یادې پروژې چې د اوبو او انرژی وزارت له پرمختیايي بودجې څخه د ۲۴ میلیونه افغانیو په لګښت د دریو میاشتو په موده کې بشپړې شوي، څوارلس سوه کورنۍ به ورڅخه په مستقیم ډول ګټه واخلي.
خوست والي حکم خان حبیبي د پروژې د پرانیستې په ځای کې مشال راډیو ته وویل، چې د دې پروژو په تکمیلیدو سره د متونوالو سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه د خوړونو او سیلابونو له ګواښ څخه وژغورل شوه.
خوست والي د پروژو د څرنګوالي په باب وايي:
((دغه دواړه پروژې چې د متون د خوړ په امتداد باندې د استنادي دیوالونو جوړیدل دي، چې یوه پروژه يې د ۱۱۵۰ متره په اوږدوالي او دویمه پروژه يې د ۴۷۰ متره په اوږدوالي چې ټول اوږدوالي ۱۶۲۵ متره کیږي، جوړیدل دي، چې چارې يې د دریو میاشتو په موده کې د ۲۴ میلیونه افغانیو په لګښت باندې تکمیل شوي دي، بودجه د اوبو او انرژی د محترم وزارت لخوا ورکول شوې ده، د دغه تحکیماتو په جوړیدو سره به ۴۷۰ جریبه ځمکه وساتلی شي او څوارلس سوه کورنۍ به ورڅخه ګټه واخلي.))
د متون د سیمې دوه تنو مشرانو په خپلو خبرو کې د استنادي دیوالونو د پروژو په عملي کیدو کې د افغان حکومت له همکارۍ مننه وکړه او ويې ویل، چې پدې سره به د خوړونو د لاسه خرابې شوې ځمکې بېرته ابادې شي.
د متون مشران زیاتوي:
((نورګل نومیږم، دا خوړ پدې ساحه کې دومره نه وو، دا منطقه ټوله اوبو یووړه، ګټه يې داده چې دا ځمکه بېرته بیا د ابادیدو په حال کې ده، پدې سره به زموږ سل هاوو جریبه ځمکه به ثابته شي او بیا به اباده شي.
زه سید شاه ګل د متون د یو شپین ږیري په توګه دا وایم، چې د دولت او موسساتو نه موږ ډېره ډېره مننه کوو، چې دا دیوالونه يې موږ ته ووهل، ځکه زموږ خلکو په شخصي لګښت دا دیوالونه نشوای وهلی، دولت موږ سره دا همکاري وکړه چې دا ډېره ځمکه یې موږ ته پدې ځای کې اباده کړه.))
بل لوري ته د خوست ولایتي شورا رييس مجیب الرحمن سلیم زوی بیا په یو شمېر هغو کسانو سختې نیوکې وکړې، چې د ټولنیزې میډیا له لارې د خوست پرمختګونه نادیده نیسي او خلک د ناهیلیو سره مخامخوي.
مجیب الرحمن سلیم زوی وویل:
((خوست د ټولو خوستوالو دی، فلهذا هېچا ته د دې اجازه نه ورکوم چې د خوست شته امنیت او بیارغونه ټکنۍ کړي، موږ په هغه چا چې دا کار کوي، غږ کوو که هغه په دولتي اداره کې وي، نو د ولایتي شورا دروازه يې په مخ پرانیستې ده چې موږ يې مشکل د جناب والي صیب سره مطرح کړو، که وکیلانو کې وي، خوستوال دې راشي موږ سره دې مشکل حل کړي، څوک چې خوست ته ضربه رسوي، زموږ خوستوال ندی او موږ يې دفاع نه کوو.))
د یادونې وړ ده، کتونکي د خوست باراني او سیلابي موسمونو ته په کتو د کرنیز سکټور د پیاوړتیا لپاره د استنادي دیوالونو او د ځمکو د اوبولو د پروژو پلې کېدنې مهمې بولي او زیاتوي، چې د متون او شمل د خوړ په امتداد باندې دا ډول نورو تحکیماتي پروژو ته هم اړتیا ده تر څو پاتې کرنیزې ځمکې هم د خوړونو له ګواښ څخه خلاصې او د اوبو لګولو د منظم سیستم څخه برخمنې شي.