د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر چمن - سپين بولدک نښته کې د وژل شويو شمېر ۹ او د زخميانو ۳۱ ته ورسېد


 پاکستاني ځواکونه پر چمن لارې څارنه کوي - انځور له ارشيفه
پاکستاني ځواکونه پر چمن لارې څارنه کوي - انځور له ارشيفه

د چمن او سپین بولدک ترمینځ د پاکستاني پوځيانو او افغان طالبانو د ځواکونو ترمینځ په نښته کې د وژل شويو شمېر ۹ ته رسېدلی دی.

د بلوچستان په چمن کې چارواکو چې نه یې غوښتل نومونه یې خپاره شي، د دیسمبر پر ۱۱مه مشال راډيو ته وويل چې اته کسان د دوی خوا ته وژل شوي او ۲۱ ټپيان دي. بلخوا په کندهار ولايت کې د طالبانو د حکومت والي وياند حاجي زاهد مشال راډيو ته وويل په دې نښته کې يو طالب وژل شوی او ۱۰ تنه زخميان دي چې ۷ یې ولسي وګړي دي.

د پاکستان ځايي چارواکو مشال راډیو ته ویلي چې نښته هغه وخت پيل شوه چې ځينو قاچاقبرانو له افغانستان پاکستان ته د وراوښتو مخنيوي لپاره جوړ شوی، اغزن تار پرې کاوه. لار د لنډ وخت لپاره تر بندېدو وروسته، اوس د پيدل تلونکو لپاره خلاصه شوې ده.

د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف دا نښته غندلې ده. هغه د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې د داسې پېښو د تکرار مخنیوی دې وکړي.

د پاکستان پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د دیسمبر پر ۱۱مه، په بیان کې ویلي دي چې پاکستانیو سرتېرو د طالبانو ډزو ته په غبرګون کې "مناسب خو په احتیاط ځواب" ورکړ. بیان زیاتوي چې اسلام اباد په کابل کې له چارواکو سره رابطه کړې ده او ورڅخه یې "د سخت اقدام" غوښتنه کړې ده چې په راتلونکې کې دا ډول پېښې و نه شي.

تر دې مخکې په نومبر کې هم د چمن او سپین بولدک لاره تر شاوخوا یوې اوونۍ پورې تړلې وه چې بیا د نومبر پر ۲۱مه پرانیستل شوه. پاکستاني چارواکو د چمن – سپين بولدک دروازه د نومبر په ۱۳مه له هغه وروسته وتړله چې د یوه وسلوال په ډزو سره یو پاکستانی عسکر ووژل شو او دوه نور ټپیان شول.

د افغانستان او پاکستان ترمینځ د ډېورنډ پر کرښه پر دروازو دا ډول پېښې پخوا هم شوې دي. د فرورۍ پر ۲۴مه پر سپین بولدک او چمن د پاکستانیو او د طالبانو د ځواکونو ترمینځ په نښته کې دوه کسان ووژل او ۱۳ ژوبل شول چې تر هغې وروسته لاره وتړل شوه او د دواړو خواوو تر مذاکراتو وروسته د همهغې مياشتې په پای کې بيا پرانيستل شوه.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG