په لوګر کې یو نیم زر کیلو المونیم نایټریټ نیول شوي

له هینو ټرکه نیول شوي المونیم

بېګا شپه د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې د ملي امنیت منسوبینو په یو هینو ګاډي کې بار نژدې نیم زر کیلو ګرامه المونیم نایټریټ نیولي دي.

د لوګر والي حلیم فدايي مشال راډیو ته وویل، چې د المونیم نایټریټو لیږدولو په تور يې دوه کسان هم نیولي دي چې غوښت یې د باروتو په توګه کاروونکي دغه توکي کابل ته یوسي او په لویو چاودنو کې یې وکاروي.

د لوګر والي وايي، چې د یاد ولایت کشفي او امنیتي ادارې پیاوړي شوي او توانېدلي چې تر ډېره د امنیتي پېښو او د لوګر له لارې د مخدره توکیو او چوونکیو موادو لېږدولو مخه ونیسي.

ده د لوګر د څرخ، بره کي او خروار هغه سیمې یادې کړې چې په ځانګړي ډول ملکي خلکو ته په کې د وسلوالو مخالفینو لخوا ګواښونه شته، خو په ټولیز ډول يې په لوګر کې امنیتي حالت د ډاډ وړ وباله.

حلیم فدايي وايي، چې وسلوال په نا امنو سیمو کې ډاکټر، انجینر، ښوونکی او ملکي مامورین تهدیدوي، خو د امنیتي منسوبنیو سره مخامخ مقاومت نشي کولای.

''په مجموع کې په لوګر ولایت کې دشمن نشي کولای چې زموږ د امنیتي ځواکونو په مقابل کې مقاومت وکړي، د ولس همکاري د امنیتی ځواکونو سره زیاته شوې ده، په لوګر کې په دښمن زموږ امنیتي ځواکونه برلاسي دي، ډاډمن یو، چې پدې ولایت کې هغه واړه مشکلات به هم رفع شي.''

لوګر چې د پلازمینې کابل همدارنګه په پکتیا او ننګرهار کې د ځنو نا امنو سیمو سره پر پوله پروت دی، ډیری وخت وسلوال او د مخدره توکو ليږدونکي هڅه کوي لدې لارې وسلې او مخدره توکي خپلو هدفي سیمو ته ولیږدوي، خو د لوګر چارواکي وايي چې اوسمهال يې د اکثرو دا ډول فعالیتونو مخه نیولې ده.