خوست میشتو وزیرستانیو ماشومانو ته واکسینو کمپاین پیل شو

په خوست کې د عامې روغتیا په چوکاټ کې د پولیو پر ضد د واکسینو د ادارې مسوولین وايي، چې نن چهارشبنه يې د یاد ولایت د ګربزوولسوالۍ په ګلان کیمپ کې د وزیرستیانیو کډوالو خواوشا اوه زره هغو ماشومانو ته چې عمرونه يې تر پنځو کلونو کم دی، د پولیو د ناروغی شپږ ورځنۍ کمپاین پیل کړ.

په خوست کې د پولیو د عامه پوهاوي ولایتي مسوول ډاکټر نجیب الرحمن رحماني مشال راډیو ته وویل، چې دا فوق العاده د واکسینو کمپاین يې ددې په خاطر پیل کړ، چې څو ورځې وړاندې د پکتیکا د بېرمل ولسوالۍ څخه د خپلې کورنۍ سره د پولیو په ناروغی یو اخته ماشوم راغلی دی.

دی وايي دا احتیاطي تدابیر دي، تر څو دا ساري ناروغی نورو ماشومانو ته سرایت ونه کړي.

((د مهاجرینو وروڼو، مشرانو او د مکاتبو له ښوونکو څخه مې غوښتنه داده چې په واکسینو کې زموږ د ټیمونو سره مرسته وکړي، خپلې کورنۍ وهڅوي چې ټول خپل ماشومان د واکسینو لپاره راوباسي، البته د ستنو په شکل کوم انجکشن چې دی، هغو ماشومانو ته ورکوو، چې عمرونه يې له درې نیمو میاشتو تر پنځو کلونو پورې وي او د څاڅکو واکسین هغو ماشومانو ته چې عمر يې له یوې ورځې څخه بیا تر پنځو کلونو پورې دی، دا به د شپږو ورځو لپاره په ټول ګلان کېمپ کې دوام لري.))

د رحمن الله په نوم د کډوالو یو تن مشر په ګلان کیمپ کې د میشتو کورنیو غواړي چې خپل ماشومان واکسین کړي، تر څو د پولیو د دایمي ناروغی څخه يې ماشومان خوندي شي.

د میزالله جان په نوم یو بل تن د ګلان په کېمپ کې میشت کډوال هم غوښتنه کوي، چې خپل ماشومان له واکسینو پرینږدي:

((د نن ورځې نه د پولیو واکسین شروع کیږي، ګلان کیمپ ته د پولیو کېس راغلی دی، تر څو دا ناروغي نورو ماشومانو ته ونه رسیږي، ټولو نه مې غوښتنه ده چې څوک هم د بال بچ خاوندان وي، خپل ماشومان دې دوی ته حاضر کړي تر څو واکسین شي.))

د یادونې وړ ده، پولیو یا ګوزڼ یوه وایروسي ناروغي ده، چې د هر عمر لرونکي کسان پرې اخته کیدای شي، خو بیا هم زیاتره هغه ماشومان پرې اختهکیږي، چې عمرونه يې تر پنځو کالونو لږ وي، یاده ناروغي د اخته کس د مړینې او یا دایمي معیوبیت لامل کیږي.

روغتیا پالان وايي، چې د ګوزڼ مرض ځانګړې درملنه نه لري، خو د روغتیاساتنې ځنې تدابیر او د یادو واکسینو تطبیق د ګوزڼ ناروغۍ د ساتنې یاوقایې له پاره ګټور تمامیږي