د خیبر پښتونخوا د جنوبي وزیرستان اوسېدونکي او سوداګر وایي، له تېرې یوې اوونۍ راهیسې یې په سیمه کې انټرنېټ نشته چې ورسره یې ژوند اغېزمن شوی دی.
د سیمې تاجرانو او ځایي خلکو د مې پر اوومه مشال راډیو ته وویل، له انټرنېټه د ګټې اخیستنې لپاره اوس نورو ځایونو ته ځي چې له کبله یې زیات وخت او پیسې مصرفېږي. دوی د مې پر اوومه د موبایل ټېلېفون انټرنېټ د درېیم او څلورم نسل یا درې او څلور جي اسانتیاوو د بحالولو په موخه په مکین، سره روغې، کوټکي او خیسور کې لاریونونه وکړل او بازارونه یې د احتجاج په توګه تړلي ول.
د مکین بازار د سوداګرو د اتحادیې مشر ریاض مسید وایي، د سیمې کاروبارونه ۹۵ سلنه د انټرنېټ له لارې کېږي. ''یو خو انټرنېټ له دنیا سره د رابطې ذریعه ده بل زموږ زیاتره کاروبارونه له انلاین سېسټم سره تړلي دي. اوس زیاتره خلک د انټرنېټ لپاره رزمک ته درومي. له یو طرفه ۱۵۰ روپۍ کرایه ده. په وټس ایپ د میسېجونو (پیغامونو) لېږدولو لپاره خلک هلته ځي.''
د نړۍ په پرمختللیو هېوادونو کې خلکو له ۱۹۹۰ز کال څخه تر ۲۰۰۰ز کال پورې له انټرنېټه ګټه اخیستنه پیل کړې وه، خو په پاکستان کې خلکو د ۲۱مې پېړۍ په لومړیو کلونو کې یوازې په ښارونو کې انټرنېټ ته لاسرسی پیدا کړ.
له ۲۰۱۰ز کال راهیسې، د ځیرمنو ټېلېفونونو (سمارټ فونونو)، د ټولنیزو شبکو له جوړېدو او پراخېدو او د نویو اپليکېشنونو له جوړېدو سره د انټرنېټ استعمال خورا زیات شو او د پاکستان د موبایل ټېلېفون شرکتونو خپل خدمات تر قبایلو هم وغځول.
د جنوبي وزیرستان او نورو قبایلو ضلعو زیاتره اوسېدونکي انټرنېټ له یو بل سره د ورځنیو او کاروباري اړیکو لپاره کاروي. داراز، هغوی د پیسو د لېږد او ترلاسه کولو لپاره هم انټرنېټ کاروي.
د کوټکي سیمې رحمت شاه مسید وایي، زیاتره خلکو ته یې خپلوان د پاکستان له نورو برخو او یا هم له نورو هېوادونو پیسې استوي، خو د انټرنېټ د نه شتوالي له وجې د هغوی کلیوال ټانک او یا ډېره اسماعیل خان ته ځي. ''که څوک مساپر خپلوانو ته پیسې ولېږدوي نو د ایزي پیسه (د پیسو لېږد موبایل ټېلېفوني نظام) له لارې د پیسو اخیستو لپاره نورو ځایونو ته ځو او ۳،۰۰۰ یا ۴،۰۰۰ زره روپۍ کرایه ورپسې لګوو. د درې جي او څلور جي په بندلو امن کله راځي؟ خو دوی په دې طریقه عوام په تیاره کې ساتل غواړي.''
د سره روغې تحصیل د بلدیاتي ادارې د کلیوالې شورا چېرمېن اسحاق مسید وایي، په وزیرستان کې په بیا بیا انټرنېټ قطع کېږي او چارواکي ورته وایي چې دا کار د امنیت د بحالۍ په موخه کوي. ''[امنیت] خو په ټول پاکستان کې نه شته، [حکومت] کله هم په اسلام اباد، راولپېنډۍ او په نورو ځایونو کې انټرنېټ بند نه کړ. دا رویه یوازې له وزیرستانیانو سره کېږي.''
موږ په دې اړه د سیمې له انتظامي مشر اشفاق خان او د هغه له مرستیال نېک محمد سره رابطه وکړه خو په خبرو ورسره و نه توانېدو. البته، امنیتي او انتظامي چارواکو تر دې مخکې په بیا بیا ویلي دي چې د وسلوالو پرضد د عملیاتو او داراز، د وسلوالو د فعالیتونو مخنیوي لپاره د لنډې مودې لپاره موبایل ټېلېفون انټرنېټ تړل اړین دي. چارواکو تر دې مخکې د خلکو تر احتجاجونو وروسته ژمنه کړې چې هڅه کوي چې انټرنېټي خدمات په دوامداره ډول برقرار وساتي.