د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې د دوو کلیو اوسېدونکو ترمینځ د نښتو ضد احتجاجونه شوي دي


په کورمه کې تر دې مخکې هم د ځمکې لانجو پر سر نښتې شوې دي چې بیا د امنیتي ځواکونو تر مداخلې وروسته پکې اوربند شوی دی - پخوانی انځور.
په کورمه کې تر دې مخکې هم د ځمکې لانجو پر سر نښتې شوې دي چې بیا د امنیتي ځواکونو تر مداخلې وروسته پکې اوربند شوی دی - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د کورمې یوشمېر فعالانو پر داسې مهال د پاړه چینار د خبریالانو مرکز مخې ته پرلت وهلی دی چې په بوشارو کې د ځمکې لانجې پر سر نښتې شوې دي او په سیمه کې د فرقه ییزو اختلافاتو زیاتېدو اندېښنې پیدا شوي دي.

په عین وخت کې په سده، کواټ او پېښور کې د کورمې اوسېدونکو هم د نښتو ضد احتجاجونه کړي دي.

د کورمې د میر باغ یو فعال عبدالخالق پټان د اکتوبر پر ۱۲مه په یو لاس کې سپین بیرغ او په بل کې یې قران پاک نیولی وو او له سدې څخه د امن پیغام ورکولو لپاره پاړه چینار ته ورغی.

نوموړي پر لاره له خلکو غوښتنې کولې چې حالات دې ترینګلي کېدو ته نه پرېږدي او د سولې لپاره دې اقدام وکړي.

د انتظامیې او ځايي مشرانو په وینا، د بوشارو د دوو کلیو اوسېدونکو ترمینځ نښتې د اکتوبر پر ۱۱مه د ځمکې پر سر د لانجې له وجې پیل شوې دي خو د دواړو خواوو یوشمېر پلویانو پر ټولنیزو شبکو بې له ثبوت ورکولو دعوه کړې ده چې شخړه د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ ده.

د چارشنبې پر ورځ په پاړه چینار یوشمېر اهل تشیع فعالانو پټان ته، چې سني دی، ښه راغلاست ووایه او بیا ورسره د خبریالانو مرکز مخې ته کښېناستل.

د پاړه چینار یوه فعال مشر میر افضل خان د اکتوبر پر ۱۲مه پر خلکو غږ وکړ چې د سولې او امنیت لپاره دې له کورونو وروځي او د جګړې پرضد دې په احتجاج کې ورسره شامل شي.

دا په داسې حال کې ده چې په بوشارو کې د ځمکې لانجې پر سره په نښته کې څلور کسان وژل شوي او ۱۵ ژوبل دي.

ځايي اوسېدونکو د اکتوبر پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل، نښته د نهې (سې شنبې) پر ورځ د ډنډرو پر لانجمنه ځمکه د کښت پر سر پیل شوې ده چې باید سمدستي اوربند وشي.

انتظامیه وايي، د جګړې درولو او د خبرو له لارې یې د لانجې د هواري هڅو ته دوام کړی دی.

یو ځايي مشر محمد ظاهر وویل، کېدای شي شخړه نورو سیمو ته هم وغځېږي ځکه چې په کورمه کې دا ډول مسلې کله نا کله د فرقه ییز تاوتریخوالي لامل کېږي.

تر اوسه نښته تر دوو کلیو پورې محدوده ده خو د راکټونو یوشمېر مرمۍ پر پاړه چینار ښار هم لګېدلي دي خو چارواکي وايي، هلته یې مرګژوبله نه ده اړولې.

انتظامیې د جګړې تر پیلېدو وروسته د امنیت ټینګښت په موخه د ټل او پاړه چینار ترمینځ سړک تړلی دی.

د پاړه چینار حاجي جواد علي توري مشال راډیو ته وویل چې له هغه وخت راهیسې چې جګړه پیل شوې، نه یوازې عمومي لاره تړل شوې بلکې ټوله سیمه "د خوف او وېرې ښکار" ده.

توری البته زیاتوي چې ضلعي انتظامیې په پاړه چینار کې د اهل تشیع او سني مشرانو یوه جرګه وربللې ده چې موخه یې په بوشارو کې اوربند کول دي.

د پاړو ملک حیات څمکني مشال راډیو ته وویل، که څوک مسله یا لانجه لري نو په خبرو دې یې هواره کړي ځکه چې "په جګړه کې خیر نه شته بلکې هغه خپله یوه مسله ده."

همدې حالاتو ته په کتو انتخاباتي کمېشن د قامي اسمبلۍ د یوې څوکۍ ډکولو لپاره په ۴۵مه حلقه کې د اکتوبر پر ۱۶مه کېدونکي انتخابات تر نامعلومې مودې ځنډولي دي.

د سیمې مشرانو پر دواړو خواوو د تاوتریخوالي درولو غږ کړی دی او له حکومته یې په دې برخه کې اقداماتو غوښتنه کړې ده.

تر دې مخکې انتظامي چارواکي او پولیس د قومي مشرانو په مرسته د ستونزې د هواري هڅې په موخه سیمې ته ورغلل خو هلته ورباندې ډزې وشوې چې له وجې یې جرګه و نه شوه.

خو د کورمې انتظامي مشر واصل خان خټک په وټس ایپ مشال راډیو ته په استولي پیغام کې هیله ښوولې چې "اوربند" به "ژرترژره عملي" شي. نوموړي له دې پرته نور معلومات ور نه کړل.

بوشارو د بره کورمې برخه ده چې پکې په یوشمېر ځایونو کې د ځمکې لانجې دي چې پخوا هم د نښتو لامل شوي دي.

له دې پرته هم د کورمې په نورو برخو کې د قومونو ترمینځ پر ځمکو، ونو او ځنګلونو لانجې شته دي چې د انتظامیې په وینا د هواري هڅې یې روانې دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG