د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارواکو په شمالي او جنوبي وزیرستانونو کې د ۸ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې


یو پوځي له میرامشا سره نېږدې په غره کې د پهرې پر مهال - پخوانی انځور.
یو پوځي له میرامشا سره نېږدې په غره کې د پهرې پر مهال - پخوانی انځور.

د پاکستان پوځ په شمالي او جنوبي وزیرستانونو کې د اتو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده. په عین حال کې په شمالي وزیرستان کې وسلوالو د میرامشا پر چاوڼۍ راکټي برید کړی دی چې پکې دوه عسکر ټپیان شوي دي.

د شمالي وزیرستان ضلعي انتظامیې او امنیتي چارواکو د سېپتېمبر پر لومړۍ مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو د اګست پر ۳۱مه شپې مهال له غره څخه پر میرامشا چاوڼۍ راکټي حمله وکړه چې پکې دوه سرتېري ژوبل شول.

پر چاوڼۍ د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

امنیتي چارواکو د نوم نه ښوولو په شرط ویلي چې پوځ د استخباراتي معلوماتو پر اساس د هغې ضلعې په رزمک کې عملیات کړي چې پکې پینځه مشکوک وسلوال وژل شوي دي.

چارواکي دا اراز وايي چې د اګست پر ۳۱مه د جنوبي وزیرستان په تیارزه کې د امنیتي سرتېرو او وسلوالو ترمینځ نښته شوې چې پکې درې مشکوک وسلوال وژل شوي دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې په پېښه کې پوځیانو ته هم مرګژوبله اوښتې چې نېږدی روغتون ته لېږدول شوي خو کره شمېر یې معلوم نه دی. چارواکو سرتېرو ته د مرګژوبلې اوښتو په اړه څه نه دي ویلي.

چارواکو دا نه دي ویلي چې په شمالي او جنوبي وزیرستانونو کې د کومې ډلې وسلوال وژل شوي دي.

تر اوسه پورې کومې وسلوالې ډلې هم د امنیتي او انتظامي چارواکو د دعوو په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې له یوې مودې راهیسې د شمالي او جنوبي وزیرستانونو په ګډون په خیبر پښتونخوا کې ناامنۍ زیاتې شوې دي چې پرضد یې پراخې مظاهرې او جرګې شوې دي.

خو د پاکستان حکومت او امنیتي ځواکونه وايي چې د امنیت ټینګښت لپاره یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی او پکې وخت په وخت وسلوالو ته د مرګژوبلې اړولو دعوې کوي.

XS
SM
MD
LG