خوست: پولیسو یو سپینږیری له سړي تښتونکو ازاد کړ

د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې د محمدامین په نوم یو سپین ږیری، چې یوه اونۍ وړاندې د نامالومو کسانو لخوا د خوست له ښاره په یوه پلمه او دوکه د موسی خپلو ولسوالۍ اړوند د انځرکي سیمې ته تښتول شوی د پولیسو په عملیاتو کې د اختطافګرو له منګولو وژغورل شو.

د جمعې ورځې ناوخته خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت مشال راډیو ته وویل، چې د عملیاتو پر مهال سړي تښتونکو د پولیسو سره وسلواله نښته وکړه، خو دا چې غریزه سیمه وه، نو هغوی په تېښته بریالي شول، خو اختطاف شوی کس يې د دوی له ولکې ازاد کړ.

د ده په وینا په تېره یوه اونۍ کې سړي تښتونکو په پرلپسې توګه د دې کس له کورنۍ څخه د ده د ازادولو په بدل کې د پیسو د ورکولو غوښتنه کوله.

جنرال فیض الله غیرت زیاته کړه:

((زموږ یو خوست میشتی په نوم د سیدامین چې یوه هفته مخکې د نامالومو کسان لخوا وړل شوی وو، دی د موسی خېلو ولسوالۍ د غلنګ د سیمې اړوند د انځرکي ساحې ته تښتول شوی وو، کله چې پولیس د ده د خلاصولو لپاره عملیات کوي، هغوی بالمقابل پولیسو سره نښته کوي، دا چې سیمه غریزه ده، نو دی په تېښته بریالي کیږي، خو دا سړی محمدامین ورڅخه ژغورل کیږي او پولیسو ته لاسته ورځي.))

سمونمل ګل محمد چې د تروریزم پر ضد پولیسو د عملیاتو مشري يې پرغاړه درلوده، وايي چې سړي تښتونکو دا کس یوې داسې لیرې او ناامنه سیمې ته تښتولی وو، چې اصلاً چا فکر نه کاوه، چې پولیس به يې په لټه پسې هلته ورشي.

ده زیاته کړه د سړي تښتونکو د نیولو لپاره يې پوره هڅه وکړه، خو په غرونو او شیلو کې دوی ځانته د تيښتې لاره پیدا کړه.

بلخوا ازاد شوی کس محمدامین وايي، چې دی غریب کس دی او د ښار له چوک څخه مزدوري کوي، خو وروڼه او نوره کورنۍ يې ښه کاروبار لري، نو تښتونکو له هغوی څخه د پیسو غوښتنه کوله:

((زه ګلکار یم، په چوک کې وم، ما ته يې وویل، چې په کور کې درې مټې جوړوو، بل څوک نشو بیولای ته سپین ږیری يې موږ سره ولاړ شه، دوی له ما څخه پیسې غوښتې، راته يې ویل چې وروڼه دې په عربو کې دي، دواخانې لرئ، نو که ما پیسې درلودی، ده سره به مزدورۍ ته نه تلای، خو دا ډېر ظالم خلک دي.))

د یادونې وړ ده، څلور اونۍ وړاندې هم د خوست د لکڼو د سیمې یو اوسیدونکی ۱۲ کلن عمرالله، چې د یادې سیمې د زاکوخېلو له پله څخه د وسلوالو اختطاف کوونکو له لوري تښتول شوی وو، د ملي امنیت د ځواکونو په عملیاتو کې خوشي شوی وو، په هغو عملیاتو کې څلور سړي تښتونکي هم نیول شوي ول.