د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او طالبانو حکومتي ځواکونو ترمینځ په تازه نښته کې ۶ پاکستاني سرتېري او د خوست ۴ اوسېدونکي ژوبل شوي دي


دا د کورمې د شورکو سیمې انځور دی چې د خوست له ځاځي میدان ولسوالۍ سره لګېدلې او پکې نښتې شوې دي - د سېپټېمبر پینځمې انځور.
دا د کورمې د شورکو سیمې انځور دی چې د خوست له ځاځي میدان ولسوالۍ سره لګېدلې او پکې نښتې شوې دي - د سېپټېمبر پینځمې انځور.

د پاکستان او د طالبانو حکومتي سرتېرو ترمینځ یو ځل بیا د کورمې او خوست پر پوله نښته شوې ده چې پکې شپږ پاکستاني سرتېري او څلور افغان وګړي ژوبل شوي دي.

تر اوسه په نښته کې د طالبانو حکومتي سرتېرو ته د اوښتې مرګژوبلې په اړه معلومات نه شته او چارواکو یې هم په اړه څه نه دي ویلي.

د مليخېلو یو ولسي مشر حشمت علي مشال راډیو ته وویل چې تازه نښته پر داسې مهال شوې چې د سېپټېمبر پر اوومه د کورمې او د خوست د ځايي مشرانو او د طالبانو حکومتي چارواکو ترمینځ خبرې وشوې چې پکې پرېکړه وشوه چې د سېپټېمبر پر ۱۰مه به بیا سره کښېني چې هلته د پوستې جوړولو پر سر زېږېدلې لانجه هواره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د سېپټېمبر پر څلورمه هم حیدر زمان قلعې ته مخامخ په تربلکي کې د دواړو خواوو ځواکونو ترمینځ نښته وشوه چې تر نیمې شپې روانه وه او پکې دوه پاکستاني سرتېري برسېرن ژوبل شوي ول خو طالبانو خپلو حکومتي سرتېرو ته د اوښتې مرګژوبلې په اړه معلومات نه ول ورکړي.

تربلکی د افغانستان او پاکستان ترمینځ پر پوله پرته غرییزه سیمه ده چې د خوست د ځاځي میدان ولسوالۍ له پلوڅې سیمې سره لګېدلې ده.

د کورمې د پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازې نه لرلو له وجې د نوم نه خپرولو غوښتنه وکړه، مشال راډیو ته وویل چې تازه نښته د سېپټېمبر پر اوومه مازیګر پیل شوه چې د سېپټېمبر اتمې تر سهار پینځو پورې روانه وه او پکې دواړو خواوو سپکې او درنې وسلې وکارولې.

دی وايي چې په شورکو کې پر عبدالله خان پوسته د راکټي مرمۍ لګېدو له وجې شپږ پاکستاني امنیتي سرتېري ژوبل شول.

دی وايي چې په نښته کې له پولې سره نېږدې شاوخوا څلور کېلومیټره سیمه اغېزمنه شوې خو د کورمې ولسي وګړو ته پکې زیان نه دی رسېدلی.

د ډېورنډ له کرښې هغې خوا ته په خوست کې ځايي وګړو مشال راډیو ته وویل چې پر کورونو د پاکستانیو ځواکونو توغندیو لګېدو له وجې څلور تنه ژوبل شوي دي.

د کورمې د پولیسو چارواکي وویل چې پر پوله پر مذاکراتو سربېره د طالبانو حکومتي سرتېرو د پوستې جوړولو چارو ته دوام ورکړی دی.

دی زیاتوي چې تر اوسه معلومه نه ده چې نښته چا پیل کړې، خو سهار وختي ډزې ودرېدې.

د کورمې او خوست حکومتي چارواکو لا رسماً د نښتو او مذاکراتو په اړه څه نه دي ویلي.

د کورمې، خوست او پکتیا په سیمو کې د پاکستان او طالبانو د حکومتونو سرحدي سرتېرو ترمینځ نښتې او د تاوتریخوالي نورې پېښې شوې دي. د ۲۰۲۴ز کال په مې کې په ماڼو سیمه کې د ډېورنډ پر کرښه د اغزن تار د مرمت پر سر د دواړو لوریو د ځواکونو ترمینځ نښته شوې وه.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG