"د خوست د هوايي ډګر ودانیزې چارې د قناعت وړ نه دي"

د خوست د ولایتي شورا استازي د خوست د نړیوال هوايي ډګر د پروژې چارې د قناعت وړ نه بولي او غوښتنه کوي، چې مرکزي حکومت دې د یادې پروژې د اساسي ارزونې لپاره با صلاحیته پلاوی وګماري.

دوی د هوايي ډګر د پروژې د کار له بهیر څخه د څارنې او کتنې پر مهال مشال راډیو ته وویل، چې د دوی کتنو وښوده، چې د دې پروژې هغه پخوانی ستونزې تر اوسه هم ندي حل شوي.

بلخوا د یادې پروژې فني او تخنیکي ټیم وايي چې د هوايي ډګر کارونه د نقشې او پلان مطابق پرمخ ځي او په پروژه کې داسې کومه ستونزه نشته، چې د هوايي ډګر معیار اغېزمن کړي.

د خوست د ولایتي شورا مرستیال جان میر ځاځی وايي:

"موږ په مرکزي دولت غږ کو چې دا یوه ډېره حیاتي پروژه ده، د ټولو خوستوالو ارزو او توقع دې پروژې ته ده، که چېرې یو مسلکي او مختلط پلاوی له دې پرورې څخه لیدنه او نظارت وکړي، چارې او کیفیت یې وارزول شي، که چېرې ښه وه، د خوستوالو لپاره د منلو وړ ده، که چېرې ستونزې یې درلودې، هغه باید په کې اصلاح شي. "

د ولایتي شورا غړی عبدالولی واحدزی انديښنه څرګندوي چې د هوايي ډګر په پروژه کې شته نیمګړتیاوې د پروژې پر معیار او سټنډرډ بې اغېزې نه دي.

ښاغلی واحدزی زیاتوي:

"زموږ سره اندېښنه دا ده چې که چېرې دا پروژه داسې چې په یوه ځای کې څلور سانتي زیاته او په بل ځای کې یوه سانتي کمه وي په طیبعي ډول دا په سټنډرډ باندې منفي اغېز پرېباسي، زموږ له مرکزي ادارې غوښتنه دا ده چې یو باصلاحیته مسلکي هئیت دې را واستوي، ترڅو د دې هوايي ډېر ټول اړخونه وڅېړي او په دې برخه کې خپل نظر څرګند کړي. "

د خوست د نړیوال هوايي ډګر د ودانیزې پروژې مشر انجینر عنایت الرحمن بیا وايي، چې د ولایتي شورا پلاوي د پروژې په اساسي مسالو کې هېڅ ډول ستونزه پیدا نکړه، خو د پروژې د پراخوالي په سبب ځنې ځایونه یوه ساتنې لوړ یا ټیټ په مسلکي لحاظ د اندیښنې وړ نه وي.

انجینر عنایت الرحمن وویل:

"د پروژې د اوږدوالي او پلنوالي لیول یا سلوپ د هغو انجینرانو له خوا وارزول شو چې دوی راوستي وو، هېڅ ستونزه په کې نه وه، په دویم قدم کې دوی د اسفالټو د طبقې ټسټ واخیستو او نورې چارې هم له نږدې څخه وڅېړل شوې چې انشاء الله کومه ستونزه په کې نه وه، نور مسلکي انجینران په دې پوهیږي چې په دریو کیلو مترو کې یوه سانتي کمه یا زیاته کومه خبره نه ده. "

بلخوا خوست والي حکم خان حبیبي وايي چې په هوايي ډګر کې پخوانی ستونزې او نیمګړتیاوې حل شوي او د لا ښه والي او معیاري کېدو لپاره يې هڅې روانې دي.

ښاغلي حبیبي زیاتوي، چې مالیې وزارت ورسره د مزار شریف د هوايي ډګر په شان د یو ښه ترمینل د جوړولو ژمنه کړې او د تدارکاتو چارې يې روانې دي.

خوست والي وړاندې وايي:

"د ماليې له وزیر سره مې دوه ځلې د دې پروژ په اړه ولیدل، هر ځلې مې ترې غوښتنه داوه چې باید موږ ته د هوايي ډګرونو په ټولو معیارونو برابر هوايي ډګر جوړ شي، باید دا هوایي ډګر ترمینل ولري،رادار ولري، ده راسره ژمنه وکړې چې انشاء الله د مزار شریف هوايي ډګر په څېر یو ښایسته ترمینل درکوم ترڅو له دې ځای څخه مستقلې الوتنې چین، اروپا او منځني ختیځ ته وشي، دلته پخوانی ډیزاین شوی ترمینل کوچنی و د هغې چارو مو ودرولې، د نوي ترمینل لپاره د تدارکاتو کارونه روان دي. "

یاده دې وي چې د خوست د هوايي ډګر پروژې کارونه خواوشا اوه کاله وړاندې پیل شول، لومړني کارونه يې په یو کال کې ترسره شول، خو وروسته يې چارې ځو ځلې د بیلابیلو لاملونو تر مخې ودریدې، یاد هوايي ډګر د خوست په سویل کې په څلور سوه جریبه ځمکه کې چې د تڼیو او اسماعیل خېلو او مندوزیو په دوو ولسوالیو کې موقعیت لري جوړیږي.

د چارواکو په وینا تمه ده، چې د هوايي ډګر د پروژې رنوې یا ځغاست لیکې چارې به تر دوو راتلونکو میاشتو بشپړې شي.