د خوست موزیم چارواکي وايي، چې یاد موزیم مناسبه وداني نه لري او د دې موزیم ډیری لرغوني اثار د زیانمنولو له ګواښ سره مخامخ دي.
دوی وایي، چې په دې موزیم کې تر باختري دورې پورې لرغوني اثار شته، خو د دې اثارو د مسلکي او فني ساتنې له پاره تر اوسه کوم اساسي کار نه دی شوی.
د خوست موزیم لرغوني توکي او نور لاسي صنایع د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د یو دفتر په لرګینو الماریو کې کېښودل شوي دي.
دې موزیم د اثارو د خوندي کولو له پاره که له یوې خوا فني او اساسي ځای نشته، بل لوري ته د سیلانیانو له پاره هم دا ځای ډیر کوچینی دی.
کله چې په ډله ییز ډول محصلان او یا زده کوونکي د موزیم د کتنې له پاره ورځي نو هغوی ته په دې ډول د اثارو لیدل ډېر ستونزمن وي.
د سېشنبې په ورځ د خوست موزیم مشر حبیب محمد مندوزي مشال راډیو ته وویل، چې د موزیم ځای مناسب نه دی او اثار يې هم د زیانمنیدو له ګواښ سره مخامخ دي:
((په دې موزیم کې تقریباً څلور سوه قلمه تاریخي اثار او لاسي صنایع موجود دي، چې موږ په لرګینو الماریو کې ځای پر ځای کړي دي، دغه تعمیر د اثارو او لاسي صنایعو له پاره نه دی جوړ شوی، نو موږ د اطلاعات او فرهنګ وزارت نه دا هیله لرو، چې موږ سره د موزیم د تعمیر په جوړولو کې مرسته وکړي.))
د مدني ټولنې غړی انور زاهد وايي، که چیرې په خوست کې معیاري موزیم جوړ شي، نو د اثارو د ساتنې تر څنګ به په سیلانیانو کې هم ډیروالی راشي:
((دا چې موزیمونه د تیرو پيړیو یو ژوندی انځور دی، نو له دې امله ځانګړی اهمیت لري، نو په همدې توګه که د خوست موزیم په فني او مسلکي توګه جوړ شي، یو به هغه خلک چې په کورونو کې اثار لري د اثارو سپارلو ته تشویق شي او بل لوري ته به يې سیلانیان هم ډېر شي.))
ازاد خبریال محمدزمان نظري وايي، دا چې په افغانستان کې رسنۍ او ټکنالوژي اوږده سابقه نه لري، نو دلته د تېرو پنځوسو کالونو اثار، همدارنګه چاپي رسنۍ، ویډیوګانې، غږونه او انځورونه هم ځانګړی اهمیت لري، نو موزیم او ارشیف ته د دا ډول توکو په سپارلو سره به ډیر خلک ورڅخه ګټه پورته کړي.
د محمدالیاس په نوم یو خوستی ځوان بیا له خوست میشتو ځوانانو او خلکو غوښتنه کوي، چې د لرغونو اثارو د کتنې له پاره دې موزیم ته ور شي.
د یادونې وړ ده، په خوست کې د لرغونو اثارو د موزیم او شته ارشیف تر څنګ یو شمېر داسې سیمې هم شته، چې لرغوني اثار په کې لیدل شوي دي، په تیرو کالونو کې په دا ډول ځایونو کې په پټه کیندنې شوي او ورڅخه ترلاسه شوي اثار ګاونډیو هېوادونو ته قاچاق شوي، خو تر اوسه هم د دې اثارو او کانونو د ساتنې له پاره د اړوندو ادارو له خوا د پام وړ کار نه دی شوی.