دوی چې د سې شنبې پر ورځ د حشي ژویو د غیر قانوني سوداګرۍ پر وړاندې د مبارزې تر عنوان لاندې د چاپیریال ساتنې د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې راټول شوي ول، وویل کچیرې په یاد ولایت کې د ځنګلونو د وهلو مخنیوي او په ځنګلونو کې د وحشي ژویو غیر قانوني ښکار ته پاملرنه ونشي، نو ښايي د ځنګلونو او وحشي ژویو دا لږه برخه هم ضایع شي.
د غونډې ویناوالو زیاته کړه، د ښار د پاک ساتنې د کلتور ټیټه سطحه، په ښار کې زاړه موټر او د خښتو په بټیو او د خوراکي توکو په وړو کارخانو کې په ډېره اندازه د مضره توکو سوځول هم هغه څه دي، چې هوا يې ککړه کړې او د ځنو تنفسي ناروغیو لامل ګرځیدلي دي.
یو تن قومي مشر حاجي احمد ګل د پخو خښتو په بټیو کې د ګاډو د ټیرونو د سوځولو د عیني زیانونو یادونه وکړه.
حاجي احمدګل زیاته کړه:
((زموږ د خوست چاپیریال چې خراب شویدی، څه د افغانستان زاړه ټيرونه چې دي، هغه د خوست په بټیو کې سوځول کیږي، په اوړي کې خلک په بیدیا ویده کیږي، هغه کورونه چې د خښتو بټیو ته نږدې دي، کله چې سهار له خوبه پاڅیږي په کټونو يې تور لووي پراته وي.))
په ځنګلونو کې وحشي حیوانات هم د نورو ګټو تر څنګ د مضره هوا په تصفیه کې خپل اغېر لري.
د حیواني ناروغیو ماهر ډاکټر نقیب الله مسافر وايي، چې د افغانستان په ډېریو ځنګلونو کې د وحشي ژویو ډېره برخه ضایع شوې، وژل شوي او حتی د ځنو يې نسلونه په ورکیدو دي.
دده په وینا اوسمهال هم د موسی خېلو، قلندر او تڼیو په غرونو کې خرسان یا سرکوزي او د سپیرې او نادرشاه کوټ په غرونو کې بیزوګیان ترسترګو کیږي، خو د پخوا په شان يې ګلې نشته.
د خوست د علماوو شورا رييس مولوي شاه محمد محمدي وايي، چې د ځنګلونو او شنو ونو قطع کول په اسلام کې حرام دي او کبیره ګناهونوکې حسابیږي، د ده په وینا شنه بوټي د الله تعالی ثنا او صفت وايي او پدې سره ښېرازه سیمه د الله په رحمت پټه وي.
خوست والي حکم خان حبیبي مشال راډیو سره په خبرو کې د چاپیریال ساتنې لپاره ځنې اقدامات لازم او ضروري وګڼل.
خوست والي زیاته کړه:
((د ځنګلونو وهل باید بند او د نویو ځنګلونو د احداث په برخه کې باید جدي اقدامات وشي، همدارنګه د ښار د پاک ساتلو او ښاري کلتور د ترویج په برخه کې باید عامه پوهاوی وشي، په تعلیمي نصاب کې باید د چاپیریال ساتنې په اړه مضمونونه شامل شي، زاړه او تاریخ تېره موټر او هغه بې کیفیته تیل چې استعمالیږي د دې جلوګیري وشي او حتی د خامو بټیو په برخه کې باید جدي تصامیم ونیول شي.))
خوست والي له مرکزي حکومت هم غوښتنه وکړه، چې د چاپیریال ساتنې په خاطر ولایتونو ته یوه اندازه بودجه ځانګړي کړي، تر څو پدې اړه ځنې خاصې برنامې عملي شي.
نوموړي په ځانګړي ډول د رسنیو او دیني علماوو څخه غوښتنه وکړه، چې د ځنګلونو د وهلو، د وحشي ژویو د ښکار او هغوی ته د زیان رسولو د راتلونکو نقصانونو په باب خلکو ته مالومات ورکړي.
یاده دې وي، موسی خېل، قلندر، نادرشاه کوټ، سپېره، دوه منده، تڼیي، ځاځي میدان، باک او صبري هغه ولسوالۍ دی، چې یوه اندازه ځنګلونه په کې موجود دي، خو یاد ځنګلونه په وروستیو جګړو او حتی اوسني حالت کې د وهل کېدو او تخریب له جدي ګواښ سره مخامخ دي.
چارواکي وايي، دوی توانیدلي چې د نادرشاه کوټ او موسی خېلو په ولسوالیو کې د قومي تړو او تړونونو په رڼا کې د ځنګلونو د وهلو مخه ونیسي، خو د دوی په وینا اوس هم په تڼیو او سپیرې ولسوالۍ کې په څرګنده ځنګلونه په برقي ارو قطع کیږي او یو شمېر خلک يې د ډېرې لږې ګټې په مقابل کې پېر او پلور کوي.