په لوګر کې د ویالو له پاکیدو سره کرنیز پیداوار ډېر شوی دی

د افغانستان په لوګر کې یو ویاله

د ملي پیوستون د برنامې مسوولین وايي، چې په دې کې سیمه وال په خپله سیمه کې په ویالو، کاریزونو، لارواو نورو ټولنیزو کارونو کې برخه اخلي او له دې لارې یوه اندازه پیسې لاسته راوړي.

خوست: د افغانستان د نورو سیمو غوندې په لوګر، پکتیا او خوست ولایت کې هم په دې وروستیو کې د ملي پیوستون په چوکاټ کې د بې روزګاره خلکو لپاره د یو شمېر لنډ مهالو کارونو بندوبست شوی وو.

د ملي پیوستون د برنامې مسوولین وايي، چې په دې کې سیمه وال په خپله سیمه کې په ویالو، کاریزونو، لارواو نورو ټولنیزو کارونو کې برخه اخلي او له دې لارې یوه اندازه پیسې لاسته راوړي.

بل لوري ته د دې برنامو د اغېز په تړاو د لوګر بزګران وايي، چې د اوبو د ویالو او کانالونو په پاکولو سره يې د ځمکو اوبه ډېرې شوي او په کرنیز پیداوار کې يې هم ډېروالی راغلی دی.

د لوګر د ملي پیوستون د پروګرام مشر انجینر ظفر مشال راډیو ته وویل چې د یو شمېر کانالونو د اساسي بیارغونې سربیره چې څو ورځې وړاندې يې کارونه د کلیو د پراختیا د وزیر لخوا پیل شو ، د مرکز او ولسوالیو په یو شمېر کلیو کې يېد ویالو، کاریزونو او د اوبو د کانالونو د پاکولو کارونه پیل کړي دي.

انجینر ظفر زیاتوي، په دې پروګرامونو سره له یوې خوا خلکو ته کاري زمینه برابریږي او بل لوري ته د کانالونو په پاکولو سره د اوبو د ضایع کېدو مخه نیول کیږي.

انجینر ظفر وړاندې وايي، چې لدې کانالونو یو هم (جوی ده نو الوزايي) دی چې ۱۲۰کلیوالیو ته په کې د مزدورۍ لپاره۴۵۰۰ کاري ورځې برابرې شوې او په نتیجه کې ۲۳ کیلومتره اوږد د اوبو کانال پاک شو.

ده وویل ، دغه کانال ۲۳ کیلومتره اوږدوالی لري، څه باندې شپږ زره جریبه ځمکه خړوبوي، د اوبو سربند په مغلان کلي کې ده او وروستۍ نقطه يې د الوزیو په کلي کې ده، د دې کانال د پاک کارۍ له وجې نه تقریباً څلورنیم زره کاري ورځې رامنځته شوي دي، پدې سره به خلک وکولای شي، چې د کار په مقابل کې یوه څه اجوره حاصله کړي، تر څو دوی د بهرینو ملکونو له سفرونو راستانه شي، زموږ اکثره ځوانان چې ګورو کثره په مزدورۍ پسې پاکستان، ایران او یا کوم بل هېواد ته روان وي.

د کرنیزو چارو ماهر خالد احمد د اوبو لګولو په برخه کې د دا ډول برنامو د ګټو او اغېزمنتوب په تړاو وايي ، سږ کال د اوبو لګولو ستونزه د تېرو کلونو په پرتله زیاته ده، نسبتاً وچکالي ده، ځکه واورې ونه شوې، د کانالونو په پاکولو سره حتی تر ۲۵ فیصدو پورې د اوبو ضایعات کمیدلای شي، جانبي فواید يې دادی چې د بې کارۍ کچه به کمه شي، د فقر سطحه به ټیټه شي او د زراعت محصولات به ورسره زیات شي.

د حاجي محمدسلیمان په نوم د لوګر یو تن بزګر چې د یادې برنامې له ګټو برخمن شوی وايي، چې د کلي د اوبو د کانال په پاکولو سره د دوی اوبه ډېرې شوي او په کرنیز پیداوار کې يې هم جوت ډېروالی راغلی دی.

دی وايي د اوبو له ډېریدو وروسته ډیرو کلیوالیو يې په ځمکو کې د کچالو په ګډون یو شمېر نورې سبزۍ کرلي دی.

نوموړي وویل ، اوس یو جریب ځمکه تر اویاوو بوریو پورې کچالو کوي، خو زما پټي د اوبو د نشتوالي له کبله دېرش بورې الوګان کړي وو ځکه چې اوبه نه وې، ددې کار له برکته اوبه دومره ډېرې دي، چې تر اوسه موږ بې نوبته اوبه لګولي دي، سبزي کار او نور عایدات مو ډېر پرمخ تللي دي، دې یو سلو شلو کسانو ته حق الزحمه پیدا شوه، له دېرشو ورځو به یو څه اظافه کوي خو کمې ندي، نور کارونه هم شته پدې کې چې هغه هم شروع کیږي.

د لوګر د ملي پیوستون د برنامې مسوولین وايي، چې د کانالونو د پاکولو پروژو مهم هدف د خلکو لپاره د کاري فرصتونو پیدا کول او لږ تر لږه د اوبو د اوسنۍ اندازې پنځلس سلنه ډېرول دي.

د دوی په وینا له څو ورځو راهیسې په یاد ولایت کې د ۱۶ کانالونو د اساسي بیارغونې پروګرام روان دی، او دوی پلان لري، چې تر ۲۶ نور کانالونه هم د اوبو لګولو پدې اساسي برنامه کې شامل کړي تر څو د لوګر د ډېریو ځمکو د اوبو د کمښت ستونزه په اساسي توګه هواره شي.