د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې چاودنې یوشمېر سرتېرو ته مرګژوبله اړولې ده


په بولان کې سرتېري پر جعفر اېکسپرېس اورګاډي تر برید وروسته د پل جاج اخلي او یو سرتېری پهره کوي - د مارچ ۱۵مې انځور.
په بولان کې سرتېري پر جعفر اېکسپرېس اورګاډي تر برید وروسته د پل جاج اخلي او یو سرتېری پهره کوي - د مارچ ۱۵مې انځور.

چارواکي وايي، د بلوچستان په بلوڅ مېشته نوشکي کې د امنیتي ځواکونو پر قافلې په برید کې یوشمېر سرتېرو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د بلوچستان حکومتي ویاند شاهد رند مشال راډیو ته وویل چې چاودنه د مارچ پر ۱۶مه په نوشکي کې له مساپر لېږدوونکي بس سره نېږدې شوې ده چې پکې د مرګژوبلې اطلاعات دي.

نوموړي وویل چې د پېښې په اړه نور معلومات غونډوي او بیا به یې له رسنیو سره شریک کړي.

د پاکستان امنیتي سرچینې په برید کې د مرګژوبلې په اړه ضد و نقیض معلومات ورکوي.

په کوټه کې امنیتي سرچینو د مشال راډیو په ګډون نورو رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې په چاودنه کې د امنیتي ځواکونو د قافلې یو بس په نخښه شوی دی چې پکې د لومړنیو معلوماتو له مخې ۱۱ سرتېري وژل شوي او ۲۱ ژوبل دي.

بیان وايي، برید سهار مهال له سردار بهادر پوهنتون سره نېږدې شوی.

سرچینې زیاتوي چې ژوبل کسان او د وژل شویو مړي د هېلېکاپټرو او امبولانسونو په مرسته روغتونونو ته لېږدول کېږي.

خو د پاکستان د پوځ سرچینو رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې وسلوالو په نوشکي کې د اېف سي ځواک پر قافلې لومړی ځانمرګی برید وکړ خو په وینا یې چې امنیتي ځواکونو "سمدستي د ترهګرو پرضد ځوابي کاروايي" وکړه او "درې ترهګر" یې ووژل.

بیان وايي، په حمله کې د اېف سي ځواک درې سرتېري او دوه ولسي وګړي وژل شوي دي.

بېلتونپالې بلوڅ وسلوالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) د برید ذمه واري منلې ده او رسنیو ته یې په استولي بیان کې ویلي دي چې یو ځانمرګي بریدګر د امنیتي ځواکونو پر قافلې حمله وکړه چې پکې "یو بس بشپړ تباه" شو او بیا د هغې ډلې نورو وسلوالو په بل بس کې سپاره سرتېري هم ووژل.

بي اېل اې دعوه کوي چې په برید کې یې "تر ۹۰ پورې سرتېري وژلي" دي.

مشال راډیو په خپلواکه توګه د هغې ډلې د دعوې او ارقامو د کره والي تصدیق نه شي کولای.

په نوشکي کې دا پېښه تر هغې څو ورځې وروسته شوې چې بي اېل اې په بلوچستان کې پر مساپر لېږدوونکي اورګاډي حمله وکړه او پکې سپاره کسان یې یرغمل کړل.

بي اېل اې د مارچ پر ۱۴مه ادعا وکړه چې له جعفر اېکسپرېس نومي اورګاډي یې برمته کړي ټول ۲۱۴ امنیتي سرتېري او استخباراتي کارکوونکي وژلي دي.

هغې وسلوالې ډلې په بیان کې وویل، هغوی یې ځکه وژلي دي "پاکستاني ریاست ته یې د بندیانو تبادلې لپاره ورکړی وخت ختم" شو او اسلام اباد یې غوښتنه پوره نه کړه.

بلوچ لېبرېشن ارمي ویلي چې د مارچ پر ۱۱مه پر اورګاډي په برید او بیا یې له امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې د پینځو ځانمرګو په ګډون ۱۲ وسلوال وژل شوي دي.

خو د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو د څانګې مشر جنرال احمد شریف د مارچ پر ۱۴مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل چې په برید کې ۲۶ مساپر وژل شوي دي. "دا شمېره لوړېدلای هم شي هغه ځکه چې په خوشې شویو ۳۵۴ مساپرو کې ۳۷ ټپیان دي. په وژل شویو کې ۱۸ د پوځ او ملېشې عسکر دي. درې د اورګاډي چارو او نورو ادارو چارواکي او پاتې پینځه عام وګړي دي."

پوځ تر دې وړاندې د مارچ پر ۱۲مه په یو بیان کې ویلي ول چې د بلوچستان په بولان کې يې له محاصره شوي اورګاډي "ټول مساپر خوشې کړي" او ۳۳ مشکوک وسلوال يې وژلي دي. د پوځ په وینا، په هغو عملیاتو کې د اېف سي ځواک څلور سرتېري هم وژل شوي دي.

بي اېل اې د مارچ پر ۱۱مه له کوټې څخه د لاهور پر لاره پېښور ته تلونکی جعفر اېکسپرېس اورګاډی د بلوچستان په بولان کې محاصره کړ او دعوه يې وکړه چې تر ۲۰۰ زيات استخباراتي کارکوونکي او امنيتي سرتېري يې يرغمل کړي او د ښځو او ماشومانو په ګډون يې تر ۱۰۰ زيات ولسي وګړي خوشې کړي دي.

مشال راډیو په خپلواکه توګه د پوځ او د بلوچ لېبرېش ارمي دعوې او ارقام نه شي تاییدولای.


XS
SM
MD
LG