د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چمن لاره د خلکو تګ راتګ لپاره بیا پرانیستل شوې ده


د چمن لاره د خلکو تګ راتګ لپاره بیا پرانیستل شوې ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:38 0:00

د چمن او سپین بولدک له دروازې سره نېږدې د پاکستان او د افغان طالب ځواکونو ترمینځ په نښته کې دواړو لوریو ته د وژل شویو شمېر نهه ته رسېدلی دی. پاکستاني چارواکي وايي، د ډېسېمبر پر ۱۱مه په نښته کې هغې خوا ته اته کسان وژل شوي او ۲۱ ژوبل دي. په کندهار کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، په پېښه کې یو طالب سرتېری وژل شوی او د اووه ولسي وګړو په ګډون ۱۰ کسان ژوبل دي. د چمن او سپین بولدک لاره تر لنډ وخت پورې تړلې وه خو د ډېسېمبر پر ۱۲مه د خلکو د تګ راتګ لپاره بیا خلاصه شوې ده. د رویټرز او اې اېف پي اژانسونو له ویډیوګانو جوړ رپورټ.

XS
SM
MD
LG