د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اتمانزیو جرګه وايي که څوک د عملیاتو له وجې کډه وکړي نو جرمانه ترې اخلي


اتمانزیو په ۲۰۲۳ز کال کې هم په سیمه کې د امن او نورو ستونزو په اړه جرګې او احتجاجونه کړي ول ـ پخوانی انځور.
اتمانزیو په ۲۰۲۳ز کال کې هم په سیمه کې د امن او نورو ستونزو په اړه جرګې او احتجاجونه کړي ول ـ پخوانی انځور.

په شمالي وزیرستان کې د اتمانزیو جرګې مشرانو پرېکړه کړې ده چې که حکومت په سیمه کې نوي پوځي عملیات کوي نو دوی به هېڅکله سیمه خالي نه کړي.

د جرګې ګډونوالو د جولای پر اوومه په میرامشا کې وویل چې که څوک کډه وکړي نو جرمانه به ترې اخلي او بېرته به یې سیمې ته ستنېدو ته نه پرېږدي.

د جرګې مشرانو وویل چې په ۲۰۱۴ز کال کې هم خلکو د عملیاتو له وجې کورونه او کاروبارونه پرېښي ول خو ناامني ختمه نه شوه بلکې په تېرو کلونو کې لا زیاته شوې ده.

د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ز کال کې په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نامه عملیات کړي ول او شاوخوا دوه کاله وروسته یې دعوه وکړه چې سیمه یې له وسلوالو پاکه کړې ده.

په ۲۰۱۶ز کال کې چې لکونه بې کوره خلک سیمې ته ستانه شول نو تر څه وخت پورې امن وو خو د ۲۰۱۸ز په وروستیو کې پکې هدفي او نورې حملې پیل شوې چې له ۲۰۲۲ز کال راهیسې لا زیاتې شوې دي.

پوځ او حکومت وایي په سیمه کې د امنیت ټینګښت ته ژمن دي او د دې لپاره په سیمه کې هدفي عملیات هم کوي.

د اتمانزیو مشرانو وویل، ولس د عملیاتو ملاتړ نه کوي او د سیمې خلک په "هېڅ صورت" ورته تیار نه دي.

جرګې ته د اتمانزیو د ۳۰ کسیزې کمېټې یو مشر ملک جان فراز وزیر وویل چې د "ضرب عضب" عملیاتو کې یې تاوانونه وګالل او لا هم ګڼې کورنۍ خپلو کلیو ته نه دي ستنې شوي. "نن ټولو اتمانزیو پرېکړه وکړه چې نوي عملیات نه مني، نه کورونه خالي کوي، نه به څوک کډه وکړي. مخکې چې عملیاتو کې کوم تاوانونه ورته رسېدلي، حکومت ورسره هغه ژمنې نه دي پوره کړې. کډوال یې لا هم نه دي ستانه شوي، هېڅ امن ټینګ نه شو، نن ناامني نوره هم زیاته شوې."

اتمانزیو جرګې د تېر کال په اوړي کې په رزمک کې غونډې پیل کړې وې چې بیا د شمالي وزیرستان نورو سیمو ته وغځېدې. د جرګې ګډونوالو په سیمه کې د امنیت ټینګښت غوښتنه کوله.

جرګې هغه مهال ځینې کسان په دې جرمانه کړي ول چې له پوځي چارواکو سره ملاقونه کړي ول.

د اتمانزیو وروستۍ جرګه په داسې حال کې شوې چې د جون پر ۲۲مه د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف په مشرۍ د لوړپوړې کمېټۍ په غونډه کې پرېکړه شوې وه چې د "ترهګرۍ او سختدريځۍ" پرضد به د "عزم استحکام" په نوم عملیات کوي.

د اطلاعاتي او خپرونو چارو وزارت د جون پر ۲۳مه په بیان کې وویل چې حکومت د ترهګرۍ پرضد د ملي کیمپېن په ترڅ کې د "ټولنیزو او اقتصادي اقداماتو" له لارې د "خلکو د حقیقي یا اصلي اندېښنو د ځوابولو او د سختدریځو رجحاناتو د مخنیوي" لپاره د سازګار چاپېریال ایجادولو پرېکړه کړې ده.

تر هغې وروسته اکثرو حکومت مخالفه ګوندونو او قبايلي مشرانو د عملیاتو مخالفت وکړ او دا يې د ولس په زيان وبلل. د عملیاتو د اعلان پر ضد په پېښور، سوات، خیبر، اورکزیو، وزیرستانونو او د خیبر پښتونخوا په نورو سیمو کې احتجاجونه شوي دي.

د جون پر ۲۴مه د وزيراعظم دفتر په یو بیان کې وويل چې نوي عمليات د پخوانيو په څېر نه دي او دا ځل به پر دومره پراخ کچ جنګ نه کېږي چې خلک بې کوره شي.

داراز، د پاکستان پوځ د ترهګرۍ پرضد د عزم استحکام په نوم عملیات مهم بللي دي.

د پوځ مطبوعاتي څانګې (ای اېس پي ار) د جولای پر پینځمه په یو خبرپاڼه کې ویلي چې د عزم استحکام په نوم عمليات د تلپاتې ثبات او معاشي خوشالۍ لپاره اړین دي.

پوځ په بیان کې پر عملیاتو نیوکې بې جوازه بللې دي او ورباندې یې اندېښنه ښوولې ده.

XS
SM
MD
LG