د لاسرسي ځای

تازه خبر

اتمانزيو جرګې د "امنيت نه ټينګولو" په غبرګون ګې د ګیس نلليکې د ايستلو دړکه کړې


د اتمانزيو مشران په مشالي وزيرستان کې د يوې جرګې پر مهال ـ پخوانی انځور
د اتمانزيو مشران په مشالي وزيرستان کې د يوې جرګې پر مهال ـ پخوانی انځور

په شمالي وزیرستان کې د اتمانزيو جرګې حکومت ته د اګست تر ۱۵مې وخت ورکړی چې که يې د امنیت ورکولو په اړه ورسره کړې خپله ژمنه پوره نه کړه نو دوی به د ګیس پایپلاین (نلليکه) وباسي.

د اګست پر ۱۴مه د اتمانزيو جرګې مشر ملک نصرالله اعلان وکړ چې د اګست پر ۱۵مه خلک ورغونډوي چې د احتجاج په توګه له شمالي وزیرستان څخه تېرېدونکی د ګیس پایپلاین وباسي.

خو د ميرلي د موسکي او حسوخېلو مشران د ګیس نللیکې د ايستلو په اړه د اتمانزيو جرګې له پرېکړې سره موافق نه دي.

د موسکي سيمې یو مشر ملک سعود خان د اګست پر ۱۴مه مشال راډيو ته وويل چې د جرګې مشران دې د ګیس پایپلاین پرځای د امن لپاره بل کوم عملي اقدام وکړي.

دا تر هغې وروسته ده چې د اتمانزيو جرګې د اګست پر ۱۴مه د پاکستان جوړېدو د ۷۷مې کليزې پر مهال په شمالي وزيرستان کې کاربنديز اعلان کړی وو او احتجاجاً یې "توره ورځ" ولمانځله.

د اتمانزیو جرګې مشرانو د اګست پر ۱۳مه په ميرلي کې د امن پاڅون ګډونوالو ته وويل چې د دوی پر بيا بيا غوښتنو سربېره هم حکومت ورسره د امن پر ځای کولو ژمنه نه ده پوره کړې نو ځکه يې په احتجاج لاس پورې کړی دی.

د شمالي وزيرستان ضلعي انتظاميې په رسمي توګه د جرګې د تورونو او د ګیس نللیکې د ایستلو د ممکنه اقدام په اړه لا څه نه دې ويلي، البته يوه ځايی چارواکي، چې له رسنيو سره يې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته وویل چې له جرګې سره یې څو ورځې وړاندې مذاکرات کړي ول او ورته يې ډاډ ورکړی وو چې د امنیت ټینګښت پوره هڅه کوي خو زیاته یې کړه چې دا کار په یوه ورځ کې نه شي کېدای.

د اتمانزيو جرګې تر دې وړاندې هم په وار وار احتجاجونه کړي او د سیمې د امنیت پر ځای کول، د هدفي وژنو مخنيوی، د عملياتو پر مهال د ولسي وګړو نه ځورول او نه ګرفتارول او د ۲۰۱۴ز کال د پوځي عملیاتو او ناامنیو پر مهال د ميرامشا د ړنګ شوي بازار دوکاندارانو ته د تاوان ورکولو غوښتنې يې کړې دي.

بلخوا د پاکستان حکومت او پوځ هم په بیا بیا ویلي چې په سیمه کې د امن پر ځای کولو لپاره يې د وسلوالو پرضد هدفي کاروايانو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG