د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاړه چنار کې پر مسافر وړونکو ګاډو د بریدونو ضد لاریون شوی دی


په کورمه کې په دې وروستیو کې د وسله والو له خوا پر مسافر وړونکو موټروبریدونه زیات شوي دي.
په کورمه کې په دې وروستیو کې د وسله والو له خوا پر مسافر وړونکو موټروبریدونه زیات شوي دي.

د خیبر پښتونخوا د کورمې په پاړه چنار کې پر مسافر وړونکو ګاډو د بریدونو خلاف د جون پر ۲۱مه احتجاجي لاريون شوی دی.

احتجاج کوونکو مشال راډيو ته وويل چې حکومت دې د فرقه ییز اختلافاتو پر اساس پر مسافر وړونکو ګاډو د ترسره کېدونکو بریدونو لړۍ ودروي.

د انجمن حسېنيه مشر جلال حسېن بنګش لاريون ته د وينا پر مهال له حکومته پوښتنه وکړه چې پر داسې بريدونو ولی خاموشه دي؟

په کورمه کې د ۲۰۲۳ز کال له اکتوبر میاشتې راهیسې پر مسافر وړونکو ګاډو په بریدونو کې شاوخوا ۳۳ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

هغه بریدونه زیاتره فرقه ییزه بڼه لري او د سیمې سني او شیعه مشرانو یې په بیا بیا له حکومته د مخنیوي او د بریدګرو د نیولو غوښتنې کړې دي.

په احتجاج کې شامل يو بل مشر اغا تجمل حسېن بيا په خپله وينا کې وويل چې سنيان او شيعه ګان دواړه په سيمه کې امن غواړي خو د ده په خبره ځینې ناوړه قوتونه هڅه کوي چې دوی په خپلو کې سره وجنګوي.

البته نوموړي زياته کړه چې دوي به د دې جنګ مخنيوي لپاره ټول کوششونه کوي.

احتجاج کونکي د لاسونو په پورته کولو سره په سیمه کې د امنیت غوښتنه کوي
احتجاج کونکي د لاسونو په پورته کولو سره په سیمه کې د امنیت غوښتنه کوي

دا په داسې حال کې ده چې د جون پر۲۰ مه په کواټ کې وسلوالو کورمې ته پر تلونکي یو مساپر وړونکي ګاډي برید وکړ چې پکې د ډرېور په ګډون دوه تنه ووژل شول او درې ژوبل شول.

تر دې مخکې هم په کورمه کې او هغې ضلعې ته پر ورتلونکو مساپر وړونکو ګاډو بریدونه شوي دي چې پرضد یې د سیمې اوسېدونکو احتجاجونه کړي دي.

د اپرېل پر اوومه وسلوالو په پاړه چينار کې له سدې څخه پر ورغلي يوه ګاډي په ډزو کې دوه مساپر وژلي او څلور نور يې ژوبل کړي ول.

چارواکي وايي چې پر ګاډو د بریدونو مخنیوي لپاره اقدامات کوي او د دې لپاره سرتېري د سیمې پر سړکونو ګزمې هم کوي.

د خیبر پښتونخوا مشر یا چیف سېکرټر ندیم اسلم چودري د جون پر ۱۱مه په پاړه چینار کې د ځايي مشرانو غونډې ته ویلي ول چې حکومت د امنیت په برخه کې خپل مسوولیت پوره کوي.

ده وویل، سیمې ته "ځینې خلک ورداخل" شوي دي، خو په وینا یې چې کله ولس متحد شي او د امنیتي ادارو ملاتړ وکړي نو د امن خرابولو هره هڅه ناکامولې شي.

د خیبر پښتونخوا هغه لوړپوړي بیوروکراټ دا و نه ویل چې کورمې ته څوک یا د کومې ډلې غړي ورغلي دي او په دې اړه یې نور معلومات ور نه کړل.

خو چودري زیاته کړه چې په سیمه کې له روانو حالاتو خبر دی او که څوک د امن خرابولو هڅه وکړي نو پر ضد به یې اقدامات کوي.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG