د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا حکومت بودیجه کې پاکستان ته د ۱۰۱ مېلیونه ډالرو مرستې ورکولو غوښتنه کړې


د امریکا د کانګرس د ودانۍ پخوانی انځور.
د امریکا د کانګرس د ودانۍ پخوانی انځور.

د جنوبي او مرکزي اسیا چارو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډانلډ لو وايي چې د ولسمشر جو بایډن حکومت د ۲۰۲۵ز مالي کال په بودیجه کې له کانګرسه په پاکستان کې د ترهګرۍ پرضد د جګړې او په هغه هېواد کې د اقتصادي ثبات او د جمهوریت او بشري حقونو د ملاتړ لپاره د ۱۰۱ مېلیونه ډالرو بېلولو غوښتنه کړې ده.

نوموړي د جولای پر ۲۳مه د امریکا د کانګرس د استازو جرګې د بهرنیو چارو کمېټۍ غونډې ته وویل چې د امریکا حکومت د هند او ارام بحر په سیمه کې د خپلو اهدافو ترلاسه کولو لپاره په جنوبي اسیا کې اضافي وسایل کارول غواړي.

ډانلډ لو وویل چې جو بایډن د ۲۰۲۵ز مالي کال په بودیجه کې د جنوبي اسیا لپاره د ۵۸۰ مېلیونه ډالرو بېلولو غوښتنه کړې ده چې د ۲۰۲۳ز مالي کال پرتله ۴.۸ سلنه زیاتې دي.

ده وویل، واشنګټن له هغو څخه ۱۰۱ مېلیونه ډالر په پاکستان کې د جمهوریت او مدني ټولنې پیاوړتیا، د ترهګرۍ او سختدریځۍ پرضد د مبارزې، د اقتصادي اصلاحاتو او پر چین د هغه هېواد د اتکا (انحصار) مخنیوي لپاره لګول غواړي.

په امریکا کې حکومت د هر مالي کال د بودیجې قانوني مسوده تیاروي چې هغه بیا د کانګرس منظورۍ ته اړتیا لري.

د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ډانلډ لو دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د امریکا د استازو جرګې د جون پر ۲۵مه نېټه په "پاکستان کې د جمهوریت او بشري حقونو ملاتړ" تر سرلیک لاندې په منظور کړي پرېکړه ليک کې پر ولسمشر جو بایډن غږ کړی وو چې له پاکستان سره دې د ولسواکۍ، بشري حقونو او د قانون د واکمنۍ په پر ځای کولو کې ګډه همکاري وکړي.

د دې په غبرګون کې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د جون پر ۲۶مه په بیان کې ویلي ول چې هغه قرارداد د دواړو هېوادونو د اړیکو لپاره تعمیري نه دی.

تر دې وروسته د جون پر ۲۸مه د پاکستان قامي اسمبلۍ یو پرېکړه لیک منظور کړ چې پکې یې استازو جرګې پر قرارداد اندېښنه ښکاره کړه.

دا په داسې حال کې ده چې د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) کاري ډلې د جولای پر ۱۲مه پاکستان ته د د اووه اربه ډالرو د پور ورکولو موافقه وکړه.

ای اېم اېف په بیان کې وویل چې د هغه ۳۷ میاشتني پور پروګرام وروستۍ منظوري د هغې ادارې د اجراییوي ډلې یا بورډ تایید ته اړتیا لري.

پاکستان له ۲۰۱۹ کال راهیسې له لوی اقتصادي بحران سره مخامخ دی او پر هم هغه کال یې د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) سره د شپږ اربه ډالرو د پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو.

تر دې وروسته حکومت له ای اېم اېف سره د درې اربه ډالرو د پور بله موافقه وکړه چې له مخې یې له هغې ادارې اجراییوي ډلې د ۲۰۲۳ کال د جولای پر ۱۲مه پاکستان ته د درې اربه ډالرو نهه میاشتنی پروګرام تایید کړ او ورسره سم یې ورته د پور لومړی قسط، چې ۱.۲ اربه ډالر جوړېده، ورکړ.

ای اېم اېف د ۲۰۲۴ز کال په جنورۍ کې پاکستان ته د څه باندې ۷۰۵ مېليونه ډالرو پور دويم او د اپرېل په پای کې یې د پور وروستی قسط، چې ۱.۱ اربه ډالر جوړېدل، ورکړ.

XS
SM
MD
LG