د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې په حملو کې ۲ تنه وژل شوي، ۲ ژوبل دي


چارواکي وايي دواړه بریدونه په میرلي کې شوي دي.
چارواکي وايي دواړه بریدونه په میرلي کې شوي دي.

د شمالي وزیرستان په میرلي کې په دوو جلا بریدونو کې دوه تنه وژل شوي او دوه ژوبل دي.

د میرلي تاڼې یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو د اګست پر ۱۵مه په تپي کې پر یوې کورنۍ ډزې وکړې چې پکې یو کس ووژل شو او د هغه مور او پلار ژوبل شول.

ځايي خلکو مشال راډیو ته وویل چې هغه سړي خپل مور او پلار د درملنې لپاره پېښور ته روان کړي ول چې وسلوالو ورباندې حمله وکړي.

د پولیسو چارواکی وايي چې د اګست پر ۱۵مه دویم برید په میرلي کې د اتمانزیو د روانې جرګې له ځای سره نېږدې شوی دی چې پکې یو کس وژل شوی دی.

د دواړو حملو ذمه واري لا چا نه ده منلې خو پولیس زیاتوي چې د "ناپېژندلیو وسلوالو" پرضد یې مقدمې دایرې کړې دي او پلټنې روانې دي.

په شمالي وزیرستان کې تازه پېښې پر داسې مهال شوې دي چې د اتمانزيو جرګې حکومت ته د اګست تر ۱۵مې وخت ورکړی چې که يې د امنیت ورکولو په اړه ورسره کړې خپله ژمنه پوره نه کړه نو دوی به د ګیس پایپلاین (نلليکه) وباسي. خو د ميرلي د موسکي او حسوخېلو مشران د ګیس نللیکې د ايستلو په اړه د اتمانزيو جرګې له پرېکړې سره موافق نه دي.

په همدې حال کې یو ځايي چارواکي مشال راډیو ته ویلي چې د اتمانزیو جرګې ته یې ډاډ ورکړی چې د امنیت ټینګښت پوره هڅه کوي، خو زیاته یې کړه چې دا کار په یوه ورځ کې نه شي کېدای.

د پاکستان حکومت او پوځ هم په بیا بیا ویلي چې په سیمه کې د امن پر ځای کولو لپاره يې د وسلوالو پرضد هدفي کاروايانو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG