دوی چې د سې شنبې په ورځ په خوست کې د قومي مخورو، دیني عالمانو او د امنیتي ادارو د منسوبینو یوې غونډې ته خبرې کولې ټېنګار لاره، کچیرې د افغانستان سیاسي نظام پياوړی نشي،نو پدې هېواد کې د خلکو ژوند او مال، لا ډېرو ګواښونو سره مخامخ کیږي.
د قومونو او سرحدونو چارو وزارت مرستیال محمدیعقوب احمدزي له قومي مخورو او دیني عالمانو غوښتنه وکړه چې د ولس او دولت ترمنځ د اعتماد او باور فضاء د رامنځته کېدو لپاره دې هڅې ډېرې کړي.
محمدیعقوب احمدزي وویل:
((دولت بې له وسه مفهوم نلري او ولس بې له دولته ژوند نشي کولای، زموږ د مشرانو او دیني عالمانو نه دا هیله ده چې د ولس او دولت تر منځه د اعتماد فضاء رامنځته کړي، د نظام د پایښت او ټېنګښت لپاره دې مبارزه وکړي، د ښمن او موږ او زموږ ماشومان له منځه وړي، نو د دې په خاطر باید موږ او تاسو لاسونه سره ورکړو، د ملي یووالي او وحدت لپاره.))
بل لوري ته د غونډې ویناوالو قومي مخورو، دیني عالمانو او امنیتي منسوبینو له وسله والو هم غوښتنه وکړه، چې د افغان حکومت سره خپلې ستونزې د بین الافغاني مذاکراتو او مفاهماتو په رڼا کې حل و فصل کړي.
په یاده غونډه کې چې د قومونو او قبایلو په برخه کې د ولسمشر یو شمېر سلاکاران او د لويې پکتیا ځنې مشران هم موجود ول، د پکتیا د سولې او علماوو شورا رييس مولوي خالقداد وویل، افغانان باید هغه څه چې په جنګ کې يې لاسته رانوړل، په سوله کې لاسته راوړي.
مولوي خالقداد زیاته کړه:
((مدرسې مو ویجاړې شوې، مکتبونه مو خراب شول، موږ خپل کدرونه د لاسه په کې ورکړل، همیشه چې زموږ په کور اوکلي کې که هغه خوا مړه کیږي او که دېخوا مړه کیږي، یو افغان، د یو جومات او یوې هدیرې خلک دي، نو راځئ هغه څه چې په جنګ کې مو لاسته رانوړل، هغه په سوله کې لاسته راوړو، هغه څه چې مو په تاوتریخوالي کې لاسته رانوړل په مینه محبت او وروری کې لاسته راوړو.))
خوست والي حکم خان حبیبي بیا د یاد ولایت د امنیت او انکشاف په برخو کې د ځايي مشرانو او عالمانو ونډه وستایله.
ده وویل، د خوست په پرمختګونو کې د ټولنې د مخور قشر رول دی او دا رول د هرې ورځې په تېریدو سره پیاوړی شوی دی.
د امنیتي او دفاعي ځواکونو دمنسوبینو په استازیتوب د ملي اردو د اولې لواء د اپراسیون امر ډګروال محمد زمان وویل، چې د جګړې له لارې سولې ته مزل اوږد او ستونزمن دی.
ده د نظام پر وسله والو مخالفینو غږ وکړ، چې له پردیو دې سوله نه غواړي، ځکه پردي افغانانو ته هغه سوله غواړي، چې د هغوی ګټې په کې خوندي وي، نه د افغانانو.
ډګروال زمان وړاندې وویل:
((کچیرې موږ د جنګ په واسطه سولې ته رسیږو دا به ډېره اوږده او ستونزمنه لاره وي، خواهش مې دادی چې قومونه، علماء او مشران پدې لاره کې خپلې هلې ځلې وکړي او د مخالفینو څخه هم دا وغواړي چې د بل چا په دروازو کې سوله مه غواړئ، هېڅوک موږ ته بدون لدې چې خپلې موخې ولري، سوله نه راولي.))
په یاده غونډه کې د وزیرستانیو کډوالو ځنو استازو هم برخه درلوده، دوی انديښنه څرګنده کړه چې یو شمېر مخور مشران يې د هدفي بریدونو قرباني شوي دي.
د وزیرستانیو کډوالو یو تن استازي حیات محسود په خپلو خبرو کې له افغان حکومت غوښتنه وکړه، چې د دوی د مشرانو د ژوند حفاظت ته دې پاملرنه ډېره شي او د تعلیم او تحصیل په ګډون د قومونو او قبایلو هغه پخواني امتیازات دې دوی ته بیا ورکړل شي.