د پاکستان د پوځ دوو لوړپوړو مشرانو ویلي دي چې د شخصي اې ار وای نیوز ټېلېوېژن پخواني خبریال ارشد شریف ژوند په هېواد کې له ګواښ سره مخامخ نه وو او هېچا پاکستان پرېښودو ته نه وو مجبور کړی.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر جنرال بابر افتخار او د استخباراتي ادارې ای اېس ای مشر جنرال ندیم احمد انجم د اکتوبر پر ۲۷مه په راولپېنډۍ کې خبري غونډې ته وویل چې شریف د هغه "پټ لیک" په اړه یوشمېر خپرونې کړې وې چې پخوانی وزیراعظم عمران خان یې د خپل حکومت د ړنګولو مهم لامل بولي.
د ای اېس ای مشر عموماً له عام محضره لیرې وي او په خبري غونډه کې یې معلومات ورکول یو بېسارې او نادره پېښه ګڼل کېږي.
افتخار وویل چې د خبریال ارشد شریف مړینه یوه "خپه کوونکې پېښه" وه او هغه یې د "ژورنالېزم د لوی نوم" په توګه یاد کړ.
افتخار وویل، د خبري غونډې موخه په کینیا کې د شریف وژنه او ورسره پر تړلیو حالاتو خبرې کول ول. ده وویل، خبري غونډه یې ځکه وکړه چې ټول واقعیتونه په سم ډول او په سم سیاق کې بیان شي او "حقایق، افسانه او نظرونه" له یو بله جلا شي.
د افتخار په خبره، وزیراعظم شهباز شریف یې "په ځانګړي ډول" د خبري غونډې له حساسیته خبر کړی دی.
د شریف وژنې پېښه
دا په داسې حال کې ده چې د کينيا په پلازمېنه نېروبي کې پوليسو ويلي چې ارشد شريف د اکتوبر پر ۲۳مه تر هغې وروسته د پوليسو په ډزو ووژل شول چې د هغه ډرايور پر امنيتي پوسته موټر و نه دراوه. د پولیسو په وينا، دوی په سيمه کې د غلا د يوې پېښې په تړاو د مشکوکو غلو په لټون ول چې ارشد شريف د شناخت د غلطۍ له وجې ورڅخه ووژل شو.
په عين حال کې د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د ارشد شریف د وژنې د پلټنو لپاره د عدالتي کمېشن جوړولو اعلان کړی دی. نوموړي د اکتوبر پر ۲۵مه نېټه پر ټوېټر ليکلي چې د کمېشن جوړولو مقصد د هغې "غمژنې پېښې شفافې پلټنې" کول دي. تر دې یوه ورځ وروسته د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله وویل د پلټنو وفاقي ادارې او استخباراتي ادارو درې کسيزه ډله يې جوړه کړې چې کینیا ته ځي.
ارشد شريف په وروستيو کې په پاکستان کې پر پوځ نيوکې کولې چې له همدې امله یې پر ضد مقدمې درج شوې وې. تر دې وروسته نوموړي پاکستان پرېښود او دوبۍ ته ولاړ. ويل کېږي چې هغه څو ورځې وړاندې په لندن کې هم ليدل شوی وو.
د هغه کورنۍ د شفافو پلټنو غوښتلو لپاره په عدالت کې مقدمه هم درج کړې ده. اسلام اباد های کورټ د اکتوبر پر ۲۵مه امر وکړ چې د پاکستان حکومت دې د پلټنو پر وخت د خبريالانو اتحادیې باخبره وساتي.
خبري غونډې ته د ای اېس ای د مشر ورتګ
د ای اېس ای مشر جنرال ندیم انجم د اکتوبر ۲۷مې خبري غونډې ته وویل، دی پوهېږي چې خبریالان "حیران" دي چې هغه څنګه خبري غونډې ته ورغلی دی خو موخه یې دا وه چې حقایق بیان کړي. "نن ورځ مختلفه ده. نن زه د خپل ځان لپاره دلته نه یم راغلی، بلکې د [پوځ] د ادارې لپاره راغلی یم چې ځوانان او افسران یې هره ورځ د وطن لپاره ځانونه قربانوي او په ځانګړي ډول د خپلې [استخباراتي ادارې] لپاره راغلی یم."
ده وویل، کله چې ای اېس ای "د درواغو پر اساس، د بې جوازه تنقید او تضحیک هدف ګرځي نو د هغې ادارې د مشر په توګه غلی نه شم پاتې کېدای. او زه دا هم منم چې کله درواغ په دومره اسانۍ، روانۍ او پرېمانه ډول، له یوه لوري، وویل شي چې له وجې یې په هېواد کې د فتنې او فساد خطر وي، نو د ریښتیا اوږده خاموشي هم د ملک لپاره ښه نه ده."
نوموړي په دې لړ کې د چا نوم وانخیست خو د تحریک انصاف مشر عمران خان روان کال په اپرېل کې له دندې تر ګوښه کېدو وروسته په خپلو ویناګانو کې په بیا بیا پر پوځ او استخباراتي ادارې ای اېس ای تورونه پورې کړي دي.
ای اېس ای چې د درواغو پر اساس، د بې جوازه تنقید او تضحیک هدف ګرځي نو د هغې ادارې د مشر په توګه غلی نه شم پاتې کېدایجنرال ندیم انجم
د پټ لیک او بهرني سازش موضوع
دواړو مشرانو د خبریال ارشد شریف ژوند ته د خطر ردولو لپاره تفصیلي معلومات ورکړل او دعوه یې وکړه چې د دې تر شا هغه "بیانیه" ده چې پر ناسمو معلوماتو ولاړه ده او د پخواني وزیراعظم عمران خان له هغو څرګندونو سره یې وتړله چې هغه د خپلې واکمنۍ په وروستۍ میاشت کې کړې وې.
جنرال افتخار وویل، د ۲۰۲۲ز کال د مارچ پر ۱۱مه د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه له پخواني وزیراعظم عمران خان سره پر هغې موضوع خبرې کړې وې خو وزیراعظم وویل چې "هغه دومره مهمه مسله نه ده."
ده وویل، تر هغې وروسته پوځ "حیران شو" چې هغه "د مارچ پر ۲۷مه یو کاغذ" په لاس کې نیولی وو او د بهرني سازش خبره یې وکړه او په دې توګه یې یو داسې روایت یا بیانیه جوړه کړه چې "له واقعیته خورا لیرې وه."
افتخار وویل، په هغه وخت کې ارشد شریف او یوشمېر نورو خبریالانو ته پر هغې بیانیې د کار کولو ویل شوي ول او د پاکستان او د هېواد د ادارو د بدنامولو هڅه شوې وه. "اې ار وای نیوز ټېلېوېژن د یوه ویاند دنده ترسره کړه چې پوځ په نښه کړي او یوه ناسمه بیانیه پر مخ یوسي."
اې ار وای نیوز ټېلېوېژن د دې دعوې په غبرګون څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د خبریالۍ له اصولو سره سم کار کوي.
افتخار وړاندې وویل چې هغه مهال ای اېس پي ار د ملي امنیت کمېټي خبره کړې وه چې پوځ او ای اېس ای د تحریک انصاف حکومت پرضد د سازش هېڅ ثبوت نه وو موندلی. د پوځ ویاند جنرال بابر افتخار په اپرېل کې هم د عمران خان دعوه ناسمه بللې وه.
په مارچ کې پخواني وزیراعظم عمران خان دعوه کړې وه چې پرضد یې د عدم اعتماد تحریک د بهرني سازش پر اساس وړاندې شوی وو او تور یې پورې کړی وو چې امریکا په هغه دسیسه کې لاس درلود. نوموړي تر هغې وروسته په احتجاجي جلسو کې هم بې له ثبوت وړاندې کولو تور پورې کړی دی چې حکومت یې د بهرنۍ دسیسې له وجې ړنګ شو.
امریکا او د هغه د حکومت پرضد د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) په نوم د یوشمېر ګوندونو تحریک دا تور په بیا بیا رد کړ او و یې ویل چې د خان د اقتصادي او بهرنیو چارو ناسمو تګلارو د بې باورۍ تحریک وړاندې کولو ته اړ کړي ول.
د پاکستان حکومت په مې کې د بهرني سازش د تور څېړلو لپاره پلټنیز کمېشن اعلان کړ.
د ارشد شریف ژوند ته ګواښ په اړه لیک
د پاکستان د پوځ او ای اېس ای هغو لوړپوړو چارواکو په خپلو خبرو کې د اې ار وای نیوز ټېلېوېژن د پخواني خبریال ارشد شریف ژوند ته د خطر یو بل لیک ذکر هم وکړ.
دوی وویل چې د اګست پر پینځمه د خیبر پښتونخوا حکومت د وزیراعلا محمود خان په لارښوونه د "خبرداري یو لیک" خپور شو چې پکې ویل شوي ول چې له تحریک طالبان پاکستانه جلا شوې یوه ډله غواړي چې شریف په نښه کړي.
جنرال افتخار وویل، "له موږ سره داسې هېڅ اطلاع نه وه. ما وویل چې د خیبر پښتونخوا حکومت خبرداری ورکړی وو، خو موږ داسې هېڅ معلومات نه لرل."
ده وویل، له دې ښکاري چې هغه لیک د همدې موخې لپاره خپور شوی وو چې شریف له هېواده بهر تګ ته اړ کړي.
بابر افتخار وویل، همدا لامل دی چې پوځ له حکومته غوښتنه وکړه چې د شریف د وژنې په اړه دې "بې پرې او شفافې پلټنې" وشي ځکه چې دا "ډېره ضروري ده" چې ټول معلومات په ډاګه شي.
افتخار وویل، په اګست کې د اې ار وای نیوز مشر سلمان اقبال د هغه ټېلېوېژن چینل د خبري څانګې مشر عماد یوسف ته، چې وروسته ګرفتار هم شو، ویلي ول چې شریف ژرترژه له هېواده بهر ولېږدوي. "د اګست پر ۱۰مه نوموړی له پېښور هوايي ډګره" د متحده عربي اماراتو "دوبۍ ته ولاړ او ورته د خیبر پښتونخوا حکومت ټول پروټوکول ورکړی وو."
د افتخار په خبره، شریف د ویزې تر ختمېدو پورې په دوبۍ کې وو او بیا کینیا ته ولاړ. ده وویل، هغه هېچا دوبۍ ته تګ ته نه وو مجبور کړی.
ده زیاته کړه چې حکومت دې سلمان اقبال هېواد ته وروغواړي او ورڅخه دې پلټنې وکړي.
په دې وخت کې د ای اېس ای مشر جنرال ندیم انجم هغه تورونه رد کړل چې ګواکې هغې استخباراتي ادارې شریف ته ګواښونه کول.
ده وویل، ارشد شریف د ای اېس ای له کارکوونکو سره ښه تعلقات لرل. "د ارشد شریف په اړه چې له ما سره کوم معلومات دي، هغه له پخوا راهیسې زما له ماتحت افسرانو سره ښه اړیکې لرلې. د وطن تر پرېښودو وړاندې به هغوی له یو بل سره ملاقاتونه هم کول. نو زه له دې خبرې سره متفق نه یم چې ګواکې زما کسانو ورته دړکې ورکړې وې. که اېسټیبلېشمنټ غوښتی چې هغه له هېواده و نه وځي نو ایا هغه به توانېدلی وای چې ملک پرېږدي؟ تاسې ته د دې پوښتنې ځواب معلوم دی. زموږ له هغه سره هېڅ ذاتي دښمني نه وه. هغه به له موږ سره لیدل. د هغه له سیاسي نظر سره د اختلاف ګنجایش تل موجود وو. خو زموږ له افسرانو سره د هغه ښه او پخواني تعلقات ول."
د عمران خان څرګندونې
دواړو پوځي چارواکو دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان او نورو مخکښه سیاستوالانو د ارشد شریف مړینه یوه "هدفي وژنه" بللې ده او ویلي یې دي چې هغه د سازش په نتیجه کې وژل شوی دی.
د اکتوبر پر ۲۵مه د پاکستان پخواني وزيراعظم او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په پېښور کې د وکیلانو یوې غونډې ته په وینا کې ادعا کړې وه چې ارشد شریف په "هدفي برید" کې وژل شوی دی. "ما [ارشد شريف ته] وويل چې ته هېواد [پاکستان] پرېږده. هغه اول ځل ونه منل. بيا مې ورته وويل چې ماته ستا د وژنې په اړه معلومات ترلاسه شوي دي."
خو عمران خان دا سپیناوې و نه کړ چې چا او کله يې معلومات ورکړي ول؟
د فیصل واوډا څرګندونې او د تحریک انصاف غبرګون
په همدې حال کې د پاکستان تحریک انصاف یوه مخکښ مشر فیصل واوډا دعوه کړې ده چې د خبریال ارشد شریف د وژنې "سازش" په پاکستان کې جوړ شوی وو او د نوموړي له اېسټیبلېشمنټ سره رابطې وې او غوښتل یې چې هېواد ته ستون شي.
نوموړي د اکتوبر پر ۲۶مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، هغه د شریف د رابطو په اړه معلومات لرل او د ګوند د مشر عمران خان په مشوره د هغو اړیکو برخه وو.
واوډا دعوه وکړه چې د ارشد شریف د وژنې تر شا "کردارونه" په پاکستان کې دننه دي او دی یې ثبوتونه لري خو هغه یې وړاندې نه کړل. ده البته وویل چې ثبوتونه له استخباراتي ادارو سره شریکولای شي.
خو د نوموړي تر څرګندونو وروسته د تحریک انصاف ګوند د هغه غړیتوب معطل کړ او ورته یې د سپیناوي وړاندې کولو ویلي دي.
د هغه ګوند د سیند صوبې مشر علي حیدر زیدي د اکتوبر پر ۲۶مه پر ټوېټر په بیان کې ویلي دي چې واوډا د ګوند استازیتوب نه کوي.
د پوځ پرضد د څرګندونو موضوع
د پاکستان د پوځ ویاند او د ای اېس ای مشر د ارشد شریف د وژنې او ورسره د تړلیو حالاتو پرته پر پوځ د انتقاد او تورونو په اړه هم دریځ وړاندې کړ.
جنرال ندیم احمد انجم وویل، د ناسمو او "درواغو" تورونو پر اساس یوه بیانیه جوړه شوې چې له لارې یې د پوځ امنیتي ادارې د بدنامۍ هڅه شوې ده. ده وویل، د دې کار چې څومره "غندنه هم وشي کمه ده. هغه بیانیه صریحاً پر درواغو ولاړه ده."
نوموړي د چا نوم وانخیست خو د تحریک انصاف مشر عمران خان د خپل حکومت له ړنګېدو راهیسې په احتجاجونو کې په بیا بیا د پوځ له لوري په سیاسي چارو کې د لاسوهنې نه کولو او د سیاسي ګوندونو ترمینځ په اختلافاتو کې د بې طرفه (نیوټرل) پاتې کېدو پر څرګندونو سخت انتقاد کړی دی او یو ځل خو یې ویلي ول چې "بې طرفه یا نیوټرل خو ځناور وي."
جنرال انجم په خپلو څرګندونو کې وویل، "د نيوټرل، غدار او ځناور کليمې د دې لپاره نه کارول کېږي چې ګواکې پوځ، د هغې مشر يا زما ادارې ای اېس ای غداري کړې ده. دا د دې لپاره هم نه ده چې ګنې دې ادارو غير اييني او غير قانوني کارونه کړي دي، بلکې دا نومونه ورته ځکه اخيستل کېږي چې پوځ له غير اييني او غير قانوني اقداماتو انکار کړی دی. اېسټېبلېشمڼت تېر کال پرېکړه وکړه چې خپل اييني کردار پورې به محدوده پاتې کېږي. پر موږ ډېر فشار راوړل شو، خو پرېکړه مو هم هغه ده چې له خپل اييني کرداره به نه په شا کېږو."
انجم زیاته کړه چې ټول سیاسي ګوندونه باید مساوي موقعې ولري او له سیاسته د لیرې پاتې کېدو او بې طرفۍ له وجې د پوځ پر مشر جنرال باجوه انتقاد وشو، د هغه "شخصیت ته سپکاوی وشو" خو پوځ بیا هم پر خپله پرېکړه ټینګ ودرېد.
عمران خان او تحریک انصاف ګوند لا د پوځي چارواکو څرګندونو په غبرګون څه نه دي ویلي. خو تر دې مخکې یې د پوځ پر بې طرفۍ انتقاد کړی وو او همداراز یې په سېپټېمبر کې په فیصل اباد کې ولسي غونډې ته د وينا پر مهال د مسلم ليګ (ن) مشر نواز شريف او د پيپلز پارټۍ مشر اصف علي زرداري غله بللي ول او بې له ثبوت وړاندې کولو يې ادعا وکړه چې دواړه غواړي په نومبر میاشت کې د پوځ مشر د خپلې خوښې کس وټاکي.
د پاکستان پوځ د سېپټېمبر پر پینځمه د عمران خان پر څرګندونو "سخته حيرانيتا" وښوده او په بیان کې یې وویل چې د هغه څرګندونې غير ضروري او په داسې حال کې د پوځ د مشرتابه د بدنامولو کوښښ دی چې "دا اداره هره ورځ د ملک د خوندي ساتلو لپاره قربانۍ ورکوي".
په خبرپاڼه کې زیاته شوې وه چې "د پوځ د مشر د ټاکلو طریقه کار په ايين کې واضحه شوی دی. د [عمران خان] بیان ډېر د افسوس وړ او مایوسونکی دی."
ټاکل شوې ده چې د نومبر په وروستۍ اوونۍ کې د پوځ د اوسني مشر جنرال قمر جاوېد باجوه کاري موده پای ته ورسي او پر ځای يې نوی کس وټاکل شي.