د پېښور په داودزیو سیمه کې د دوو خويندو په ګډون درې ښځې د "ناموس" په نوم وژل شوي دي.
د داودزیو تاڼې پوليسو د اګست پر ۱۸مه رسنيو ته په استولي بیان کې ويلي چې درېواړه ښځې د زیارت (پنجشنبې) پر ورځ په داودزیو سيمه کې پر لارې روانې وې چې وسله والو وویشتې.
د پوليسو په وينا، د دوو وژل شويو خويندو ورور او د هغه ځينې خپلوان يې په وژنو کې د ککړتیا په تور تورن کړي دي.
دواړه خویندې د خیبر پښتونخوا د هنګو وې او ملګرې یې د پېښور د بخشو پل سیمې اوسېدونکې وه.
پولیسو د دواړو خویندو د پلار محمد یاسین په شکایت راپور درج کړی دی. یاسین په خپل راپور کې خپل زوی محمد امجد، خپل ورور محمد فرهاد او درې نور کسان نومولي او تور یې پورې کړی چې درې واړې ښځې همهغوی وژلي دي.
نوموړي په خپل راپور کې زياته کړې چې دواړه لوڼه یې او د هغوی يوه ملګرې پر لاره روانې وې چې د داودزیو سیمې په یو کلي کې ورباندې د هغه زوی امجد او ملګرو ډزې وکړې.
پولیسو تر اوسه د درېواړو ښځو په وژنه تورن کسان نه دي ګرفتاره کړي.
د پاکستان په بېلا بېلو سيمو کې تر دې وړاندې هم يوشمېر کسان، چې زياتره يې ښځې دي، د غيرت يا ناموس په نامه وژل شوي دي.
پاکستان کې د ناموس په نامه وژنې
د پاکستان بشري حقونو خپلواک کمېشن کلنی راپور ښيي چې په ۲۰۲۱ز کال کې په هغه هېواد کې ۴۷۸ ښځې د ناموس په نامه وژل شوې وي او پر ۵،۲۷۹ جنسي تېری شوی وو.
په پاکستان کې سرکاري شمېرې ښيي چې په تېرو پینځو کلونو کې يوازې د خيبر پښتونخوا په سوات کې د ۳۸ ښځو په ګډون ۷۰ کسان د "ناموسي وژنو" ښکار شوي دي. خو د بشري حقونو لپاره کاررکوونکي فعالان دا شمېر تر دې ډېر لوړ ښيي.
په سوات کې د بشري حقونو لپاره د کارکوونکې ادارې "دي اوېکننګ" یو مشر شمشېر علي خان وايي، یوازې د روان ۲۰۲۲ کال په لومړیو درو میاشتو کې، په سوات کې د ناموسي وژنو په پېښو کې د وژلو شویو کسانو شمېر تر ۲۰ زیات دی. هغه وايي، د پاکستان تر نورو برخو زیاتې ناموسي وژنې په خیبر پښتونخوا او د هغې صوبې په ملاکنډ ډېوېژن کې کېږي.
د ناموس په نامه د وژنو زیاتېدو لويې وجې څه دي؟
په پېښور کې د یوې غیر حکومتي ادارې "بلیو وېنز" چې د ښځو او نرښځيو د حقونو لپاره کار کوي، یو مشر قمر نسیم وايي، د جوړجاړي او د ديېت (خون بها) قوانين د ناموس په نامه وژونکو ته جرات ورکوي ځکه چې، د ده په وینا، له هغې لارې د مشکوکو قاتلينو او وژل شويو کسانو د کورنيو ترمینځ سوله کېږي او هغوی نه سزا کېږي.
نوموړي له مشال راډيو سره په خبرو کې زياته کړه چې د هغې ادارې له ارقامو سره سم، په تېرو کلونو کې په خيبر پښتونخوا کې د ناموس په نامه د وژنو په مقدمو کې يوازې پینځه فیصده تورن کسان سزا شوي دي. "موږ درې کاله مخکې په خيبر پښتونخوا کې یوه سروې کړې وه. په هغې کې معلومه شوې وه چې د پېچلي عدالتي نظام، د خپلوانو له خوا د معافۍ، او د پوليسو له خوا د ناقصه پلټنو تر څنګ د ځينو نورو وجوهاتو له امله ۹۵٪ کسان له سزاګانو بچ شوي دي."
د ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ کې د پاکستان د يوې پخوانۍ ماډلې او اداکارې قنديل بلوچ ورور د هغې د قتل په تور مقدمه کې له جېله خوشې شو. نوموړي په ۲۰۱۶ز کال کې د ټېلېوېژنونو د کیمرو مخې ته اقرار کړی وو چې خور یې د غيرت په نامه وژلې ده. محمد وسیم ته د عمر قید سزا اورول شوې وه خو د دواړو خواوو تر سولې او جوړجاړي وروسته، هغه دا سزا پوره نه کړه او خوشې شو.
په ۲۰۱۶ز کال کې د بلوڅې وژنې په پاکستان کې پراخ غبرګونونه پارولي ول او فعالانو کیمپېن پیل کړی وو چې تر هغې وروسته د هېواد پارلېمان د ناموسي وژنو د مجازاتو په قانون کې بدلون وکړ.
په ترمیمي قانون کې راغلي ول چې که پر یو کس د ناموس په نوم د بل تن د وژنې تور ثابت شي نو د مقتول د کورنۍ د غړو پر بښنې سربېره به ورته د عمر قید سزا اورول کېږي.
د پاکستان قامي اسمبلۍ په ۲۰۲۰ز کال کې د ناموس په نامه د وژنو مخنيوي لپاره په قوانينو کې بدلونونه وکړل. په قانون کې وراضافه شوه چې ریاست به په ناموسي وژنو کې فریق جوړېږي. د دې مقصد د مدعيانو ترمینځ له عدالته بهر د جوړجاړي مخنیوی کول ول.
د پېښور های کورټ وکيله مهوش محب کاکاخېله وايي، له دې بدلون سره په ځينو مقدمو کې سزاګانې ممکنې شوې. خو هغه د پولیسو د کار پر ارزښت ټينګار کوي او وايي چې انجام ته د مقدمو د رسولو بنیاد د پولیسو له پلټنو پيلېږي نو ځکه بايد دا بنیاد سم وي. "بېلابېلې غیر حکومتي ادارې پر دې کار کوي چې د پوليسو پلټونکو ته په سمه توګه روزنه ورکړي او په عدالتونو کې د مجرمانو پر ضد جامع تحقیقاتي راپورونه جمع کړي."