته کړه چې بهر هېوادونو ته د تګ لپاره په انتظار ناست دي خو هغه بهیر ډېر ورو دی چې نه یې ویزې نوې کېږي او نه نور د استوګنې لګښتونه زغملی شي.
تر دې وړاندې، په اسلام اباد کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت هم ويلي ول چې پاکستانيو چارواکو د روان کال له پیل راهیسې په هغه ښار کې شاوخوا ۸۰۰ افغانان نیولي دي.
د اسلام اباد انتظامیې او پوليسو لا تر اوسه د افغان کډوالو د تازه ستنېدنې په اړه څه نه دي ويلي خو تر دې وړاندې د اسلام اباد د انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) دفتر د جنورۍ پر اوومه په بیان کې ویلي ول چې د ۲۰۲۵ز کال په لومړۍ اونۍ کې یې له پلازمېنې "۱۸۳ ناقانونه بهرنیان" ایستلي دي.
د اسلام اباد انتظامیې او پوليسو په وا وار ويلي دي چې یوازې بې اسناده افغانان نیسي او خپل هېواد ته یې لېږدوي. خو یوشمېر افغانانو مشال راډیو ته ویلي دي چې پولیسو هغه کسان هم نیولي چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد لري.
دا تر هغه وروسته ده چې د اسلام اباد او راولپېنډۍ د پولیسو مشرانو د ۲۰۲۴ز کال د نومبر پر ۲۶مه وويل چې د پاکستان تحریک انصاف د زنداني بنسټګر عمران خان د خوشې کولو لپاره يې په اسلام اباد کې د همهغې ورځې د احتجاج پر مهال د تاوتریخوالي پر سر د ۶۴ افغانانو په ګډون تر ۱،۱۵۰ زیات کسان نیولي دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي پر هم هغه ورځ وویل چې د ډېسېمبر تر ۳۱مې وروسته به هغه افغانان په اسلام اباد کې نه پرېږدي چې هلته د اوسېدو اجازتنامه نه لري.
تر اوسه د پاکستان حکومت د هغې اجازتنامې د پروسې په اړه تفصيل نه دی شريک کړی. بلخوا د اسلام اباد د پوليسو وياند شريف الله خان هم ويلي دي چې تر اوسه افغانانو ته په پلازمېنه کې د استوګنې د اجازتنامې ورکولو بهیر نه دی پیل شوی.
په اسلام اباد کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت وایي چې په اسلام اباد کې د افغانانو د استوګنې لپاره د اجازتنامې د پروسې په اړه د وضاحت نه شتوالی د "خپلسري توقیف او اخراج" د ستونزمنو پیښو لامل شوی دی.
بلخوا په اسلام اباد کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې (يو اېن اېچ سي ار) وياند قيصر اپرېدي مشال راډيو ته ویلي چې د پاکستان له حکومت سره په تماس کې دي او ورته ويلي يې دي چې د افغان کډوالو د نيولو او افغانستان ته د هغوی له ستنولو ډډه وکړي. نوموړي زياته کړه چې دوی له افغان کډوالو سره هر ډول مرستې ته چمتو دي.
د پاکستان د بشري حقونو کمېشن یوې ویاندې ماهین پراچه هم د جنورۍ پر نهمه مشال راډیو ته وویل چې د پناه غوښتونکو او کډوالو نیول او هېواد ته استول د نړیوال قانون خلاف عمل دی.
تر دې مخکې، د بخښنې نړیوال سازمان غوښتنه کړې وه چې په اسلام اباد کې نیول شوي افغان کډوال دې پرته له شرطه خوشې کړل شي او د دوی بندي کول دې پای ته ورسول شي.
سازمان د جنورۍ پر اتمه په یو بیان کې په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د نیولو او ځورولو مخالفت وکړ.
پاکستان ته د افغان کډوالو د ورتګ لړۍ په ۱۹۸۰ز کال کې پيل شوه خو وروسته د کورنیو جګړو پر مهال هم هغه هېواد ته لکونه کډوال ورغلل. خو د پاکستانیو چارواکو په وينا، شاوخوا ۶۰۰،۰۰۰ افغانان د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر کابل د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پاکستان ته ورغلي دي.
د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې د پاکستان د هغه وخت لنډمهاله حکومت بې اسناده بهرنیانو ته د اکتوبر تر ۳۱مې په خپله خوښه د وتلو ویلي ول. د هغه کال د نومبر له لومړۍ راهیسې له پاکستانه د بې اسناده افغانانو په زور د ایستلو بهیر پیل شوی چې د حکومت په وينا له ۸۰۰،۰۰۰ زيات افغانان يې خپل هېواد ته ستانه کړي دي. د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ادعا کوي چې اوس هم تر ۳۰ لکه پورې افغانان په پاکستان کې مېشت دي.