ياده دي وي چې د خيبر پښتونخوا سياسي ګوندونه وايي د مسلم ليګ (ن) مرکزي حکومت د وعدو باوجود دې لار سره تړلې ډېر مراعات لکه اقتصادي زونونه او نور له پښتنو سيمو څخه پنجاب ته اړولي دي. مرکزي حکومت وايي د چين سره په اقتصادي راهدارۍ منصوبه کې به د هيڅ صوبې حق نه خوري خو پښتانه سياست وال پرې باور نه کوي؟
سبا د ګل په ورځ په همدې اړه کېدونکې د ټولو سياسي ګوندونو غونډې په اړه صوبايي اسمبلۍ کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړي شوکت یو سفزي مشال ریډیو ته وويل چې خيبر پښتونخوا کې ټول ګوندونه يوه خوله دي چې د چين سره په اقتصادي راهدارۍ پروژه ورته مرکزي حکومت رښتيا نه وايي.
پښتانه سياست وال وايي د پاکستان مرکزي حکومت د چين په اقتصادي پروژه کې د پښتنو حق خوري
شوکت يوسفزي زياته کړه: ((دې ټول ګونديز کنفرنس کې به زموږ د خيبر پښتونخوا حکمران ګوند، دلته صوبه کې ټول اپوزيشن ګوندونه او آن د مسلم لېګ (ن) غړي هم برخه اخلي. په غونډه کې به په دې خبره بحث کيږي چې مخکې بايد څه وشي.))
چين پاکستان سره د اقتصادي راهدارۍ پروژې لپاره د شپږ څلويښت بيليونو ډالرو سرمايې لګولو خبره کړي. د ګوادر او کاشغر تر منځ دې پروژه کې به ځای ځای لوی لوی سړکونه او اقتصادي ځونونه جوړيږي چې ورسره به زرګونو خلکو ته کاروبار پيدا شي.
خيبر پښتونخوا کې اپوزيشن ګوند، عوامي نیشنل پارټۍ يو مشر، ميا افتخار حسین وايي د پاکستان مرکزي غواړي پښتانه له دې هر سهولت محروم شي. نوموړي مشال ريډيو ته وويل: ((د دې راهدارۍ پروژه د ټولو پښتنو مسله ده نو ځکه د خيبرپښتونخوا د حکمران ګوند تحريک انصاف سره به دې ناسته کې برخه اخلو او د پښتنو د حق لپاره کلک ولاړ يو.))
که څه هم د خيبر پښتونخوا حکمران ګوند، تحريک انصاف غړي وايي په سبانۍ ناسته کې به ورسره د مسلم لېګ غړي هم برخه اخلي خو په صوبايي اسمبلئ کې د دغه ګوند غړي رشاد خان مشال ريډيو ته وويل چې مشر يې، وزيراعظم نوازشريف د صوبو د حق نه خوړو په وعده ولاړ دی او دغه ژمنه نه ماتوي.