د پېښور په نښتر تالار کې د سېشنبې په ورځ د وتلي سندرغاړي خيال محمد په درناوي کې يوه لويه غونډه ترسره شوه او د هغه پر سر یې تاج کېښود. په دغه دستوره کې د استاد خيال محمد کورنۍ ترڅنګ سندرغاړیو، شاعرانو، خبريالانو او عام ولس په لوی شمېر کې ګډون وکړ.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم د سېنشبې ورځ په خپل یوه فرمان کې د غزل باچا استاد خیال محمد ته د پښتو موسیقۍ په برخه کې د هغه د خدمتونو په ویاړ د غازي میر بچه خان دولتي مډال پیرزو کړی چې اعلان یې په پېښور کې د افغانستانقونصل جنرل عبدالله وحيد پويان وکړ او استاد خیال محمد ته یې د افغان دولت د يو نيم لکه روپیو په مالي مرسته ونازولو.
ښاغلي پویان د استاد خیال محمد په نوم رالېږلی د ولسمشر محمد اشرف غنيپیغام هم ولوستلو او زیاته یې کړه چې راروانه اوونۍ به د پېښور په افغان قونصلګرۍ کې د استاد خیال لپاره يوه ځانګړې دستوره هم راجوړوي چې پکې به اسلام اباد کې د افغانستان سفير عمرزاخېلوال دغه مډال ورکوي.
استاد خيال محمد د افغانستان دولتي مډال او مالي مرستو مننه وکړه:
''زه د هغوي ستروالي ته سلام کوم او د هغوی ډېره مننه کوم چې ما ته يې په افغانستان کې دومره عزت راکړو او د افغانستان له هاغه سره يې ما ته دا مډال راولېږلو او هلته يې هم زما په نوم یو ماښام ولمانځلو.''
په دغه دستوره کې د خېبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفرجګړا د مشر مېلمه په توګه ګډون وکړو نوموړي د پښتو موسيقۍ لپاره د استاد خيال محمد د خدماتو ستاينه وکړه او هغه ته يې د عقيدت پېرزونې وړاندې کړې.
استاد خیال محمد له مشال رېډيو سره په ځانګړیو خبرو کې وويل چې هغه د پښتو موسيقۍ لپاره په کړیو خدمتونو خوشاله دی چې په اعتراف کې ورته د هغه په ژوندانه خپلو پښتونو درناوی وبښلو.
''له ما سره الفاظ نشته چې زه څومره خوشاله يم او زما لپاره څومره د خوشالۍ ورځ ده، چې چا دا ورځ راجوړه کړې هغه په خپله لوی خلک دي او خدای دې وکړي چې د هر چا په وياړ داسې ورځې ولمانځل شي.''