خوستیان د کوچني اختر لپاره تیاریانې کوي

د خوست ژڼکي او ځوانان وايي، چې کوچني اختر ته يې پوره تیاریانې نیولي او دوی هیله لري چې د اختر شپې ورځې به په امن او خوشالیو کې ولمانځي.

دوی زیاتوي ډېریو ځوانو ملګرو یو ډول لباسونه کړي او د اختر د لمانځنې لپاره يې د میلو په ګډون ځانګړي پروګرامونه لري.

یو تن خوستی ځوان لاهور عابد وايي که څه هم اختر په سخته ګرمۍ کې راغی خو ځوانان ورته خوشاله دي او د دوستانو کورنو همدارنګه میله ځایونو ته د تګ پروګرامونه لري.

لاهور عابد زیاتوي:

((سږنۍ اختر که څه هم په سخته ګرمۍ کې راغی، خو بیا هم خلک ورته خوشاله دي، معمولاً ژڼکیو ځانونو لپاره سامانونه اخیستي دي،په ځانونو باندې يې خواري کړې ده، هیله من یم چې دا اختر به د سولې اختر وي او د جنګ لمن به د تل لپاره ټوله شي، په اخترونو کې په ککرک ابا او نورو مشهورو زیارتونو کې ځوانان میلې جوړوي، نو هغه د چا خبره ښه کش و پش يې جوړ کړی دی.))

د ډاکټر صدیق الله په نوم د خوست یو تن اوسیدونکی بیا وايي، چې په اخترونو کې د خوستوالو مشهور خواړه د ډنډکي پخول او خوړول ځانته خوند لري:

((سږ کال په خوست کې امنیت ډېر ښه دی، اختر ته خلک قسماقسم بندوبست نیسي، جامې او نور سامانونه اخلي، د اختر په ورځو کې د میلو لپاره پروګرامونه لري، ټول په ګډه او په یوه ځای سره راټولیږي، هغوی په کلي ګرځي د خپلوانو کورونو ته ورځي، په کورونو کې ډنډکي پخوي چې د خوستوالو ډېر مشهور خواړه دي، چې خوستوال د میو وریجې ورته وايي.))

د تڼیو د ولسوالۍ څخه خوست ښار ته یو تن راغلی ځوان د دوی په سیمه کې د خلکو د اختریزو تیاریانو په اړه وايي:

((زما نوم ګلاب دی، د خلکو له خوا اختر ته په ښه ډول تیاریانې روانې دي، بعضې خلک د وچو میو سره علاقه لري او ځنې هم د تازه میوو سره، مارکیټ ښه په سر کې روان دی او ښه امن او امنیت دی، موږ اختر ته بیخي خوښ یو، خلک ورته تیاریانې لري او راتلونکي اخترونه هم د امن او امنیت اخترونه غواړو.))

د زاهدالله په نوم یو تن ځدراڼ ځوان وايي چې د دوی د ملګرو اوه کسیزې ډلې ټولو په یو ډول لباس او څپلی کړي او د اختر په شپو ورځو کې د یوې ښې میلې پلان لري:

((دا ځل خلکو اختر ته ډېرې تیاریانې کړي دي، جامې او څپلی يې اخیستي دي، موږ اوه نفره ملګري یو، ټولو مو یو شان لباس کړی دی، جامې او څپلی مو یو ډول کړي دي، د اختر په څلورمه او پنځمه مو د میلې پلان هم جوړ کړی دی.))

بلخوا د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې په یاد ولایت کې يې د اختر په شپو ورځو کې د ډاډمن امنیت لپاره کلک تدابیر نیولي دي.

خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت وايي، چې د خلکو د ښه امن لپاره پلان ترتیب کړی او ټولې پوځي ادارې په پوره همغږی کې د پوځي احضاراتو په درشل کې دي.

جنرال فیض الله غیرت زیاته کړه:

((پولیسو او په مجموع کې ټولو امنیتي ځواکونو د کوچني اختر لپاره په ګډه سره امنیتي تدابیر نیولي دي، تر څو په ټول خوست کې امن او عامه نظم تامین وي، خوستیان د خپلو دوستانو او خپلوانو سره یو ځای د اخترونو شپې ورځې ولمانځي.))

د یادونې وړ ده په خوست کې د اخترونو لمونځونه د مرکز له عیدګاه او ښاري جوماتونو سربیره د خواوشا دېرشو لویو او وړو قومونو په عیدګاوو کې ترسره کیږي.

خوستوال هم د اختر له لمونځونو وروسته یو بل ته اختر مبارکۍ ورکوي او بیا ډیری خلک په خپلو پلرینه هدیرو د خپلو خپلوانو قبرونو او مزارونو ته ورځي او د هغوی اراوو ته دعاګانې کوي او خپلو مړوته د خدای له درباره مغفرت او بخښنه غواړي.