ټاکل شوې چې د پاکستان د وزیراعظم د ملي امنیت سلاکار معید یوسف په مشرۍ یو پلاوی کابل ته ولاړ شي.
دا پرېکړه د افغانستان لپاره د پاکستان د وزارتونو د همغږۍ دفتر د جنورۍ پر شپږمه په یوه غونډه کې کړې چې مشري یې د قامي اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر کوله.
تر غونډې وروسته د قامي اسمبلۍ پر ووبپاڼه په بیان کې راغلي چې معید یوسف پاکستاني چارواکي له افغان ولس سره د بشري مرستو په برخه کې د اسانتیاوو پیدا کولو لپاره له شویو اقداماتو خبر کړل.
بیان وايي، نوموړي د اسمبلۍ سپیکر ته وویل چې د اسلام اباد له لوري له افغانستان سره د پینځه اربه روپیو په مرستو کې خواړه، دواګانې، د ژمي لپاره سامانونه او خیمې شاملې وې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د ۲۰۲۱ز کال په اکتوبر کې کابل ته د خپل سفر پر مهال له افغانستان سره د پینځه اربه روپیو د بشري مرستو اعلان کړی وو.
دا په داسې حال کې ده چې ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې مېلیونونه خلک په سخت ژمي کې له قحطۍ سره مخامخ دي. د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر په نیمايي کې ویلي ول چې ۹۸ سلنه افغانان کافي خواړه نه لري او لوږه تر شاوخوا ټولو کورونو رسېدلې ده.
د قامي اسمبلۍ بیان زیاتوي چې د ملي امنیت د سلاکار په مشرۍ به یو لوړپوړی پاکستانی پلاوی "ژر" افغانستان ته سفر وکړي چې د طالبانو له حکومت سره د مرستو پر موضوع وغږېږي.
په بیان کې د سفر نېټه نه ده ښوول شوې، خو یوه لوړپوړي چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله د جنورۍ شپږمې پر ماخوستن د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو وویل چې ښايي پلاوی د جنورۍ تر نیمايي وروسته کابل ته ورشي.
اخوا سرچینو مشال راډیو ته ویلي دي چې د پاکستاني پلاوي د کابل د سفر یوه مهمه موخه د ډېورنډ پر کرښه د وروستیو پېښو په اړه خبرې کول دي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو کې پر ټولنیزو شبکو داسې ويډيوګانې خپرې شوې چې ظاهراً طالبان پکې له ډېورنډ کرښې څخه د اغزن تار په لیرې کولو لیدل کېږي. طالبانو رسماً دا کار نه دی تایید کړی خو د هغوی د بهرنيو چارو د وزارت وياند عبدالقهار بلخي د جنورۍ پر څلورمه پر ټوېټر وليکل چې پر ډېورنډ کرښه د پیدا شوې مسلې په اړه د خبرو اترو ضرورت دی.
تر دې یوه ورځ وروسته د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر مېجر جنرال بابر افتخار په راولپېنډۍ کې خبري غونډې ته وویل چې اسلام اباد پر کرښه د اغزن تار غځولو کار ۹۴٪ بشپړ کړی دی او ورته دوام ورکوي.
نوموړي وویل، د اغزن تار لګولو په وخت يوه نيمه پېښه کېږي چې دوی يې په احتياط سره حلوي خو زياته یې کړه چې په دې موضوع په افغانستان کې د طالبانو حکومت او د پاکستان ترمینځ "بشپړه همغږي" ده.
د طالبانو حکومت د نوموړي د څرګندونو په غبرګون کې لا څه نه دي ویلي.
د پاکستان حکومت په ۲۰۱۷ز کال کې د امنیت ټینګښت په موخه پر ډېورنډ کرښه د اغزن تار غځولو کار پیل کړ.
تېرو افغان حکومتونو په بيا بيا ويلي چې ډېورنډ کرښه د رسمي سرحد په توګه نه مني خو پاکستان وايي دا په نړيواله کچه منل شوې پوله ده او اغزن تار پرې د وسله والو د تګ راتګ مخنيوي لپاره لګوي.
په ۱۸۹۳ز کال کې د هند پر نیمه وچه واکمنو برتانیویانو د افغانستان له امیر عبدالرحمان خان سره د یوې موافقې له لارې د ډېورنډ کرښه کښلې وه. د ډېورنډ کرښه ۲،۶۴۰ کیلومیټره اوږدوالی لري.
د پاکستان په ګډون د نړۍ هېڅ یوه هېواد تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو اسلام اباد په بیا بیا له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې دې د بشري بحران مخنیوي لپاره اقدامات وکړي. په دې لړ کې د ډېسېمبر پر ۱۹مه په اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه وشوه چې پکې له افغانستان سره د مالي مرستو لپاره د یوه صندوق (فنډ) پر جوړولو هوکړه وشوه.
په هغه یو ورځنۍ غونډه کې د سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په شمول، په اسلام اباد کې د امریکا، چین او اروپايي ټولنې ډېپلوماټانو هم ګډون کړی وو.