د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې بمي چاودنې ۵ پوځیان وژلي دي


په کورمه کې یو پوځي د پهرې پر مهال - پخوانی انځور.
په کورمه کې یو پوځي د پهرې پر مهال - پخوانی انځور.

په منځنۍ کورمه کې د سړک تر لاندې د ښخ بم په چاودنه کې پينځه پوځیان وژل شوي دي.

د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) په خپله خبرپاڼه کې ويلي چې د جون پر ۲۱مه په کورمه کې د سرتېرو ګاډی د سړک تر غاړې د ښخ بم چاودنې ښکار شو چې په پايله کې يې پينځه پوځيان ووژل شول.

تر دې وړاندې، په کورمه کې د پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، مشال راډیو ته وویل چې د جون پر ۲۱مه په مزرینه کې پر مرغانو سړک لومړی د ماین پاکۍ چارو د سرتېرو ګاډی د سړک تر غاړې د ښخ بم چاودنې ښکار شو چې تر هغې سمدستي وروسته وسلوالو ډزې وکړې.

نوموړي زياته کړې وه چې د ډزو او بمي چاودنې په پايله کې څلور پوځيان ووژل شول او درې ژوبل شول. د هغه په وينا، ژوبل سرتېري د سدې روغتون ته لېږدول شوي دي.

تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د چاودنې ذمه واري منلې ده. دا په داسې حال کې ده چې هغې وسلوالې ډلې د جون له ۱۷مې څخه تر ۱۹مې پورې د لوی اختر په مناسبت یو اړخیز اوربند اعلان کړی وو.

په وروستیو کې په کورمه کې ناامني زیاته شوې چې پرضد یې ولسونو مظاهرې هم کړې دي.

د جون پر ۱۶مه په منځنۍ کورمه کې یو مساپر وړونکی ګاډی د سړک تر غاړې د ښخ بم چاودنې ښکار شو چې پکې د یوې کورنۍ څلور غړي ووژل او دوه ژوبل شول.

د هغې چاودنې ذمه واري چا نه وه منلې.

له یوې مودې راهیسې په کورمه کې بالعموم او په منځنۍ کورمه کې په ځانګړي ډول امنیتي وضع خرابه ده او هلته په بریدونو کې نه یوازې ولسي وګړي بلکې امنیتي سرتېري هم په نخښه شوي دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې په منځنۍ کورمه کې وسلوال ګرځي او حملې کوي او د کورمې شیعه او سني فعالانو د جون پر ۱۵مه د ناامنۍ پرضد له سدې څخه تر پاړه چیناره احتجاجي لاریون وکړ.

د پاکستان پوځ په منځنۍ کورمه کې څو ځلې د وسلوالو پرضد عملیات کړي دي.

ضلعي انتظامیې او د خیبر پښتونخوا حکومت په بیا بیا ویلي دي چې په کورمه کې امنیت ته ژمن دي.

د خیبر پښتونخوا مشر یا چیف سېکرټر ندیم اسلم چودري د جون پر ۱۱مه په پاړه چینار کې د ځايي مشرانو غونډې ته ویلي ول چې حکومت د امنیت په برخه کې خپل مسوولیت پوره کوي.

ده وویل، سیمې ته "ځینې خلک ورداخل" شوي دي، خو په وینا یې چې کله ولس متحد شي او د امنیتي ادارو ملاتړ وکړي نو د امن خرابولو هره هڅه ناکامولې شي.

د خیبر پښتونخوا هغه لوړپوړي بیوروکراټ دا و نه ویل چې کورمې ته څوک یا د کومې ډلې غړي ورغلي دي او په دې اړه یې نور معلومات ور نه کړل.

خو چودري زیاته کړه چې په سیمه کې له روانو حالاتو خبر دی او که څوک د امن خرابولو هڅه وکړي نو پر ضد به یې اقدامات کوي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG