خوست والي حکم خان حبیبي د پنجشنبې په ورځ په یاد ولایت کې د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د۹۷ یمې کالیزې په مراسمو کې وویل، چې د هېواد روان شرایط ایجابوي، چې ټول قوتونه د امنیت او ثبات په ټېنګښت کې ونډه واخلي.
نوموړي د افغان حکومت په یو شمېر سیاسي مخالفینو نیوکې وکړې، چې د جګړې په روانو شرایطو کې هم د هېواد سیاسي بې ثباتي غواړي.
خوست والي زیاتوي:
((دا هېواد به په قلم، پوهې او هېوادنۍ مینې ساتل کیږي، تر هغه چې پوهه او ملي احساس د هر افغان په زړه کې پیدا نشي، باور وکړئ چې د تاریخ په اوږدو کې به قربانۍ ورکوو خو بیا به هم د ستونزو سره مخامخ وو، وګوري ځني کسان بیا هم د پردیو په اشاره پدې حساسو شرایطو کې د هېواد د بې ثباتۍ لپاره کار کوي، د دې پر ځای چې دا بریاوې وساتي بیا هم د هېواد د بې ثباتۍ لپاره کارکوي.))
په خوست کې د خپلواکۍ د جشن مراسم په ملي لوبغالي کې ترسره شول، یاده سیمه په ملي بیرغونو، د ملي اتلانو په انځورونو او ملي شعارونو مزینه ګرځیدلې وه.
په دې ورځ د خوست زرګونو زده کوونکو، محصلانو، ورزشکارانو او د بیلابیلو ټولنیزو بنسټونو د خپلواکۍ د جشن د ګډونوالو پر وړاندې رسم ګذشت اجراء کړ.
په مراسمو کې ورزشکارانو سپورټي نمایشات اجراء کړل، په اسونو سواره کسان د لوژ په مخکې تېر شول، یو شمېر مشران د خپلو چکمکو ټوپکو او تورو نمایش ورکړ، چې د جشن د ګډونوالو لخوا په چکچکو او ګرمو ولولو بدرګه کېدل.
د خوست د ښځو چارو رييسې ملالۍ ولي وویل، چې د افغانستان له خپلواکۍ ۹۷ کاله تېر شوي، خو افغانان لا تر اوسه هم په ټولو برخو کې خوار او نورو ته محتاج پاتې شوي دي.
دې زیاته کړه، افغانان باید د ازادۍ له نعمته د هېواد په پرمختګ، امن او د ولسونو په یووالي کې ګټه پورته کړي.
ملالۍ ولي د خپلو خبرو په یوه برخه کې داسې وویل:
((افغانستان تل ازاد وو او اوس هم خپلواکه دی، نیواک نه مني په نړۍ کې افغانان په خپلواکۍ او میړانه مشهور دي او همیشه يې یرغلګرو ته دایمان په قوت په تشو لاسونو ماتې ورکړې ده، خو د ازادۍ له نعمته يې پوره ګټه نده اخیستې.))
په خوست کې د خپلواکۍ د جشن په مناسبت له کابل څخه د پښتو ژبې وتلي سندرغاړي استاد ګل زمان او هنري ډلې ته يې بلنه ورکړل شوې وه.
استاد ګل زمان په خوست کې د خپلواکۍ د کلیزې د مراسمو په باب داسې وویل:
((د خپلو وطنوالو مې ډېر وطني جذبات ولیدل، ما په کې ترانې او اتڼیزې سندرې وویلې، ولسونو ډېره مستي او خوشالي وکړه، د خوست د مشرتابه په توجه ډېر لوی پروګرام وو، پدې کې ډېر زیات خوشاله یم چې اشتراک مې په کې وکړ، ډېر خوند او مزه يې وکړه.))
په خوست کې د افغانستان د خپلواکۍ د جشن په ویاړ د ملي امنیتي ځواکونو یو شمېر منسوبینو ته تقدیرنامې ورکړل شوې او په پای کې هنرمندانو ملي او حماسي ترانې زمزمه کړې او د جشن ګډونوالو اتڼونه وکړل.