په همدې موخه د پنجشنبې په ورځ د یاد پوهنتون د یو شمېر ممتازو فارغانو د ستاینې او فراغت په ویاړ د خان عبدالصمد خان د کنفرانسونو په تالار کې وړه جشنواره جوړه شوې وه.
د شیخ زاید پوهنتون علمي مرستیال عبدالخلیل افغاني ازادي راډیو ته وویل چې اوسمهال په دې تحصیلي اداره کې د محصلانو د روزنې او د استادانو د درسي تیاریو لپاره ښې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
د ده په وینا خوست شیخ زاید پوهنتون سره پهدې کال کې د عربي متحده اماراتو د نېږدې ۷ لکه ډالرو په ارزښت مرسته وشوه چې د ټکنالوژۍ، دفتري لوازمو او تخنیکې توکو په چمتو کولو کې ولګول شوه.
عبدالخلیل افغاني د راتلونکې ښوونیز کال لپاره د پوهنتون د برنامو په باب وویل:
"شېخ زاید پوهنتون اداره په یوه نوې برنامه کار کوي، څو د پوهنتون په ټولو تدریسي خونو کې سکېورټي کامرې ولګوي، پهدې سره به د محصلینو د ازموینو نظام ښه شي او د استادانو د تدریسي بهیر په اغېزمنتوب به هم مثبت تأثیر ولري. "
د شیخ زاید پوهنتون د محصلانو د سږني کال عمومي اول نمره هم د دوی تدریسي بهیر ښه بولي او د استادانو ښه او عاطفي سلوک ستايي:
"نوم مې حزبالله دی، د کونړ ولایت اوسیدونکې یم، د ټول شیخ زاید پوهنتون د ۱۳۹۵ کال عمومي اول نمره یم، د تدریسي بهیر په باب به دومره ووایم چې ماشاالله دلته درسونه په ډېر پرمختللي طریقې سره ویل کېدل او د استادانو له تدریس او ښه سلکوک څخه هم ډېر راضي یو. "
د شیخ زاید پوهنتون یو تن فارغ شوی محصل کارموندنې ته په انديښنه کې دی او زیاتوي، حکومت باید دوی ته د کار وړ شرایط برابر کړي، څو د مسلکي کارونو پر ځای په نورو شخصي کارونو بوخت نهشي:
"نوم محمداصیل شاه دی، د سږکال فارغ التحصیل یم، سږ کال موږ له پوهنتونه ۱۸ نیم سوه فارغان لرو، د والي صیب مو غوښتنه دا ده چې فارغانو ته د کارموندنې داسې زمینه برابره کړي چې هغوی ناامیده نهشي، دوی د زدهکړو ۱۶ کلنه دوره تېره کړې ده، زحمتونه يې ایستلي دي، په ساړه او ګرمۍ کې راغلي دي، دوی ته باید وظیفې پیدا کړي داسې نه چې بیا په کلیو کې سبزۍ خرڅوي، یا کراچۍ چلوي."
بلخوا خوست والي حکم خان حبیبي د شېخ زاید پوهنتون د ممتازو فارغانو په غونډه کې هغوی ته ډاډ ورکړ چې د امکان او تشکېلاتو په صورت کې به د ځايي ادارې لهخوا یاد فارغان د یوې شفافې پروسې د لارې حکومتي پُستونو ته جذب شي.
خوست والي وویل:
"د فارغانو د کارموندنې برخه کې ځان مکلف ګڼم، انشاالله هر بست چې بیا هم په خوست کې خالي وي، انشاالله ستاسو کدرونو څخه به په هغه کې ګمارل کېږي، البته د یوې شفافې پروسې له لارې، دا بریاوې په خوست کې بې ساري دي، ځکه هغه پوهنتون چې په یوه لسیزه کې يې ځان دې معیار ته ورساوه دا واقعاً د خوست د خلکو هغه فرهنګي او علمي مینه ده."
یاده دې وي، سږ کال د افغانستان د ننګرهار، بلخ، کندهار او هرات پوهنتونونو تر څنګ شیخ زاید پوهنتون هم په تضمین کېفیت کې د غوره مرکز ایوارډ ترلاسه کړ.
د چارواکو په وینا د دې ایوارډ د حاصلولو لپاره د پوهنتونو د تدریسي بهیر کېفیت په ګډون د تحصیلاتو لپاره نور لازم ۱۰ اساسي معیارونه ټاکل شوي وو او دا پوهنتون هم د همدې معیارونو په رڼا کې د ایوارډ ګټونکې بلل شوی دی.
نجیب الله الوخېل