خوست کې اقتصادي-ټولنیزه او دموګرافیکي سروې پیل شوه

خوست: د مرکزي احصایې د لوی ریاست مرستیال حبیب الله موحد د وینا پر مهال

د افغانستان د مرکزي احصایې د ادارې چارواکو د خوست له قومي مخورو، دیني عالمانو او عامو وګړو غوښتنه وکړه، چې په یاد ولایت کې د پیلیدونکې اقتصادي-ټولنیزې او دموګرافیکي سروې په برخه کې هر اړخېزه همکاري وکړي.

دوی د دوشنبې په ورځ د یادې اساسي سروې د پیل په مراسمو کې وویل، چې په خوست او نورو ولایتونو کې اقتصادي، ټولنیزه او د وګړو د اساسي سروې ترسره کیدل کولای شي، پدې سیمو کې د دقیقو پلانونو او پالیسیو په طرحه کې ګټور تمام شي.

د افغانستان د مرکزي احصايې د لوی ریاست معین حسیب الله موحد په خپلو خبرو کې دقیقه سروې د یوې ټولنې د خلکو په اقتصادي او ټولنیز ژوندانه کې د مثبتو بدلونونو پیلامه وبلله.

حسیب الله موحد زیاته کړه:

(زموږ غوښتنه د دې ولایت له ټولو علماوو او وګړو څخه داده چې همکاري وکړئ، له هغو کسانو سره چې سروې کوي او ارقام راټولوي، تر څو له دې لارې تاسو ته ښه پلانونه جوړ شي او په ژوندانه کې د اقتصادي او ټولنیزو تغیراتو لامل وګرځي.)

په خوست کې د احصايې د ادارې مشر عبدالمجید منیب مشال راډیو ته وویل، تر دې وروسته به د سروې ډلې کلیو او د خلکو د کورونو دروازو ته ورځي، خو ده له خوستوالو وغوښتل، چې د سروې دې ډلو ته دقیق او کره مالومات ورکړي.

عبدالمجید منیب وړاندې وویل:

(خوست کې اقتصادي، اجتماعي او ډموګرافیکي سروې نن يې د افتتاح ورځ وه، لدې نه وروسته به موظفین کلیو او کورونو ته ځي او له هغه وروسته به د هر کور مشر نه پدې برخو کې معلومات اخیستل کیږي، هیله مې داده چې خلک به ورته دقیق معلومات ورکړي، تر څو په راتلونکې کې زموږ د خوست لپاره ښه عداد او ارقام موجود وي او ښه پلانونه او پالیسۍ ورته جوړې شي.)

په خوست کې د مجاهدینو د سرتاسري شورا رييس مولوي سردار ځدراڼ له علماوو او خلکو غواړي، چې د دیني ارشاداتو په رڼا کې خلک د دې سروې په ګټو باندې پوۍ کړي او دوی سره مرستې ته دې وهڅوي.

مدني فعال نصیراحمد روښان پدې نظر دی، چې د یاد ولایت مدني بنسټونه او ټولنیز سازمانونه کولای شي، د سروې د بهیر له بریالیتوب سره د عامه پوهاوي، منظم نظارت او د خلکو په هڅونه کې همکاري کولای شي.

د خوست د ولایتي شورا غړی امیرالله زړه سواند په خوست کې د پیلیدونکې اقتصادي-اجتماعي او ډمو ګرافیکي سروې په اړه وايي، چې دا پروسه باید دقیقه، حقیقي، واقعي او په شفافه بڼه وشي، تر څو په راتلونکې کې د خلکو ستونځې لدې ناحیې حل و فصل شي.

مدني فعاله نعت بي بي عمري د یادې سروې د افرادو د ګمارنې په پروسې نیوکه وکړه او ويې ویل، چې په دې پروسه کې يې ښځو ته هېڅ ونډه نه ده ورکړې.

نعت بي بي د احصایې له مرکزي دفتر او ولایتي ادارې په کلکه وغوښتل چې ښځې دې پدې ستره پروسه کې د استخدام له حقه نه محروموي:

((زموږ د ښځو حق او حقوق همیشه تر پښو لاندې کیږي، زموږ د ښځو نفوس باید په نظر کې ونیول شي، اساسي نفوس شمېرنه وشي، د دې سروې په ماموریت کې شاملې شی، ګنې په اینده کې به هم زموږ د ښځو لاس د دوی په ګریوانه کې وي او د دوی نه به حتماً خپل حق او حقوق غواړي.))

که څه هم په خوست کې د سروې په پروسه کې د ښځو د نه استخدام د لاملونو په باب د احصايې د دفتر مسوولینو په څرګنده څه ونه ویل، خو د غونډې ویناوالو ټېنګار داوه چې دا پروسه باید د هغو کسانو لخوا پرمخ یووړل شي، چې هغوی هرې سیمې، هر کلي او د هر کور دروازې ته په ورتګ کې ستونځې ونلري.