د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اتمانزیو جرګې شمالي وزیرستان کې د ګیس نللیکې یوه برخه پرې کړې ده


د اتمانزیو جرګې مشران په شمالي وزیرستان کې د غونډې پر مهال - پخوانی انځور.
د اتمانزیو جرګې مشران په شمالي وزیرستان کې د غونډې پر مهال - پخوانی انځور.

د شمالي وزیرستان په میرلي کې د اتمانزيو جرګې د پاکستان نورو سیمو ته د ګیس لېږدولو نللیکې (پایپلاین) یوه برخه پرې کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د اتمانزیو د جرګې مشر ملک نصر الله د اګست پر ۱۴مه حکومت ته د یوې ورځې وخت ورکړ او و یې ویل چې که د امنیت ورکولو په اړه خپله ژمنه پوره نه کړي نو نللیکه باسي.

خو د ميرلي د موسکي او حسوخېلو مشران د ګیس نللیکې د ايستلو په اړه د اتمانزيو جرګې له پرېکړې سره موافق نه دي.

د اتمانزیو جرګې ویاند مولانا بیت الله د اګست پر ۱۵مه په میرلي کې ورغونډو شویو خلکو ته په وینا کې وویل چې د مشینونو نه لرلو له وجې د ټول پایپلاین په ایستلو په و نه توانېدل خو یوه برخه یې پرې کړې ده.

ده زیاته کړه چې د امنیت او د ضلعې پر وسایلو د خلکو د حق تر غوښتنو منل کېدو پورې احتجاجي غونډو او ناستو ته دوام ورکوي.

د شمالي وزيرستان ضلعي انتظاميې لا رسماً د جرګې د غوښتنو او د ګیس نللیکې د پرې کولو په اړه څه نه دې ويلي.

خو ضلعي چارواکو، چې له رسنيو سره يې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته وویل چې له جرګې سره یې څو ورځې وړاندې مذاکرات کړي ول او د اګست پر ۱۵مه یې هم ورسره ولیدل.

دوی وايي، د جرګې مشرانو ته یې ډاډ ورکړ چې د امنیت ټینګښت ته ژمن دي او په دې لړ کې یې هڅو ته دوام ورکړی دی. خو د اتمانزیو جرګې مشران وايي چې حکومت دې د ژمنو پر ځای عملي اقدامات وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې له یوې مودې راهیسې په شمالي وزیرستان کې ناامني زیاته شوې او د اګست پر ۱۵مه په میرلي کې په دوو بریدونو کې دوه تنه ووژل او دوه ژوبل شول.

له دې سره په شمالي وزیرستان کې سږ کال د هدفي حملو شمېر ۳۱ ته رسېدلی دی.

د اتمانزيو جرګې تر دې وړاندې هم په وار وار احتجاجونه کړي او د سیمې د امنیت پر ځای کول، د هدفي وژنو مخنيوی، د عملياتو پر مهال د ولسي وګړو نه ځورول او نه ګرفتارول او د ۲۰۱۴ز کال د پوځي عملیاتو او ناامنیو پر مهال د ميرامشا د ړنګ شوي بازار دوکاندارانو ته د تاوان ورکولو غوښتنې يې کړې دي.

بلخوا د پاکستان حکومت او پوځ هم په بیا بیا ویلي چې په سیمه کې د امن پر ځای کولو لپاره يې د وسلوالو پرضد هدفي کاروايانو ته دوام ورکړی دی.

د پاکستان حکومت د جون پر ۲۲مه د ترهګرۍ پرضد د "عزم استحکام" په نوم د پوځي عملیاتو اعلان وکړ. پوځ او حکومت پوځ دريځ لري چې د ناامنۍ ختمولو لپاره هغه عملیات اړین دی خو د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې د هغو عملیاتو ضد احتجاجونه شوي دي او خلک وایي چې تر دې وړاندې هم هلته پوځي عملیات شوي دي خو نه یوازې خلکو ته پکې زیانونه رسېدلي بلکې امنیت هم نه دی ټینګ شوی.

XS
SM
MD
LG