دوی د ملي یووالي حکومت له مشرانو هم ګیله لري، چې د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال دوی سره کړې ژمنې يې نه دي عملي کړي او د دوی د کار او ژوند په شرایطو کې جوت ښه والی ندی راغلی.
مدني فعالانو دا څرګندونې نن د چارشنبې په ورځ په خوست کې د مارچ د اتمې یا د ښځو د نړیوالې ورځې د لمانځغونډې په څنډه کې مشال راډیو ته وکړې.
د ولایې شورا غړې نعت بي بي عمري وویل:
((ښځې تر اوسه د تاوتریخوالي سره مخامخې دي، ښځې وژل کیږي خو د دوی جرم او قضیې نه روښانه کیږي، هغه ښځې چې میړونه يې شهیدان شوي د سرپناه ځایونه نلري، واړه یتمان ورپاتې شوي یا بې سرپرسته وي، تر څو دوی ته د سرپناه ځای پیدا شي، په رييس جمهور مو دا غږ دی چې موږه سره يې وعده کړې وه، چې تاسو خپلې رايې وکاروئ، به تاسو ته د نارینه وو په شان په دولت کې ونډه درکوم خو دې ژمنو د عمل جامه نده غوستې.))
د ۱۸۷۵ ز کال د مارچ په اتمه د نیویارک ښار کارګرو ښځو د خپلو حقوقو لپاره په پراخو لاریونونو لاس پورې کړ، چې دا ورځ بیا د ښځو د حقوقو د ترلاسه کولو لپاره یوه تاریخي ورځ وګڼل شوه.
په ۱۹۷۷ زیږدیز کال کې د یونسکو لخوا د مارچ اتمې ته د ښځو د نړیوالې ورځې نوم ورکړل شو، چېله هغه وروسته د افغانستان په ګډون د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې دا ورځ لمانځل کیږي.
د خوست یوه تنه مدني فعاله نسرین احساني په یاد ولایت کې د ښځو ځنې ستونزې داسې یادوي:
((په ځنو اداراتو کې پستونه خالي وي د ښځو څخه يې پټوي، وايي چې دلته ښځو ته پستونه نشته، ځنې ښځې په بدو کې ورکول کیږي، ځنې نجونې هيڅ خبرې نه وي زاړه کس یا معیوب ته واده کیږي، ښځو سره دې نور تاوتریخوالی بس شي.))
د ښځو د نړیوالې ورځې په جوړه شوې لمانځغونډه کې خوست والي حکم خان حبیبي هم په خپلو خبرو کې ټېنګار وکړ، چې ټولې ملکي او پوځي ادارې باید په یاد ولایت کې د ښځو پر وړاندې د هر ډول زور زیاتیو او نورو ناخوالو مخه ونیسي، په بدو کې دې په جدیت سره د ښځو د ورکولو مخنیوی وشي او ښځو ته دې د میراث حق ورکړل شي.
بلخوا په خوست کې د ښځو د برخې مسوولینې په یاد ولایت کې د دوی د ژوند پر وړاندې ځنې ستونزې مني، خو وايي چې د ډېریو ناخوالو اساسي لاملونه د پوهې د کچې ټيټوالی او د کورني فقر شتون دی.
د ښځو چارو رييسه ډاکټره ملالۍ ولي وايي:
((فقر او بدبختي هم تاسو پوهیږئ چې د خشونت یو سبب دی، په مختلفو برخو کې د ښځو لپاره پروژې منظورې کړي، د عامه اګاهۍ پروګرامونه دې ورته جوړ شي، ځکه په ولسوالیو او لیرې پرتو سیمو کې د ښځو د پوهې کچه ډېره ټیټه ده، که د پوهې کچه يې لوړه شي، نو د تاوتریخوالي اندازه کموالی پیدا کوي.))
که څه هم په خوست کې په مدني او ټولنیزو بهیرونو کې مخکښې ښځې د ښځو د ځنو محرومیتونو خبره کوي، خو بل لوري ته یو شمیر ځايي چارواکي په دې ډګر کې بریاوې هم یادوی او زیاتوي چې دا مهال تر یو لکو ډېرې خوستۍ نجونې ښوونځیو ته ځي او تر ۶۰۰ زیاتې په پوهنتونونو او نیمه لوړو زده کړو په موسساتو کې پر زده کړو بوختې دي.
همدارنګه سلګونه نورې ښځې او نجونې د پوهنې او روغیتا په ډګر کې عملاً دندې اجراء کوي.