د پکتیا د تندر قول اردو چارواکي وايي، چې په تېرو څلریشتو ساعتونو کې ایتلافي ځواکونو د لوګر ولایت د خوشي ولسوالۍ د دوبندي د لکړۍ په سیمه کې پر وسله والو هوایي بریدونه ترسره کړي، چې په کې لس وسلوال وژل شوي دي، په وژل شویو کې د میرویس په نوم د وسلوالو یو سیمه ییز قوماندان هم شامل دی.
همدرانګه نوموړو ځواکونو د یاد ولایت مرکز پورې اړوند د پادخواب شانه په سیمه کې په یو بل هوايي برید کې څلور وسلوال د ماینونو د ځای پر ځای کولو پر مهال وژلي دي.
د تندر قول اردو څخه مشال راډیو ته په استول شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې ګډو امنیتي ځواکونو د پکتیا ولایت د احمدخیلو ولسوالۍ د شوات تنګي په سیمه کې هم عملیات ترسره کړي او په ترڅ کې یې شپږ وسله وال ژوندي نیولي دي.
په خبر پاڼه کې زیاته شوې، چې لس تنه وسلوال د پکتیا ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې د خپلو ماینونو په چاودنو کې وژل شوي دي:
((د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ د کوتي خیلو په سیمه کې دوو تنو وسله والو غوښتل، چې ماین ځای پرځای کړي، خپل ماین پرې چاودنه کړې، دواړه یې وژلې دي.همدارنګه د ګردیز او زرمت پر لویه لاره پردریو تنو وسله والو پسې خپل ماین چاودنه کړې، درې واړه ځای پر ځای وژل شوي او په کې د وسلوالو دوه عرادې موټر سایکلونه هم له منځه تللي دي.د پکتیا ولایت د سیدکرم ولسوالۍ دعلمګۍ په سیمه کې هم دې ته ورته پېښه شوې ده، درې تنه وسله وال په کې وژل شوي دي او د احمدخیلو ولسوالۍ د حسن خیلو په کلي کې هم پر لویه لار دوه تنه ماین خښونکي د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.))
د یادونې وړ ده تیره ورځ د تندر قول اردو چارواکیو ویلي ول، چې په سویل ختیز زون کې د سیمرغ په نوم د عملیاتو په جریان کې ۶۵ وسلوال وژلي او ۱۳ نور يې ټپیان کړي دي.