د خوست ګربزو ولسوالۍ په ګلان کېمپ کې میشت وزیرستاني کډوال وايي، چې دوی د راتلونکې ژمي لپاره لازمې سرپناوې همدارنګه د پوښاک په خاطر ګرمې جامې، کمبلې، توشکې او نور توکي نه لري.
دوی وايي، پاکستان حکومت تر اوسه له خوست سره نږدې لارې بندې ساتلې او ان ناروغانو ته اجازه نه ورکوي، چې پېښور یا بل ځای ته يې د درملنې لپاره یوسي، یا دا چې مړي په خپلو پلرنیو هدیرو کې خاورو ته وسپاري.
د وزیرستانیو کډوالو یو مشر سید ولي مشال راډیو ته وايي:
((د جنوبي وزیرستان په قوم مسود یم، په کېمپ کې مې بایوميټرک وشو، خو اویا فیصده پاتې دي او دېرش فیصده مو وکړ، نو موږ دا خواهش لرو چې دا خلک ډېر غریب او مجبور دي، چې له دوی سره د غلې، غنمو، غوړیو او نورو توکیو مرسته وشي، ژمی راروان دی، موږ ګرمو کمپلو ته ضرورت لرو، ګرمو جامو ته ضرورت لرو، زموږ دلته په کېمپ کې لرګي نشته، کوم غر چې دی دا د ګربزو د بوري خېلو دی، دې خلکو موږ سره ډېره مرسته وکړه، خو اوس بالکل په غره کې لرګي نه دي پاتې.))
د میزالله جان په نوم د داوړو اوسېدونکی وايي، چې یو اېن اېچ سي ار دې هغو کسانو ته د بایوميټرک پروسه بیا پیل کړي، چې له نوملیکنې پاتې شوي او اوس مرستې پرې بندې دي:
((کومو خلکو چې بایوميټرک کړی دی، له هغو سره دې مرستې زیاتې شي، چا چې نه دې کړی هغوی ته دې بایوميټرک خلاص کړي، ځکه خلک ډېر غریب دي، د ژمي لپاره د لرګیو، کمبلو او توشکو ضرورت دی، د پاکستان له حکومته هم دا غواړو چې له قبایلو سره دې دا ظلم بند کړي، لارې دې خلاصې کړي چې خپل وطن ته ولاړ شي او دا جنګ جګړې دې نورې ختمې شي.))
یو بل کډوال هسته خان چې په قوم خدرخېل دی، هغه هم د ژمنیو توکیو د مرستو غوښتنه لري.
نوموړی زیاتوي کومې خیمې چې پخوا ورکړل شوې وې، په دې دوو کالونو کې ډېرې زړې شوې دي، همدارنګه يې قبایلي سیمو ته د لارې د خلاصولو غوښتنه هم وکړه.
محمدشریف چې د جنوبي وزیرستان اوسیدونکی او په قوم مسود دی وايي، چې د کور سامانونه لري او د دې سامانونو د انتقال لپاره باید په پولو کې د ګاډو تګ او راتګ ته هم اجازه ورکړل شي.
بل لوري ته د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ وايي، چې ځايي اداره د ژمي په موسم کې د وزیرستانیو کډوالو د خوراکي توکو او د سرپناه ستونزو ته متوجه ده او په همدې خاطر يې د کډوالو له وزارت، یو اېن اېچ سي ار او نورو خیریه ټولنو سره په اړیکه کې دي، تر څو د ژمي مخکې دوی ته مرستې وویشل شي.
مبارز محمد ځدراڼ زیاته کړه:
((د ژمي په راتلو سره هغه کډوال وروڼه چې د وزیرستان څخه د ژوند د خوندیتوب په هیله خوست ته راکډه شوي، د دوی د سرپناه د نشتوالي له امله موږ په انديښنه کې یو، واقعاً د ژمي په راتګ سره به دوی له ستونزو سره مخامخ شي، ځکه دلته ساړه زیات دی او په کومو سیمو کې چې دوی میشت دي، ممکن په ځنو يې واورې هم وشي، موږ خپلې هڅې پراخې کړي، د مرکزي حکومت د اړوند وزارت سره، یونسیار سره او نورو خیریه ټولنو سره په تفاهم کې یو، له نږدې ورسره خبرې کوو، تر څو وتوانیږو دوی سره د ژمي د موسم له رارسیدو مخکې ځني هغه ژمني توکي چې د دوی ژوند یو څه له ستونزو راوتلای شي، هغه برابر کړو.))
د دې تر څنګ د ګربزو ولسوال زمری حقمل وايي، چې د ګلان کېمپ په ګډون د یادې ولسوالۍ په بیلابیلو کلیو کې خواوشا دوولس زره د وزیرستانیو کډوالو کورنۍ استوګنه لري، خو یوازې نږدې څلور زره کورنۍ يې بایو میټرک شوي او نورې پاتې کورنۍ يې له مرستو بې برخې دي.
نوموړی هم د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یو اېن اېچ سي ار (UNHCR) څخه غوښتنه کوي، چې د بایوميټرک له پروسې پاتو کډوالو ته د راجسټر پروګرام بیا پیل کړي، چې دوی هم دوامداره مرستې ترلاسه کړي.