د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات: ټرافیکي پېښه کې ۳ تنه وژل شوي، ۱۸ ژوبل دي


د کبل په روغتون کې روغتیاپالان د یوې ژوبلې ښځې درملنې پر مهال - د نومبر پینځمې انځور.
د کبل په روغتون کې روغتیاپالان د یوې ژوبلې ښځې درملنې پر مهال - د نومبر پینځمې انځور.

د سوات په کبل تحصیل کې په ټرافیکي پېښه کې د یو ماشوم په ګډون درې تنه وژل شوي او ۱۸ ژوبل دي.

په کبل کې د ژغورنې او مرستندویه چارو ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) مشر وقار خان مشال راډیو ته وویل چې مساپر وړونکی فلاینګ کوچ د نومبر پر پینځمه سهار مهال له یوه کلي څخه د کبل پر لوري روان وو چې برېک یې خراب شو او کندې ته پرېوت.

دی وايي، په پېښه کې ماشوم او بل کس پر هم هغه ځای مړه شوي ول او یو کس په روغتون کې سا ورکړه.

د چارواکي په خبره، ژوبل کسان، چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي، د کبل او سیدو شریف روغتونونو ته لېږدولي دي چې ورڅخه یې د دوو روغتیايي حالت خراب دی.

په پاکستان کې وخت په وخت په ټرافیکي پېښو کې خلکو ته مرګژوبله اوړي. په هغه هېواد کې ټرافیکي پېښې اکثر د ډرېورانو بې احتیاطۍ، د قوانینو نه عملي کېدو، د سړکونو خرابوالي او همداراز پر ټاکلي وخت د ګاډو مرمت او معاینې نه کولو له وجې کېږي چې پکې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

د اکتوبر پر ۱۲مه په سوات کې د ورا (جنج) یو ګاډی ژورې کندې ته پرېوتی وو چې پکې سپاره لږترلږه ۲۵ تنه ژوبل شوي ول.

د سېپټېمبر پر ۲۲مه د بلوچستان په بېلابېلو برخو کې په ټرافیکي پېښو کې لږترلږه ۱۱ کسان ووژل او ۲۵ ژوبل شول.

د اګست پر ۲۰مه په پنجاب کې په یوه ټرافیکي پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۸ تنه ووژل او ۱۵ ژوبل شوي ول. هغه مهال له کراچۍ څخه اسلام اباد ته روان یو مساپر وړونکی بس د فیصل اباد پر لویه لاره (موټروې) له پېنډي بټیا سره نېږدې له یوه پېک اپ ګاډي سره ټکر کړی وو چې تر هغې وروسته په بس اور لګېدلی وو.

دا راز د جولای پر ۲۸مه په ګلګت کې یو ګاډی کندې ته پرېوتی وو چې پکې اته کسان وژل شوي او نهه نور ژوبل شوي ول. هغه ګاډی له پنجابه ګلګت ته روان وو چې له بابوسر ټاپ سره نېږدې ژورې کندې ته پرېوتی وو او پکې اور لګېدلی وو. تر دې شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د جولای پر ۱۶مه په هم هغه سیمه کې د مساپرو یو بس کندې ته پرېوت چې پکې پینځه تنه وژل شوي او ۱۳ ژوبل شوي ول.

د جون په پای کې د اختر پر دویمه ورځ په ټرافیکي پېښو کې دوه تنه ووژل شول. تر دې مخکې د جون پر ۱۷مه د پنجاب له کلرکهار سره نېږدې د بس چپه کېدو په پېښه کې لږترلږه ۱۲ تنه ووژل او ۱۳ ژوبل شول.

پاکستان کې پخوانۍ ټرافیکي پېښې

د اپرېل پر ۲۴مه په سوات کې د دوو ګاډو په ټکر کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۴ تنه ژوبل شوي ول. تر دې څه د پاسه یوه اوونۍ مخکې د اپرېل پر ۱۵مه د بلوچستان په خضدار کې د پولیسو د یو ګاډي او مال وړونکې لارۍ ترمینځ په ټکر کې د پینځو پولیسو په ګډون شپږ تنه وژل شوي ول.

د مارچ پر ۱۱مه د پنجاب په ډېره غازي خان کې یوه نهر ته د ټریکټر ټرالۍ پرېوتو په پېښه کې ۱۰ تنه وژل شوي ول.

د فبرورۍ پر ۲۵مه د پنجاب په رحیم یار خان کې د یوه موټر د ټایر پرې کېدو او بیا له مساپر وړونکي بس سره په ټکر کې لږترلږه ۱۳ کسان وژل شوي او ۲۰ ټپي شوي ول.

د ۲۰۲۳ز کال د فبرورۍ پر اوومه د خيبر پښتونخوا د بر کوهستان په شتیال سیمه کې په یوه ټرافیکي پېښه کې ۲۵ کسان ووژل شول. هغه مهال چارواکو ویلي ول چې مرګژوبله پر قراقرم لويه لاره د یو مساپر وړونکي بس له یو وړکي موټر سره د جنګېدو له کبله شوې وه.

تر دې پینځه ورځې مخکې په کواټ کې یو مساپر وړونکی فلاینګ کوچ (های اېس) ګاډی له بار وړونکې لارۍ سره وجنګېد چې پکې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۸ کسان ووژل شول. هغه پېښه د فبرورۍ پر دویمه له کواټ سرنګ سره نېږدې شوې وه چې پولیسو یې لامل د لارۍ د ډرېور بې احتیاطي بللی وو.

داراز، د جنورۍ پر ۲۹مه د بلوچستان په لسبېله کې يوې کندې ته د يو مساپر وړونکي بس پرېوتو او وروسته پکې د اور لګېدو په پېښه کې د درو ماشومانو په ګډون ۴۱ کسان وژل شوي ول. د جنورۍ پر ۱۱مه د بلوچستان د پښتون مېشتې ضلعې پښین له خانوزیو سره نېږدې په ګوال سیمه کې په يوه ټرافیکي پېښه کې پینځه کسان وژل شوي او یو ژوبل شوی وو. د جنورۍ پر اتمه د بلوچستان په کلا سیف الله کې د یو مساپر وړونکي بس او ټرک په ټکر کې لږترلږه شپږ کسان ووژل او ۲۸ ژوبل شول.

د ۲۰۲۲ز کال د ډېسېمبر پر څلورمه د خیبر په تورخم کې یو بار وړونکې لارې له ګاډو سره وجنګېده چې پکې دوه تنه ووژل او اووه ژوبل شول. تر دې مخکې په نومبر کې د سیند صوبې په سېهون کې یوې کندې ته د مساپرو د بس پرېوتو په پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۰ کسان ووژل شول او ۱۳ ټپي شول.

د ۲۰۲۲ز کال د اکتوبر پر ۱۸مه د خیبر پښتونخوا په کورمه کې په دوو ټرافیکي پېښو کې ۲۹ زده کوونکي ژوبل شوي ول. تر دې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې د اکتوبر پر ۱۲مه شپې ناوخته د کراچۍ او حیدراباد ترمینځ په نوري اباد سیمه کې په بس کې د اورلګېدو له وجې ۱۸ مساپر مړه شوي ول.

د هم هغه کال په اګست کې د پاکستان تر انتظام لاندې کشمیر کې د امنیتي ځواکونو یو ګاډی خوړ ته پرېوت چې پکې نهه سرتېري ووژل شول. تر دې مخکې، په جولای کې د خیبر پښتونخوا په سوات او ډېره اسماعیل خان کې په دوو ټرافیکي پېښو کې ۱۳ کسان وژل شوي او ۱۶ ټپي شوي ول. تر دې ۱۰ ورځې مخکې د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې په ټرافیکي پېښه کې ۲۰ کسان ووژل او نهه کسان ژوبل شول.

د ۲۰۲۲ز کال د جون پر اتمه نېټه هم د کلا سیف الله په اخترزیو سیمه کې په یو ټرافیکي پېښه کې لږترلږه ۲۲ کسان وژل شوي چې پکې نهه تنه د یوې کورنۍ وو. د مې ۱۲مې پر سهار د پنجاب د حافظ اباد په کوټ لدا کې دوه مساپر وړونکي ګاډي له یو بل سره وجنګېدل چې پکې د یوې کورنۍ د ۱۱ غړو په ګډون۱۲ کسان ووژل شول.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG