د لاسرسي ځای

تازه خبر

زيارت کې په ماين چاودنه کې د یو افسر په ګډون ۲ پوځيان وژل شوي، ۳ ژوبل دي


د بلوچستان په مرکز کوټه کې تر يوې بمي چاودنې وروسته امنيتي سرتېري ولاړ دي.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې تر يوې بمي چاودنې وروسته امنيتي سرتېري ولاړ دي.

د بلوچستان د زیارت ضلعې په مانګي سيمه کې د ځمکلاندې بم په چاودنه کې دوه پوځيان وژل شوي دي.

په کوټه کې يو لوړپوړي امنيتي چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې د نومبر پر ۱۴مه سرتېرو په مانګي سيمه کې ګزمه کوله چې ناڅاپه د ماين چاودنه ورباندې وشوه.

د هغه په وينا، په پېښه کې د سرحدي ځواکونو يو مېجر او يو حوالدار وژل شوی او درې سرتېري ژوبل شوي دي.

بلخوا د نومبر پر ۱۳مه شپې مهال له زيارت څخه د تښتول شويو دوو کسانو مړي د نومبر پر ۱۴مه سهار د هغې سيمې په يوه غره کې موندل شوي دي.

چارواکي زياتوي چې وژل شوي کسان د پنجاب صوبې دي.

د دواړو پېښو ذمه واري لا چا نه ده منلې خو تر دې وړاندې په تېرو وختونو کې د دا ډول زياترو پېښو ذمه واري بلوڅ بېلتونپالو وسلوالو ډلو منلې ده.

په بلوچستان کې په وروستيو کې د ناامنۍ پېښې زياتې شوې دي. د نومبر پر نهمه د کوټې د اورګاډو په تمځای کې په ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۲۶ کسان ووژل او له ۶۰ زيات ژوبل شول. چارواکي وايي چې د حملې له ښکار شویو څخه یې اکثر پوځیان ول.

د هغې حملې ذمه واري بلوڅ بېلتونپالې وسلوالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) منلې وه او ادعا یې کړې وه چې په هغه ځانمرګي برید کې یې د پاکستاني پوځ هغه سرتېري په نخښه کړي ول چې تر پوځي روزنې وروسته په جعفر اېکسپرېس نومې اورګاډي کې له کوټې ستنېدل.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG