'پروېز خټک او اسد قیصر له ایینه بغاوت کړی'

د پښتونخوا وزیر اعلا پروېز خټک

د ایاز خان په دلیل د ولسي قانون سرغړونې «سیویل نافرمانۍ» له مخې دا له ایینه بغاوت هم دی نو تر ۶ م شق لاندې پر هغوی د بغاوت مقدمه هم چلېدلای شي.

پېښور های کورټ د خېبر پښتونخوا وزیر اعلی پروېز خټک او د صوبايي اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر ته یادګېرنې «نوټسې» لېږلې او ورته لیکلي یې دي چې د ولسي سرغړونې «سیویل نافرمانۍ» په کولو د هغوی پر ضد داخل کړل شوي د نااهلۍ درخواستونو ته دې په عدالت کې خپل ځواب ووايي.

پېښور های کورټ د شورو ورځ د اعلا وزیر او سپیکر پر ضد د وکیلانو اتحادیې عمومي منشي ایاز خان پر وړاندې کړل شوي درخواست اورېدنه وکړه، چې پکې ویل شوي پروېز خټک او اسد قیصر د ولسي قانون سرغړونې ستاینه کړې، د هغه په نظر دغه دواړو د پاکستان ایین د ۱۳۰ م شق ښکتني یا لاندني شق ۵ د ۳ جدول د ساتنې سوګند پورته کړی او د هغوی اوسنی عمل د ایین ضد کړنه ده.

د وکیل ایاز خان په درخواست کې ویل شوي چې د ایین په لومړي شق کې ځېبر پښتونخوا د پاکستان برخه ده، او د وفاق پر ضد د پښتونخوا اعلا وزیر او سپیکر بغاوت نشي کولای، که یې کوي د ایین ضد عمل دی. او د دوی د دې کړنې له مخې عدالت باید هغوی نااهله کړي.

د ایاز خان په دلیل د ولسي قانون سرغړونې «سیویل نافرمانۍ» له مخې دا له ایینه بغاوت هم دی نو تر ۶ م شق لاندې پر هغوی د بغاوت مقدمه هم چلېدلای شي.

خو خېبر پښتونخوا د وزیر اعلی د قانون مشیر او د صوبايي اسمبلۍ غړی عارف یوسف وايي، چې دوی به عدالت ته خپل ځواب وړاندې کړي او د نوموړي په خبره چې دوی د پاکستان ایین، قانون او عدالتونه او د هغوی پریکړې مني.

یادولو ده چې د پاکستان په سر ښار اسلام اباد کی د تحریک انصاف احتجاجي ناستو کې عمران خان ولس ته د ولسي قانون سرغړونې غږ کړی وو او هغوی ته یې ویلي ول چې د بجلۍ او ګېس بلونه دې نه ورکوي او وروسته د دغه ګوند غړو په پېښور کې د بجلۍ او ګیس خپل بیلونه هم سوځولي ول.