'که سفري اسناد نه لرئ پر تورخم نه شی تېرېدلی'

پر ډیورنډ کرښه له تورخم دروازې هره ورځ نژدې شل زره کسان چې ډېری یې پښتانه افغانان ته تګ راتګ کوي

د خېبرپولیټیکل چارواکي وايي، د جون له لومړۍ نېټې به پر تورخم دروازه د افغانستان هېڅ یو وګړی د سفري اسنادو پرته پاکستان ته نه شي ورننوتلی.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د پولیټیکلۍ انتظامیې چارواکو وویل چې دوه ورځې وړاندې ورته افغان سرحدي چارواکو خواست کړی وو چې تر روژې میاشتې دې دغه نېټه وغځوي خو تر اوسه ورته د اسلام آباد له لوري لا څه نه دي ویل شوي، او دغه امر به برقرار وي.

بېګا ماښام اېف سي ځواک په تورخم کې پر لاوډ سپیکرو اعلانونه وکړل چې د مې په یودېرشمه نېټه د پاکستاني چارواکو له خوا ورکړې شوې آخري موده ختمه شوې ده او اوس به یوازې هغو افغان وګړو له په تورخم دروزاه د تګ راتګ اجازه ورکوي چې پاسپورټ او ویزا ورسره وي.

د تورخم پولیټیکل چارواکي وایي چې له نن سهاره (شورو ورځ)کسټم، امیګرېشن او نورې سرکاری ادارې او تجارتي مرکزونه خلاص دي.

خو قانوني سفري اسناد نه لرونکي ځینې په لسګونه کسان د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته ایسار دي او پاکستان ته نه شي ننوتلی.

پر دې ټول صورتحال لا هم افغان چارواکو څه نه دي ویلي.

یاده دې وي د مې په لسمه(۱۰) نېټه د پاکستان او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځه په تورخم کې د ډیورنډ کرښې دې غاړې ته د خاردار تار لګولو په سر د راپورته شوې لانجې له امله پینځه ورځې د تورخم لاره تړل شوې وه او او دواړو خواوو ته په زرګونه خلک یسار ول او ناورغه خلک یې له ستونزو سره مخامخ کړي ول.

د مې په څوارلسمه نېټه (۱۴) په اسلام آباد کې د افغان سفیر عمر زاخېلوال د پاکستان پوځ له مشر راحیل شریف سره لیدو وروسته د تورخم دروازه بیرته پرانستل شوه.

چارواکي وایي چې په تورخم دروازه د ورځې خوا او شا شل زره کسان تګ راتګ کوي او په میلیونونه روپیو تجارت پرې کېږي، خو له تېرې څه مودې راهیسې په تورخم کې له خلکو سره د سختۍ کولو له وجې دغه تګ راتګ کم شوی دی، او هم ورسره دوه اړخیزه سوداګري اغېزمنه شوې ده.