امیرشاه کارګر چې د سیاسي او ټولنیزو مسالو په باب څو عنوانه کتابونه لیکلي وو، په دوامداره توګه يې د علمي او سیاسي مسالو په باب هم څېړنیزې مقالې لیکلې، همدارنګه د افغانستان، سیمې او نړۍ د حالاتو په باب يې تاوده رسنیز بحثونه کول او د خپل فصاحت او منطق پر مټ يې د مینه والو ښه توجهجلبولای شوه.
کارګر د سیاسي مسالو په باب تر ډېره بریده خپلواک نظر لاره او د اوسنیو سیاسیونو د فکر او وینا اغېر پرې نه مالومیده.
ددې ترڅنګ کارګر تلد فساد او ټولنیزو بې عدالتیو پر وړاندې غږ پورته کاوه، چې له همدې کبله د طالبانو په واکمنۍ کې څه باندې څلور کاله د کندهار په جېل کې بندي وو او په هماغه ځای کې يې د اسلام د پیغمبر د سیرت یو مهم کتاب پښتو ته وژباړه.
د سې شنبې په ورځ د امیرشاه کارګر د جنازې په مراسمو کې یو تن مدني فعال خزانګل چې د ده له نږدې دوستانو وو مشال راډیو ته وویل، چې هغه د نورو پریمانه ښېګڼو تر څنګ د وطن سره بې دریغه مینه درلوده.
خزانګل زیاتوي:((د ده هڅه داوه چې وطن اباد شي، سخته مینه يې درلوده او دې مینې سره مړ شو، پدې مینه يې ژوند کاوه، ده ته دا فرق نه کاوه چې کوم ځای اباد شي، په افغانستان کې به چې هر ځای ابادیده، داسې فکر يې کاوه لکه خپل کور يې چې اباد شوی وي، فکر کوم دا خواص باید هر افغان په ځان کې وروزي.))
لیکوال او ژورنالېست محمدغفور مهیدي وویل، چې کارګر یو پیاوړی سیاسي او فرهنګي شخصیت لاره:((امیرشاه کارګر سیاسي او فرهنګي شخصیت وو، د ده پاتې شوي اثار خصوصاً هغه کتاب چې د طالبانو په زندان کې يې ژباړلی وو، محمد ص هغه پیغمبر چې باید له سره وپېژندل شي، دا يې نوموتی کتاب دی، علم همدارنګه ښوونې روزنې ته يې ډېر اهمیت ورکاوه.))
شاعر او لیکوال نواب امیرزی وايي، ډېر کلونه به ونیسي، چې خوست او په ځانګړي ډول تڼیو ولسوالي بیا په خپله غېږه کې د کارګر په شان یو شخصیت افغاني ټولنې ته وړاندې کړي:((کارګر صیب یو داسې کس وو، چې پدې خاوره کې دده پیدا کول او یا دوباره د داسې کس زموږ په قوم کې تکراریدل فکر کوم ډېر کلونه به ونیسي، یو خصوصیت دا وه، چې وطن سره يې بې کچې مینه درلوده او دا مینه يې یو یاداشت پاتې شو، ډېر کتابونه يې لیکلي دي، تحقیقي لیکنې يې کړي دي، دا ټول زموږ لپاره افتخار دی.))
په خوست کې د لنکن ښوونیز مرکز مشر نصیراحمد روښان وویل، امیرشاه کارګر هڅه کوله چې د یو بې طرفه کس په توګه د افغانستان د اوسني کړکیچ په هواري کې مثبت رول پر ځای پریږدي:
((امیرشاه کارګر د ټولنې د نجات او پرمختګ لپاره په مختلفو لارو باندې فکر کاوه، سرته هیله يې دا وه چې افغانستان له اوسني ناتاره راووځي، بله هیله يې داوه چې افغاني جامعه یوه روښانه او متدینه جامعه وګوري، د افغانستان د اوضاعو په اړه يې ځانګړی دریځ درلوده، او د همدې دریځ د بیانولو لپاره به د مختلفو رسنیو سره په تماس کې وو، هڅه او کوښښ يې داوو، چې وکولای شي د افغانستان په بحران کې د یو بې طرفه کس په توګه ډېر موثر رول پر ځای پرېږدي.))
د خوست د ولایتي شورا پخوانی رييس سیدکریم خان خاکسار وايي، کارګر د فساد او بې عدالتی د لیدو زغم نه لاره، دی همدارنګه د نوي نسل لپاره د فکر جوړولو یو ښه رهنما وو:((امیرشاه کارګر د ټول افغانستان په کچه یو علمي شخص وو، ده بیخي د تعجب وړ خبرې کولې، د نوي نسل لپاره خو د ده خبرې بیخي کتاب وو، ده خپله ځواني پدې کې زړه کړه چې کله به يې کومه بې عدالتي ولیده، نو دی به ډېر غمجن کېده، ده ته چې څومره ناروغی او مشکلات جوړ شوي وو، د بې عدالتي او فساد له وجې وو او دا يې نشو برداشت کولای.))
خوست والي حکم خان حبیبي هم د امیرشاه کارګر په مړینه په خپل پیغام کې هغه په ټولنه او ولس کې یو محبوب کس یاد کړی او ویلې دي، چې د کارګر په عمل او وینا کې حقیقت موجود وو، نو له همدې کبله ولس خوښاوه او په ځانګړي ډول ځوانان يې د علمي، سیاسي، کلتوري او فرهنګي مسایلو له شننو او کتنو متاثره ول.