خوست ته د وړو پروژو له پاره ۲۰۰میلیونه افغانۍ ځانګړې شوي

د خوست ولایت چارواکي وايي، چې د حکومت او خلکو تر منځ د اړیکو د نږدې کیدو له پاره د خوست په اسماعیل خېلو او مندوزیو، تڼیو، ځاځي میدان او ګربزو

د خوست ولایت چارواکي وايي، چې د حکومت او خلکو تر منځ د اړیکو د نږدې کیدو له پاره د خوست په اسماعیل خېلو او مندوزیو، تڼیو، ځاځي میدان او ګربزو ولسوالیو کې د ثبات پروګرام په چوکاټ کې د ۲۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یو شمېر وړو پروژو د پلي کیدو له پاره په تیاري بوخت دي.


دوی وايي که د نوموړو پروژو پایلې ګټورې ثابتې شي، نو له یوې خوا به يې په یادو ولسوالیو کې نوموړی پروګرام پسې وغځوي، بل لوري ته به نورې ولسوالۍ هم د ثبات برنامې تر پوښښ لاندې راشي.

د خوست ولایت مقام ویاند مبارزمحمد ځدراڼ د بیلابیلو رسنیو د خبریالانو په ګډون یوې خبري ناستې ته د یادو مسلو تر څنګ دا هم وویل، چې په پام ده، د ښار په دننه کې یو مجهز تحقیقاتي کرنیز فارم جوړ شي او دې کار له پاره یوه اندازه پیسې لا له وړاندې خوست ته لیږدول شوي دي، نوموړي دې کار پر وړاندې د ښار په زړه کې د یو شمېر حکومتي ځمکو غصب یوه ستره ستونزه یاده کړه:

((موږ اوس جدي تصمیم نیولی دی، چې د هندوفارم پروژه به د خوست ښار په هغه ځمکه کې چې همدا اوس په ګوته شوې ده تطبیقوو، البته دې پروژې له پاره د اړوند وزارت څخه دیرش میلیونه افغانۍ نقده بودجه هم ورته لرو، خو په دې کې یوه ستونزه داده، چې په دې کې ۹۹جریبه پنځه بسوې او دوه بسوسې ځمکه چې ورته تعین شوې ده، اوس متاسفانه چې دا ځمکه هم په اصلي حساب کې نه ده پاتې او ډېره زیاته کمه ده، نو دې له پاره چې موږ مالومه کړو، چې دا ځمکه چیرې او چا غصب کړېده، له پلازمینې کابل څخه مو یو مسلکي او تصفیوي هیئات د رالیږلو غوښتنه کړې، چې دا غوښتنه مو منظوره شوې او دلته به د هندو فارم تحقیقاتي پروژه پیل او بشپړیږي.))

د خوست د ولایت مقام ویاند وویل، چې د یو کال په موده کې به په اړوندو څلورو ولسوالیو کې د ۲۰۰میلیونه افغانیو په لګښت یو شمېر وړې پروژې، چې د خلکو په مهمو اړتیاوو کې راځي تر سره کړي او که چیرې دا برنامې په بریالیتوب سره سرته ورسیږي، نو دوی هیله من دي، چې دا بهیر به پسې وغځوي:

((د تڼیو، ګربزو، ځاځي میدان، اسماعیل خېلو او مندوزیو کې مو د ملي ثبات یا سیکا په نوم منظور کړی دی، چې دغه به په یادو څلور واړه ولسوالیو کې د ولسونو په خوښه د یو کال له پاره د پنځوس، پنځوس میلیونه افغانیو په لګښت کوچنۍ پروژې منظوروي.

که چیرې دا پروژې په بریالیتوب سره تر سره شوه، نو په راتلونکې کې به نورې دا ډول پروژې هم یادو ولسوالیو ته په نظر کې نیول کیږي، د اوس له پاره په څلورو ولسوالیو کې د دوه سوه میلیونه افغانیو په لګښت البته د ولسونو په خوښه په نظر کې نیول شوي دي.))

مبارزمحمد ځدراڼ په خبري ناسته زیاته کړه، چې پخوا د نا امنیو له کبله په باک، صبریو او تریزیو ولسوالیو کې د ملي پیوستون پروګرام نه وو پلی شوی، چې اوس تر نسبي امنیت وروسته د یادو سیمو د خلکو مکررو غوښتنو ته په کتو به په یادو ولسوالیو کې د میلیونونه ډالرو په ارزښت د ملي پیوستون پروګرام پلی شي:

((باک، تریزیو او صبریو ولسوالیو ته د ملي پیوستون په چوکاټ کې هم د میلیونونه ډالرو بودجې په اندازه سره نوي پروګرامونه منظور شوي دي، البته په دې کې د صبریو او یعقوبیو هغه ولسوالي چې یو وخت د نا امنیو له کبله د ټول هېواد په سطحه مشهوره وه، هغوی له پاره هم د امنیتي وضعې ښه والي ته په پام سره منظور شوی، چې موږ هیله من یو د صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ ولسونه چې د ولایت مقام ته يې په وار، وار مراجعه کړې ، تر څو د دوی د ضرورت وړ پروژې پرې عملاً تطبیق شي، لازمه همکاري وکړي.))

د خوست ولایت مقام ویاند یو ځل بیا د خوست هوايي ډګر د پروژې په تطبیق کې د یو شمېر کړیو د لاسوهنو یادونه وکړه او ویې ویل، چې یاده پروژه اوس سخته بدنامه شوې ده:

((ولایتي ادارې ته د رسیدلو مالوماتو له مخې خوست او د پکتیا یو نیم استازی د دې پروژې په ځنډ کې مستقیماً لاس لري، هغوی غواړي چې دا پروژه په دویم او دریم لاس سره خپل لاس ته کړي، چې دا کار د خوست ولسونو د سختې مایوسۍ سبب ګرځیدلی دی، د تشویش وړ خبره موږ او خلکو ته ځکه ده، چې دغه د هوايي ډګر پروژه د دولت له خوا لومړنۍ بنسټیزه پروژه وه، چې متاسفانه د سختو بدنامیو او ننګونو سره مخامخ شوې ده، نو پر همدې اساس که مرکزي حکومت ژر د پروژې په تطبیق او بشپړولو کې لاس په کار نه شي نو امکان لري په ملي او هغه پروژو باندې چې د حکومت له خوا راکول کیږي، د ولس باور زیانمن شي.))

د یادونې وړ ده د خوست ولایت چارواکي داسې مهال د نوموړي ولایت په یو شمېر نا امنو ولسوالیو کې د بیارغونې د کارونو او نویو پروژو د پلي کیدنې د پلان خبره کوي، چې په ټولیز ډول په دې وروستیو کې ځايي خلکو د مرکزي حکومت ځیني چارواکي په پرله پسې توګه خوست ته په ناپامۍ تورن کړي دي.